اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

 کولن / جرمنی

22.05.2009

Monday June 01, 2009

د لروبرو پښتنو په روان ناورین پوهنیز (علمی) او څیړنیز سیمینار پریکړه لیک

 لکه څنګه چی ټولو ته څرګنده ده، د څو کالو راهیسی په هیواد کی روانه جګړه له پخوا څخه د یو جوړ شوی پلان له مخی د پښتون قوم لوی کور ته راټوله شوی ده.

پدغه تپل شوی جګړه کی د ډیورنډ کرښی دواړو غاړو ته پراته ولسونه هره ورځ وژل کیږی، اقتصادی  بنسټونه ئی ړنګیږی، ښوونیز او  روزنیز مرکزونه ئی  سوځول کیږی. ماشومان او ځوانان ئی له زده کړی پاتی کیږی او د انسانی ژوند د پرمختګ ټولی لاری ئی تړل کیږی.

 دغه ټولو ستونزو ته په پام  سره د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party-PSDP په کوربه توب ننی پوهنیز (علمی)  او څیړنیز سیمینار جوړ شوی دی .

پدغه سیمینار کی په بیلابیلو اروپائی هیوادونو کی میشت د لری او بری پښتونخوا ګڼو پوهانو او میلمنو ګډون کړی ؤ.

په سیمینار کی په لره او بره پښتونخوا کی د رواني جګړی په علتونو  او له هغی څخه د خلاصون په لاروچارو اوږده څیړنیز بحثونه وشول او په پای کی د سیمینار ټولو ګډونوالو په پوره اتفاق سره لاندینی  پریکړه لیک تصویب کړ:

 

۱. مونږ د افغانستان او پاکستان له حکومتونو او همدارنګه په سیمه کی د میشتو نړیوالو قوتونو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چی نور په سیمه کی د پښتون وژنی  او ولس وژنی څخه چی په هر نوم سرته رسیږی لاس واخلی.

د جګړی پر ځای دی د جګړی د ټولو خواوو سره د سولی او سیاسی تفاهم په یو ګډ سیاسی میکانیزم کار پیل شی.

۲.د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته  د پښتون قام څخه یو باصلاحیته قومی دودیزه جرګه راوبلل شی، تر څو په جګړه کی د ښکیلو خواو تر منځ د پخلاینی  او سیاسی  تفاهم لپاره لاره هواره کړی او ددی تر څنګ په خپله سیمه کی د موجوده ستونزو  د حل لپاره مناسبی لاری چاری ولټوی.

۳.د افغانستان او پاکستان په حکومتونو کی هغه سیاسی او جنګی ډلی چی تر اوسه پوری ئی په زرګونو  سیاسی  اوملی پښتانه  مشران او ولسی وګړی   په بیلابیلو نومونو وژلی بی عزته او سپک کړی دی  او د پښتنو او نړیوالو ځواکونو تر منځ ئی ددښمنئ فضا رامینځ ته کړی ده ،د حکومتی چارو څخه وویستل شی.

۴.په پښتنو کی له پخوا څخه موجودټولنیز او دودیز بنسټونه چی د ډیرو سیاسی او ټو لنیزو ناخوالو مخه ئی نیولی وه، او په وروستیو کلونو کی د بیلابیلو سیاسی او مذهبی  جنګی ډلو او حکومتونو له خوا زیانمن شوی دی، مونږ غوښتنه کوو چی دغه بنسټونه بیرته فعال او تقویه شی.

۵.زمونږ په اند د ډیورنډ د کرښی دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو اقتصادی بیرته پاتی والی څخه بیلابیلی جنګی ډلی د جګړی د دوام لپاره ګټه  اخلی .

مونږ غوښتنه کوو چی نړیوال  دسیمی او منطقی د  ثبات په خاطر په دغه منطقه کی   په اقتصادی پروژو پانګونه وکړی. همدارنګه نړیوالی مرستی پرته ددوهم لاس څخه نیغ په نیغه دغه  سیمو خلکو وګړو ته ورسیږی.  دلته ددی خبری ‌ذکر په ډاګه کوو چی نړیوال که په نزدی او یا لری راتلونکی کی پدغه سیمه کی سوله او ثبات راوستل غواړی نو په غیر د پښتنو د فعالی ونډی د اخستنی څخه ممکن ندی.

۶. زمونږ په اند نا پوهی  او بی سوادی بله لویه ستونزه ده چی پدغه سیمه کی تری جنګی ډلی سیاسی ګټه پورته کوی.

مونږ غوښتنه کوو چی د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته د یو ځانګړی پروګرام او پلان  مطابق  د ښونځیو او پوهنتونونو جوړول پیل شی.

۷.مونږ وینو چی د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته پراته ولسونه په پښتو ژبه د رسنیو (میډیا) د کموالی او جګړه مارو ډلو دپراخو تبلیغاتی پروګرامونو په نتیجه کی ډیر ځوانان په ناپوهئ او غیر شعوري ډول جګړه مارو ډلو سره یو ځای کیږی.

 مونږ غوښتنه کوو چی ددغه ولسونو ذهنیتونو  دروښانه کولو لپاره ددوئ په مورنئ ژبه (پښتو) راډیوئی، تلویزونې او لیکلی رسنیو ساحه پراخه شی.

۸.مونږ د ټولو جنګی ډلو څخه په کلکه غوښتنه کوو چی د ښونځیو او ښوونیزومرکزونه سوزول او ورانول او همدارنګه د ټولګټو پروژو د بندولو څخه لاس واخلی . هره ډله چی دغه کار په هرنوم کوی ، مونږ ئی د هیواد او پښتون ملت دښمنان بولو.

په درناوی

دا پریګړه لیک په بیلابیلو نړیوالو ژبو ژباړل کیږی.  ټولو رسنیو، دملګرو ملتونو سازمان، دناټو مرکز ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو څانګو ته لیږل کیږی.     

  

 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information