دمسجدپه کنج کي ناست مرجان چي
دودودا کا په وهلو سخت خفه شوو ناڅاپه راجګ شواوچيغه ئي کړه چي مه
ئي وهه ظالمه څه ګناه ئي کړيده رامنډه ئي کړه چي ودوداکا دوهلو څخه
خلاص کړي ٠ پديوخت کي ملاصاحب په ژوولي اواز سره وويل دامنافق
لمانځه ته نا وخته راځي مرجان ئي ښوده ملک
صاحب امروکړو وئي وهي دخان بابا مشر ځوي رامنډه کړه او وئي ويل
ماته ئي پريږدي٠ سمدلاسه دکلي بي غيرتو غوړه مالو زړو او
ځوانانوهريو ه په نوبت سره په مرجان بيچاره غورځنګ کړواوهغه ئي ښه
ډير دصاحبانو دخوشحالولودپاره ووهلو او وروسته ئي داواړه بيچاره
ګان يعني ودوداکا اومرجان دغلو په ځاي دمسجد دپايو پوري وتړل ٠
دمرجان نيکه چي سبا خبرشوو ډير ئي زړه خفه شوو اوپه ريږديدلي
اوازئي غږ وکړو هغه زما امسا راکړي امسائي ورته راوړه اوڅپلي ئي
پښوکړي اوپه ساړه اوسلي ئي وويل خدايه دظالم دظلمه امان راکړي دکلي
څلوريا پنځه سپين ږيري ئي راټول کړه دخان
بابا کورته لاړل چي ملک صاحب هم دخان بابا په ديره کي ناست دي ٠
دمرجان نيکه سلام پري واچوه سلام
ته ئي وعليکم السلام وويل مګر ستړي مه شي ئي ډيره بي خونده وه داسي
نه وه لکه دپښتون کورته
چي څوک راشي اوپښتون
ورته په پراخه تنډه ستړي مه شي ووائي دچاي ډوډي او چلم دراوړلو
کوشش وکړي ٠
دمرجان نيکه وويل ملک
صاحب ښه ده چي ته هم
دلته ئي مونږه راغلي يو چه ودود اومرجان راخوشي
کړي نوربه داسي بي
احترامي نکوي٠
ملک صاحب دسترګولاندي خان باباته وکتل اوخان
بابا په ډير کبر اوغرور سره وويل چي نه داسپين سترګي بايد پوه شي اودوي
ته بايد ښه جزا ورکړو نه ئي خوشي کوم ٠
دمرجان نيکه او نورو سپن ږيرو ډيري زاري وکړي مګر
خان بابا ئي کله مني دمرجان
نيکه ډير خفه شوو
اوپه سترګو کي ئي دنا اميدي اوښکي راغلي خداي حاضر دي چي څورڼي
اوښکي ئي په مخ راپريوتي خپله ځواني اوهغه تير وختونه ئي رايادشوه
٠ سترګي ئي پاکي کړي او وئي ويل مرجان غل نه دي پوډري چرسي او
تارياکي نه دي خپل
مکتب ته ځي اوخپل سبقونه وائي تاسو
ولي دومره ظلم کوي ٠
ملک صاحب چي دکنترول څخه ووتو نوپه لوړ اواز اوقهر ئي وويل مکتب ته
ځي چي دومره سپين سترګي ده که مکتب ئي نه وي ويلي نودمشرانو په
کاربه ئي کار نلرلو٠
دمرجان نيکه هم غم نيولي وه اوپه بي صبري سره ئي وويل مکتب ئي ويلي
دي چي دظالم اومظلوم فرق کوي دعدالت اوبي عدالتي فرق کوي دښواو بدو
فرق کوي که نه هغه به
هم اوس ستا په شان ظالم قاچاقبر
اودسيسه ګروه ٠
خپله امسا ئي راواخيسته اوخپلو سين ږيروته ئي وويل راځي چي ځوو٠
که ودود اومرجان راخوشي نه شول زه به ئي دوي سره معلومه کړم
٠ يو ساعت نه وه تيرشوي چي صاحبان سره
په خپلوکي غوږ په غوږ شوه او خپلي ټولي غلاوي، دسيسي،ظلم،
اوجنايتونه چي کړي وه راپه زړه ئي کړه اوپه زړونوئي سوړبادراوالوت
اوکړي اعمال ئي په يادشوه ودود اومرجان ئي دواړه راخوشي کړه که
دمرجان نيکه همت نه