سالک ته د فطرت شاعري
بېخي يوستوې او تکراري ښکاري. د نويو جذبو د پارولو له پاره يې
پيمانې ته لاس ورغزولی. خو ناويلې دې پاتې نه وي چې د نويو جذبو د
پارولو په تکل پيمانې ته په لاس ورغزولو له يوستويتوب او تکرار څخه
نه دی بې نيازه شوی. ځکه چې دی هم ځينې خواږه خوبونه بيا بيا لېدل
غواړي.
د سالک پنځونې کټ مټ د
ده به څېر دي- شور او ځوږ دی په کې- هياهو ده په کې- اپوټه اپوټه
خبرې دي په کې؛ لکه د شفقونو رنګ، د آبشارونو آهنګ، د پيمانو کړنګ،
د سترګو جنګ، د بنګړيو شرنګ، د خيالونو او فکرونو ګړنګ او تر دا
ټولو ورهاخوا د مولانا ملنګ چې دغه واړه وجودي او شهودی تجربې يې د
عاشقانه روح کرشمې دي؛ مثلا: «ستا خالق له تا بېل نه دی- ته خپل
عاشقانه روح جوړه کړې يې.»
سالک د تکوين له ټولو
عناصرو سره مينه لري: خاوره ده او که اوبه دي- اور دی او که باد.
ځکه خو په هر لوري د سير او سفر لېوال دی.
((د اوښکو موسک)) د
ښاغلي سالک ادبي ټوټې دي. هم په کې نوي نوزي شاعرانه خيالونه او
انځورونه شته او هم په کې ځينې فلسفي مفاهيم. البته، د اظهار انداز
يې د ټيګور د ګيت آنجلي پښتو ژباړې ته ورته دی- هغه چې مرحوم استاد
بېنوا ژباړلې ده. له دې کبله چې خليل جبران او رابندر نات ټيګور يې
د خوښې ليکوال دي نو ځينې نور اغېز يې هم ورباندې جوت دی.