اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

 

Saturday March 06, 2010
دروزګان د ملي خپرونې درنو چلونکو ته!


زه افغان يم خپل وطن راباندې ګران دي

اتحــاد او ورور ګلــــوۍ زمـــا ارمان دي

چې يــې مينه د وطـن ېـــې ده په زړه کې

افغانې دا همــــوطن رابـاندې ګران دې

 

سميع الدين   افغاني) )   

ډير معزز او دقدر وړ مدبر او په وطنې سپيڅلې احساس ميــــن  غمخور صــــاحب ، دروزګان د ملې نشررېې درنو چلونکو او همدارنګه د روزګان د علمې ، څيړنيز ې خپرونې لوستنکو ته خپلې نيکې هيلې او احترامات وړاندې کوم ٠

 

مخکې د هرڅه  نه د روزګان د ملې خپرونې د ليږلو نه ما  په پته يوه نړۍ مننه ، ما په هغې کې ښکلې  اود لوستلو وړ مطالب  تر ستر ګو کړل ٠

 

محترم غمخور صيب!  

هسې خو هم د وطن څخه بهرميشتو  افغانانو دخپل وطن د نشريو د لوستلو سره خاصه علاقمندي  ده، خو چې کله بيا دداسې ملي نشريو سره اشنا کيدل چې  لوستونکو ته پوهه  ده او هم احساس د داسې نشريو خپرونه د ا هغه تاريخې ، کلــــتورې او اجتماعې هلې ځــلې دي چې په اطمينان سره د وطن په تاريخ کې ځانله د افتخار او قدر وړ ځای لري ٠

 

زه ددې تر څنګ چې پدې برخه کې ستاسو او ستاسو د قلمې همکارانو لا برياوې د لوې او مهربان خداې څخه غواړم ، خپل دا شعر  ستاسې درنې او ملې خپرونې ته ډالې کوم٠

 

 

ګران وطن

 

دا مــو د خاپـــــــــوړو کلی کـــــــــور دی
دا مو د نیکـــــــــــو د تــــــــورې زور دی
ورک به شي غلیم چې مـــخ یې توردی
سر به ترې قربان کـــــړم د بــــــــــدن سره
مینه مــــــــوږ لرو دخپـــــــــل وطن سره
دا وطن په مــــــوږ باندی ډیر ګران دی
دا زموږه خــــــــوږ افغانستــــــــــان دی

لوړ چې په هــــــوا کې یې بازان ګرځي
هلته په ځنـګلو کې یې زمریان ګرځي
جوړ په سردرو کې یې طوطیان ګرځي
مست یې بلبـــــــــــلان د باغ او بــڼ سره
مینــــــه مـــــــوږ لرو د خپل وطن سره
دا وطن په مــــــوږ باندی ډیر ګران دی
دا زمــــــــــوږه خـــــــوږ افغانستــان دی

دا وطن خوشحـال غوندې بچیان لري
دلتــــــــــه کې نازو انا لمسیــــــــان لري
لوی احمــد شاه ستر نوم په جهان لري
سـاتـو به یې شــــــــــــــــاړې د چمن سره
مینــــــــــه موږ لرو دخپـــل وطن سره
دا وطـــــن په موږ بانـدی ډیر ګران دی
دا زمـــــــوږه خوږ افغانستـــــــــــان دی

وګــــــــــــورئ هرات دی که لغمـــــــــــان
یا که ننـــــــــــــــګرهار دی که جــوزجان
پورته قــــــــطغن که بدخشــــــــــــــــــان
غرونه یې ښه ښــــــــکاري دمعدن سره
مینه موږ لرو دخپـــــــــــــل وطن سره
دا وطن په موږ بانــــــدی ډیر ګران دی
دا زمــــــــــــوږه خوږ افغانستـــــــان دی

وایي هریرود اوبــــه خـــــــــــــــوږې لري
سیند د ارغنـــــــــداب جګې څپې لري
ګوره د کنړ سینــــــــــــد څه نخرې لري
جـــــــــوړې ترې بیالې دی د سربن سره
مینه موږ لرو دخپـــــــــــــل وطن سره
دا وطن په مـــــــوږ باندی ډیر ګران دی
دا زمـــــــــــوږه خوږ افغانستـــــــــان دی

دا وطــــــن زمــــــــــوږه افتخــــــــــار دی
دې کې موعزمت دنیــــــــــــکه پلاردی
دا د افغـــاني کلتــــــــــــوریادګاردی
لاس په ګریبان ګرځــــــــوله دشمن سره
مینـه موږ لرو دخپـــــــــــــل وطن سره
دا وطن په موږ باندی ډیر ګـــــــران دی
دا زموږه خـــــــــــوږ افغانستــــــــان دی

-------------------------------

 

ستاسې د لا برياوؤ په هيله٠

په ډيره مينه

سميع الدين افغاني

 

 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information