اديبه اديب دليكوالۍ ترڅنګ ښه رسامه هم ده. اغلې
اديب وايي شعرونه مې ډېرخوښېږي او په همدې خاطر دګڼ شمېر شاعرانو
ټولګې له ځانه سره لري. اغلې اديب لاهم په ښوونځي كې زده كوونكې
ده او له لومړي ټولګي تراوسه پورې چې نيږدې فارغېږي دخپلې ليسې
ممتازه زده كوونكې او تراوسه پورې په لومړې درجه مخته تللې دى.
اغلې اديب له ادبياتو او مطبوعاتو سره مينه لري،
دپښتوژبې تكړه ويانده ده او كله ناكله ځینې پروګرامونه هم پرمخ
بيايي. اغلې اديب اوس مهال شعر ليكلو ته هم مخه كړې دى.