زما دمينې ګلالې کوډګرې
زما مارتا اې ليونې کودګرې
ستانړيوال ته مې سلام کړيده
په سل ځلي مې احترام کړيده
مادنړۍ په خلکو ډير وژړل
هيرويشيماته مې هم پام کړيده
ستا دکيوبا خوږولمنو ته هم
ستا په يادونومې ارام کړيده
ها دويتنام د در په درو خلکو
ما دکاتي١* کيسه مدام کړيده
دحبشی او دچيليانو په ياد
سل سلامونه په سودان کړيده
زه ستاګيله به خامخامنمه
په هر انسان باندې ليکنۍ کوم
تادډورا*٢کيسه لوستلې نه ده؟
وليه *٣سودان باندې ليکنۍ کوم
مونږ انسانان يو هيڅ توپير نلرو
په تا او ځان باندې ليکنۍ کوم
دجنګ وختونه هيڅ ښکلا نلري
ځکه ژوندون په کې معنی نلري
زه او ته دواړه دجنکو قربانيان
په کاناډا کې مو ژوندون خوښ کړې
مونږه دسولې دلټون په هيله
سولې دپاره پلټون پيل کړې
نور دجنګونو اختطام غواړو
سوله نړۍ ته تل مدام غواړو
زما ښايسته زما ګلمينۍ مارتا
مانه هيره نه يې اې شرينې مارتا
ته چې کيوبا نه کله بيرته راغلې
زما ليکنۍ به ټول وينې مارتا
زه او ته دواړه په يوسوله مين
د حفيظ ته زړه لونګينې مارتا