اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 
ښاغلي ميامحمد حسين خيل

 

Sunday February 07, 2010
بيخ دي ووځه 

په مونږ کي رواج دي چي څوک په چا په قهرشي نوډيره بده ښکنځله داده چي ورته وائي  بيخ دي ووځه ٠ يعني ستاا ولا دونه دي پاتي نه شي اوستا نوم دي ختم شي  خلاصه چي ميراث شي
٠ پاکستان اوس غواړي چي افغانستان ميراث کړي زمونږ غټ او واړه پدي پوهيږي  چي داسره اورونه  دا مرګونه  داخرابي  دابدي بدي دښمني دسمتونوژبواو قومو نو په منځ کي دادپاکستان اوايران تربيه ده داچي افغانان په کوم اور سوځيږي  دا اور پاکستان بل کړي پکي ورته وهي اوتازه کوي  ديوي ډلي دختمولو دپاره بله ډله زيږوي  اوجنګ  زمونږپه وطن کي دوامدارساتي ٠ داچي ملکيان ئي تربيه کړي افغانستان ئي پري کنډ واله کړو اوپه ميلونو افغانان شهيدان شول ٠ که نظاميان تربيه کړي زمونږ بيخ به وباسي  او افغا نستان به په دومره تاريخي شهامت سره سره دځمکي په مخ پاتي نه شي ٠
بله خبره داده کرزي صاحب اوټول افغانان پو هيږي چي په افغانستان کي اور پاکستان بل کړي دي ٠ وسه ئي نه رسيږي څه وکړي ؟
زه حيران امريکا اودناټو تړون  غړوته يم چي شيرين اولادونه ئي قرباني شول دوي نه پوهيږي چي دا څوک وژني  دا خلک دکومه ځايه راځي اودومره امکانات دي خلکوته څوک برابروي ولي ددي خلکو سرچيني نه وچوي ولي ئي ريښي نه باسي  ؟ که دوي نه پوهيږي  ډير بي عقل دي اوکه پو هيږي او اقدام نکوي دخپلو او لا دو نو او افغانانوسره جفاکوي
امريکا مارته په نستو ڼي کي ځاي ورکړي دي چي کله به غټ ډز ور کړي دا مار پاکستان دي  دونيا وال دي زما دخبري شاهد وي ٠خپلي خبري ته راځم چي کرزي صاحب دخداي اود خداي درسول په خاطر  تاته دپاکستان نيت معلوم دي چي خپل شيرين اولاد په پاکستانيو تر بيه نه کړي  دخپل وطن اينده په پاکستان خرابه نکړي پاکستان غواړي زمونږ شريف منصبداران  په اينده کي يود بل سره وجنګوي  اومونږ يوځل بيا دکورني جګړي قربا ني کړي
داوه زما نظر                                  
                                    

وسلام


ميامحمد بشر يار
 

 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information