اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلي    عبدالرحمن فرقاني

Monday January 18, 2010

آيا په امريكا كى وژونكي او جنايتكارولسمشران شته !!؟  

نن په نړۍ كى د امريكا متحده ايالات ترټولو لوي قوت دي , له كال 1870م نه راپديخوا د امريكا ولسمشرانو او ټولنى ساينسي علوم ته لاس رسى او په هغه علومو كى دلوړتيا د لاسته راوړنه لپاره يو هراړخيزه پروگرام پيل كړ , او دا برتريت هغوي ته د نړيوالو جگړو څخه وروسته حاصل شو, په تيره بيا د دويم نړيوال جنگ څخه دا برتريت دير روښانه شو , په ساينسي علوم كى دامريكا برتريت د هغى د تكنالوژي او عسكري او اقتصادي پرمختګ بنسټ او بنياد دي , په كال 1950 م يوه مسلمان مؤرخ ددى مفكورى وضاحت كړي دي : چى د ساينس پوهانو له تخليقي صلاحيتونو څخه پرته د سرمايه دار سرمايه او د كار گر د مټ زور بي كاره دي

.
اوس مهال د امريكا ځواكونه دنړۍ په 132 هيوادونو كى ميشت دي , داسي پراخه غلبه تر نن پوري كوم قوم ته نده په برخه شوي , دنړي قيادت او مشري كوم قوم ته پرته له پياوړي كردار څخه نشي حاصليدلي , دبرلاسي قوم وګړي د نړۍ د پادشاهي دلوړه موخى په بنسټ په روزمره كارونو د نړۍ هر ګوټ چى غواړي تللي شي , دامريكا ملت ته دا لوړ مقام د تيرشويو دونيم سوه كالونو د ښه زيار په پايله كى د انعام په ډول وركړ شوي دي , د دى هيواد دستور چى په جمهوري او انساني اصلونو باندي ټينګار كوي ټولنه ته ټولنيز يوالى ورپه برخه كړي دي , او هغه چاپيريال ئي منځ ته كړي چى د انسانانو تخليقي صلاحيتونه پكى وده كولي شي , دا بنسټونه يوى نړۍ ته لارښونه كولي شي , خو نن په خپله د امريكا ولسمشرانو لدى بنسټونو سره خداي په اماني كړي ده .
د قومونو دعروج او زوال اړخ دالهي قانون په كړي كى يو عبرتناكه اړخ دي , اوس خوهرچاته په ډاګه ده چى د افغانستان بيوزله او وروسته پاتي ملت , روسان د هغه لړزونكي قوت او هيبت سره سره ماتي او بالآخره تيښتي ته اړ كړل , آيا د امريكا اوسني غلبه او تيرﺉ هم ورته انجام ته رسيدلي يا تر اوسه ورته مهلت وركړ شوي دي ؟ د دى ځواب به وخت وركړي , داسي ښكاري , څرنګه چى الله تعالى انسان كامل ندي پيدا كړي همدا رنګه كامل ملت هم ندي جوړشوي , په هر برلاسي قوم كى كومه نه كومه خامي يا كمزوري يا كومه نيمګړتيا خامخا وي , چى په تدريج دا قوم كمزورﺉ كوي او د هغه لوړ مقام څخه ئي راټيټوي چى ورته رسيدلﺉ دي , د امريكا تر ټولو لويه كمزوري دا ده , چى د عامه خلكو په ټولنيز ژوندانه باندي ئي لوئي لوئي كارخاني كامل تسلط لري , ديويد كاټن په خپل كتاب ( دي پوسټ كارپوريټ ورلډ ) كى ليكى :
د دوي په رګونو كى وينه نه بلكه پيسه تاويږي , لوئي كارخاني او كمپنۍ نه روح لري او نه هم وجدان , دا وينه چښونكي كارخاني د امريكا د عامه وګړو ويني زبيږي , دوي دبداخلاقۍ , بدينۍ , فساد په ذريعه د امريكا په عامه وګړو تسلط پيدا كړي او د دوي په ذريعه د ټولي نړۍ د ملتونو محكومولو لپاره په مسلسله توګه زيار باسي , او په تيرو 117 كالونو كى يوهم داسي كال نشته چى د امريكا پوځونه د لويو لويو كارخانو د ګټى لپاره د نړۍ نورو هيوادونو ته نوي استول شوي , نن د امريكا حكومت د لويو كارخانو او كمپنيو دڅيښتنو په ولكه كى دي , چى د دوي د مصلحت لپاره دسترو غير قانوني كارونو څخه مخ نه اړوي . وليم شائر ليكي : د وژلو د سزا څخه د ځان ساتلو لپاره د هتلر غوندي حكومت ته اړتيا نشته , دا كار په جمهوريت كى هم شوني دي , خو شرط دا دي , چى كانګرس او هغه خلك چى له كانګرس څخه نمايندګي كوي د دى كار اړوند مطلق بي پروا وي , د تيرو څو لسيزوڅخه راپديخوا دامريكا حكومت د داسي خلكو په لاس كى دي , چى د معتبرو څيړونكو دڅيړنى په اساس وژونكي او جنايتكاران دي , د نكسن او كسنجر نه نيولي تر رمزفيلډ او جورج بوش پوري ټول د دي څيړونكو مطابق ښه درواغ وئي يونكي دي , او هم ئي لاسونه په وينو سره دي , مثلاً كسنجر نه يوازي د ويتناميانو او لاطني امريكايانو وژونكى دي بلكه د هغو امريكائي جنگياليو قاتل هم دي چى د ويتنام له جنګ څخه لاؤس ته تښتيدلي ؤ, خو هغه كم بختان هم د كسنجر په حكم د سي, آي , اى .د ځانګړي ګروپ له خوا ووژل شول .

په فرايئدي اسپيشل كى د مجاهد كامران ليكنه
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information