اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلی جلال آشنا

Friday July 03, 2009

دنرخ ولسي خلك دزړه وينې خوري

نن دافغانستان په مظلوموخلكوخداى (ج) راوستې ده اوله هرې خواكړېږي ، وژل كېږي اوبنديانېږي اوهغه دچاخبره ټوله نړۍ ورته يوې خواته شوې ده اودغه خوارخلك يې ترخپلې كابواو اسارت لاندې راوستلي دي .ترخپلې وسې پورې پردې خلكوملنډې وهي سپكوي يې اودكوچيانوديوې مستې رمې په څېريې هرې خواته ځغلوي .

اوسمهال كه ديوشمېرولاياتوامنيتي حالت داندېښنې وړدي نه يوازې ورانكارې ډلې دعامواو ولسي خلكوپه وژلو،ځورلواوكړولوكې لوى لاس لري بلكې پخپله امنيتي ارګانونوڅخه هم دغه مظلوم اوبې وسه خلك ترخپلې پوزې پورې راغلي دي .كه له يوې خوادغه بې وسه خلك دطالب له نومه په زړه كې وېره احساسوي له بلې خوايې دملي اردواوشين سترګوامريكايانوله ناسم چلندڅخه دزړه درزاډېرېږي .ځكه هغوى يې هم ترخپلې وسې پورې ځوروي اوكړوي .

سږكال ، چې دميدان وردګوولايت دنرخ په ولسوالۍ كې واوروخپله لمن ټوله كړې اوپسرلى شوى دى دولسي خلكوژوندله بدبختۍ سره مخامخ شوى دى او ورځ تربلې يې دژوندچارې له ستونزوسره مخامخ كېږي ځكه له يوې خواطالبان دكورونو،ښوونځيو،مسجدونواولويولاروته څېرمه ماينونه ښخوي اوكله ،چې پرملي اردوياامريكايي پوځونووچوي له يوې خواپكې دنيږدې شاوخواخلكوغوښې ورسره آسمان ته پورته شي اوترهغې وروسته بيادهمدې پوځونو وارشي اوپه همدې ولسي خلكوهغه څه كوي ، چې ترخپلې وسې يې پوره وي ، وهي اوټكوي يې اوځينې يې له ځان سره بيايي ، چې تراوسه پورې يې څرك نه دى لګېدلى او ورك دي .

دپوځيانوترتللو وروسته بيادغرونودخلكووارشي اوهغوى هم په خپل وارسره پردې مظلوموخلكوهغه ظلمونه كوي ، چې په انسانيت كې يې ځاى نه موندل كېږي .هغوى يې په دې بهانه وهي اوټكوي ،چې ولې تاسې زمونږښخ شوي ماينونه امريكايي پوځيانوته په ګوته كوئ او ولې تاسې هغه راسپړۍ اوهمدارنګه ولې تاسې پخپلوكليواو ولسونوكې سلااومشورې كوئ ، چې طالبان خپلوكارونوته نه پرېږدواوپه هرډول چې شونې وي مخه يې نيسو.

زه فكركوم اوسمهال ګوته يوازې دولتي امنيتي ځواكونوته نيول كېږي ځكه پخپله ځان قانوني ګڼي اودولسي خلكوساتونكي ياخدمتګاران ځان ته وايي هغوى ددې پرځاى ، چې ولسي خلكوته دطالبانوخطاب وكړي اويايې په يواوبل نوم وځوروي بايدورسره سم چلند وكړي ترڅودهغوى زړه په لاس راوړي اوله بلې خوابه يې خپله ايماني او وجداني دنده ترسره كړې وي .

كه وپوښتل شي ،چې آيادملي اردوسرتېروله ولسي خلكوسره څه ناسم چلندكړى دى؟ بايدوويل شي ، چې يومهال دنرخ ولسوالۍ په توكرك نومې سيمه كې ورانكارودسړك پرغاړه ماينونه ښخ كړل پرهغوى هم وچاودېدل ترهغې وروسته دملي اردوپوځيانودسيمې ټول بزګران ، مزدوران ،شپانه او.....چې شمېريې كابو ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ كسانوپورې وه ټول راټول كړل ويې وهل اودشپې تر۱۲ بجوپورې يې له ځان سره په غره كې ايساركړي وه ،چې تروهلوټكولواوسپكولو وروسته يې پرېښودل .

