اړيکې
کور
News
Poems
Music
بسم الله الرحمن الرحيم
ښکلا پکتياواله په ١٣٧٠ ل کال کې دپکتيا ولايت دزرمت په ولسوالۍ کې زيږيدلې ده . ښکلا له ١٣٨٦ کال څخه شعرونه وايي ، اودشعرونو يوه ټولګه يې چاپ ته چمتو ده ښکلا پکتياوالې رسمې زده کړي نه دي کړې ، پخپل کورکې دموجودو کتابونو او مجلو له مخې يې ليک لوست زده کړى دى ښکلا خاص استعداد لري .
داهم داغلې ښكلادشعر نمونه
ښکلا پکتياواله
غزل
مينه يمه ژوند يمه او زه يمه
ستا يمه ستا روح يم ستا نامه يمه
څوبه مې له ژوند امتحان اخلې
ووايه جانان چې دې نه يمه
ستا دليونۍ مينې په دښته کې
زړه يمه نا زړه يمه په څه يمه
مه راځه وجود ته مې د روح غوندې
جوړه لا د ژوند نوم يې ته
جوړه لا د ژوند غيږې ته نه يمه
لمريى ته رڼايې دژوند نوم يې ته
ستورى يم سپوږمۍ يم توره شپه يمه
::.