|
|
| |
بسم الله الرحمن
الرحيم |
|
|
ليكنه : عائض
القرني
ژباړه :
عبدالرحمن فرقاني |
Sunday February 07, 2010 |
|
نړۍ مه تهديدوي |
|
دير مسلمانان د نړۍ
سره د دښمني پاللو عجيب قدرت لري , د مثال په توگه په عربي
اواسلامي نړۍ كى د بعضو هيوادونو په سياسي خطاب كى دنړۍ لويو
هيوادونو ته ګواښ اوتهديد نغښتي وي , حال دا چى دا هيودادونه دومره
بيوزله اوناتوانه دي , چى خپل ملتونو ته ډوډۍ , پټرول ..... او د
خپلو ملتونو څخه د بيسوادۍ توره تياره نشي پورته كولي , چه موده
وړاندي د العربيه تلويزوني چنل څخه مي د يوه اصلاحي ايراني مفكر نه
واوريدل چى دخپل هيواد دنظام په هكله ئي په تمسخر آميزه ډول ؤ ويل
: نه پوهيږم چى دا زموږد مرګ ويلو لست به چيرته پاي ته ورسيږي ؟
زموږ نظام دمرگ ويلو پيل د امريكا څخه وكړ , بيا ئي پر اسرائيل
باندي مرګ ويل اضافه كړل , بيا ئي په بريتانيا باندي شك پيدا شو او
پربريتانيا باندي مرګ شعار پورته كړ , او كله چى د فرانسيه يوى
ورځپاڼى د ايران د مظاهراتو رپوټونه خپاره كړل نو ئي په فرانسه
باندي مرګ ووي , اوكه روسيه د ايران په هكله دبنديزونو اړوند د
ويتو حق استعمال نكړي نو د روسيه په ضد به مرګ وويل شي , او كيدي
شي چى نور هغه هيوادونه د مرګ په لست كى ورزيات شي چى دامريكا سره
ښى اړيكى لري , او په پاي كه به ووائي چى مرگ پرنړۍ .
آيا
دا عقلونه په ريښتيا د ځان احترام كوي پداسي حال كى چى دوي داسلام
شعار پورته كوي , او اسلام انسان دى ته رابولي تر څو دښمن په ملګري
او دوست واړوي , قال
تعالى: « ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ
وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ»، وقال تعالى: «عَسَى
اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ
مِنْهُمْ مَوَدَّةً»
او بعضي امامان په تلويزوني چنلونو كى دعا كوي : يا الله (ج)
بهودان اوهغه څوك چى ورسره يهوديت كوي هلاك كړي , يا لله(ج) نصارا
اوهغه څوك چى ورسره نصرانيت غوره ګڼي هلاك كړي , يا الله (ج) مجوس
او هغه څوك چى ورسره مجوسيت كوي هلاك كړي , يا الله (ج) بودايان او
هغه څوك چى ورسره بودايت غوره ګڼي هلاك كړي , يا الله (ج) چينايا ن
او هغه څوك چى ورسره چينايتوب پالي هلاك كړي او د دعا كړۍ دومره
تنګه شي چى هيڅوك ورنه پاتي نشي پرته د دى د كوڅي له خلكو څخه
اوبعضي امامان خو داسي دعا پورته كوي چى د الله تعالى څخه دلوديځ
داقتصاد نړيدل غواړي او د وبا او مرضونو مسلطيدل ورباندي غواړي موږ
بايد پوه شو چى د دوي او زموږ اقتصاد ګډ دي او مرضونه موږ ته هم
رسيدلي شي , ځكه چى موږ ټول په يوه نړۍ كى ژوند كوو .
او
بعضي خو دعا دومره عامه كړي , چى ټول كفار پكښي شامل كړي , كه هغه
تجاوزګر وي اوكه بي ګناه , سره لدي چى هغه چا چى ټليفون جوړكړئ دي
, هغه چا چى ميكرافون په جوماتونو كى جوړ كړئ , هغه چا چى د انترنت
سيستم جوړكړئ , هغه چا چى بريښنا جوړه كړى ده , هغه چا چى الوتكه
جوړه كړى ده , او هغه چا چى................ او په خپلو دفترونو كى
په خپلو علمي څيړنو بوخت دي ټول كفار دي , او موږ لا تراوسه دغفلت
وخت تيرو , ولي زموږ بعضي خلك دنړۍ سره دښمني ته تيار دي او دګواښ
اوتهديد شعارونه پورته كوي , او د آبادي نړي نړيدو ته دعا ګاني كوي
؟ , آيا دا داسلام تګلاره ده ؟ آيا دا د دين منطق دي ؟ آيا دا د
عقل سره سمون لري ؟ او كه دا په ريښتيا حماقت دئ ؟ اوكه دا اصلي بي
عقلي ده ؟ موږ دى ته اړتيا لرو تر څو نړۍ ته اطمئينان وروبښوو , او
خپل ملګري او دوستان دير كړو او د ټكر او تصادم مخنيوي وكړو , ځكه
چى زموږ رسالت نړيوال رسالت دي , هغه رسالت چى پكښي رحمت , امن او
سلام دي , قال
تعالى: «وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ»
.
او بعضي چى په خپلو
بيوزله اوبي واكه ملتونو كي بيانه وركوي , نو عسكري دريشي به
واغوندي , او داتلوالي نښانونه په ټټر باندي ټينګ كړي , او
داستقلال تاج به ئي په سر وي , حال دا چى په هيڅ يوه نظامي جگړه كى
به بريالي شوي نوي , اوخپل هيواد به ئي تر استعمار لاندي راوستي وي
, او د اورڅخه ډكه بيانيه به وركړي , دنړۍ هيوادونو ته به د اور او
بربادۍ ګواښونه وركړي او په خپل هيواد باندي به ئي بيوزلي اوفقر
مسلط وي , هيڅ راز برئ به ئي نوي ليدلي , او په دنيا اوآخرت به
شرميدلي وي .
اى
مسلمانانو : ليكوالانو , علماوو , سياست پوهان , خطيبانو , .....نړۍ
ته عاقل ,راشد او مسؤل خطاب وړاندي كړئ هغه خطاب چى بشر ته د رحمت
شفقت نرم كردار څخه ډك وي , او دا بيځايه شعارونه او وهمي لاسته
راوړني او ناكامي څخه پاك وي , نور دا راز چلند بس دي دا يوازي د
رواني مريضانو سره مناسب چلند دئ , زموږ شريعت د غير مسلمينو سره
په رحمت او نرم چلند ټينګار كوي كه چيري دوي زموږ سره جنگ نكوي , «لَا
يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي
الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ
وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ»
خو بعضي د موږ څخه
د خپل حماقت په پايله كى مسالمى نړۍ ته ګواښ متوجه كوي حال دا چى
دوي په خپله خاوره كى له مسالمت آميزه ډول ژوند كولو څخه عاجز وي
|
|
|
|
|
|