 

دلته پوښتنه داده ، چې آې دولته ددې مظْلوموولسي اوبېچاره خلكوګناه څه وه ؟؟؟؟

 

تردې وروسته دطالبانووارشوهغوى هم سهارلمانځه مهال دسړك پرغاړه لاره نيولې وه تورې جالۍ يې اغوستې وې اونه پېژندل كېدل ،چې څوك اودكومې خاورې دي اوهغه خلك ،چې كابل ياميدان ښارته دخپلودندواويانوروكارونولپاره تلل درول يې يوځل يې پرې سترګې اولاسونه تړل اوبيايې پرې دكنداغونوباران جوړاوه اوترهغويې وهل ،چې وسه كېده ځكه دهغوى په وينادغه ولسي خلك له ملي اردواوامريكايانوسره ترخپلې وسې پورې مرسته كوي. په وارسره هركس له موټرنه ښكته كېده وهل كېده اوبياهغه موټرته اجازه وركول كېده اوپه وارسره دبل موټرخلك راكوزېدل په همدې ترتيب خپل نوبت تېراوه ماهم دغه نوبت دلومړي ځل لپاره تېركړل اويوڅودرانده كونداغونه مې په شاوخوړل. دخپلې ګناه دپوښتل كېدوجرئت له چاسره نه وه.

 

په دې ځاى كې له طالبانو ورونوپوښتنه كېږي ، چې ددغوبدبخته اوخواروكوخلكودوهل كېدولامل څه وه اوڅه ګناه يې كړې وه ؟؟؟؟؟؟

 

يانې دغه بېچاره اومظلوم خلك له دواړوخواووڅخه ځورول كېږي . كوم لورى قانوني ده اوكوم لوري ته سړى خپله عريضه وړاندې كړي اودخبروخلك كوم دي ؟؟؟؟؟

 

له طالبانوسره خبرې اوهغوى ته قناعت وركول داخو؟؟؟؟؟

 

دغه رازدېته ورته بل ظلم داده ، چې كله دهغې سيمې خلك ،محصلين ،مامورين او.... سهاروختي دكابل په لور راځي دملي اردواوامريكايي پوځيان يې سخت ځوروي اوهېڅ انساني چلندنه ورسره كوي كه څه هم دهغې سيمې څومره درانده ،سپين ږيري اودعزت وړمشران خلك وي خوهغوى ته ديوه توت ارزښت هم نه لري اوله انسانيته لرې چلندورسره كېږي .

دتېرې شنبې په ورځ له دغوپوځونوسره دتالاشۍ پرمهال مخامخ شوله سهار۵ بجوڅخه آن دغرمې ۱۲ بجوپورې په دې هيله دټولولويودرودموټروپه اوږده كاروان كې ولاړوو،چې ښايي ترغرمې وروسته موپرېږدي خوبيايې هم پرې نښودواوناهيلي بېرته خپلوكورونوته ستانه شوو.

تاسې څه فكركوئ ،چې كه په دې لوى كاروان كې كه يوډېرعاجل اودمرګ خولې ته نيږدې ناروغ موجودوي دهغه به برخليك څه ډول شي آيامړبه شي اوكه به بياهم ژوندى پاتې شي دغه رازدېته ورته نوروخلكوهم اړين كارونه درلودل خوپه هېڅ ډول ورته اجازه ورنه كړل شوه .

 

زمونږغوښتنه له دواړولوروڅخه داده ،چې دخداى (ج) په خاطرملكي او ولسي غريب خلك مه ځوروئ دهغوى عزت ته پام وكړئ اوديوبې طرفه لوري په څېريې درناوى وساتئ . دا،چې داخبره څوك مني اوپه چاښه اغېزكوي څرګنده خبره ده ،چې طالبان سرزوري خلك دي اوخپله مني اوبس. دلته يوازې دولتي چارواكوته مخ اوړي اوغوښتنه ترې كېږي ، چې دولسي خلكو له ځورولوڅخه لاس واخلي .

جلال آشنا

كابل پوليتخنيك پوهنتو ن

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information