|
|
| |
بسم الله الرحمن
الرحيم |
|
|
ښاغلي ميامحمد حسين خيل |
Sunday February 07, 2010 |
|
بزنه به مر که جو لغمان ميرسد |
|
مونږ بايدانتظار وباسو چي څه وخت
خارجيان مونږته مامورين روزي اوبيائي په کار ګماري ترهغي پوري که
هرڅه وي وي به٠
ايا په افغا نستان کي پاک دکار خلک نه شته ؟
ولي نه دګوتو دسره غمي په شان ځليدلي سوچه اودسرو زرو په شان پاک
خک ډيردي چي وطن خلکو اوبيت المال ته وفادار دي ښه احساس لري
رشوت نه اخلي قاچاقبر نه دي خلاصه چي مفسدين نه دي ولي ئي حکومت نه
استخداموي ؟
ځکه چي پاک دي او خپل وطن ته خدمت کوي نه دبهرنيانو نه دوطن
دننه واکدارانو اونه هم دځينو متعصبو کړيو خوښيږي ٠ ځکه هغوي يواځي
دوطن په ګټه کارکوي
ا وددي پورته کړيو ګټوته وفادار نه دي دقانون تطبيقول غواړي نه
دشخصي فرمايشونو
تطبيقول ملي يو الي غواړي دسمتي
ژبني او نورو تعصبونو کلک مخالف دي٠
که کرزي صاحب غواړي چي افغانستان جوړ کړي داسي خلک دي راپيدا کړي
اوکارونه دي ورکړي اودکار نتيجي دي وغواړي تعقيب دي کړي چي دوي
څه کوي ؟
چي ښکاره مثال ئي اتمر صاحب دي چي په صداقت او ايمانداري ئي ټول
افغانان فخر کوي اوکه کرزي صاحب نه غواړي ګرځي دي ٠ پنځه ورځي به
دده هم تيري شي او تاريخ به ئي بيا بيان کوي دتاريخ توري کندي ته
ډير لويدلي يو به ئي دي هم وي٠
چا الوتکي خرڅي کړي چاموزيمونه خرڅ کړه چا زمونږملي افتخارات پر
ديو ته ور کړه چا کابل په کنډ واله بدل کړو چاډله ايزي وژني وکړي
چا ژوندي انسانان وسوځول اوداسي نور ډير زيات چاي پوښتنه ونکړه
چا چي ډيرمکتبونه سوځولي هغه اوس دټولونه لوړ ناست دي خاين اوصادق
معلوم نه دي ٠ حساب او کتاب نه شته ٠ منډي دي چور دي چپاول دي
داورځ بيا نه راځي فقط راټولوي ئي او جيب ته ئي اچوي ٠ زور ئي
دکرزي صاحب څخه وځي هرچيري اوپه هرمجلس کي به ستاسو رشوت خورو په
سر کرزي صاحب ته خبري کيږي رشوت تاسي خوري غلا تاسو کوي او جواب
ئي کرزي بيچاره ورکوي ٠
يوه لنډي دي وائي
زه چي دا ټيټ ځمکي ته ګورم زه دبي ننګو يا راني ټيټ
سترګي کړمه
وسلام
ميا محمد بشريار
|
|
|
|
|
|