اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلي    عبدالرحمن فرقاني

Saturday March 06, 2010

داسلامي امت پرضد د لويديځ صليبي جنګ

( تير  ، اوس او راتلونکی ) 

په  اسلامي نړۍ کې د صليبي جنګ اصطلاح ديره استعماليږي ، خو دمسلمانانو اکثريت نه پوهيږي چې صليبي جنګ ولي ، او څه ډول پيل شو ؟ دا د ۱۰۹۵م کال پيښه ده ، د هغه وخت پاپ اربن دويم يوه بيانيه ورکړلۀ ، او په بيانيه کې يې وويل : اسلام يو شيطاني مذهب دي ، او د دې مذهب پيروان د يو شيطاني مذهب پيروان دي . ده داوه وکړه ، چې ګواکي دى مكلف شوى دى يا په بل عبارت ده ته تلقين شوي ، چه داسلام د فنا او له منځه وړلو لپاره کوښښ وکړي . ده د اوروپا ټولو قومونو او هيوادونو ته تر يو بيرغ لاندي د راټوليدواو يو ځاي کيدو بلنه ورکړله ، په عيسوي نړۍ کې د پاپ اهميت او مقام خورا بنيادي او ارزښتناکه دي ، لدې کبله دپاپ اربن ډويم په بلنه دلويديځ ټول هيوادونه او قومونه تر يو بيرغ لاندي راټول شول ، او په کال ۱۰۹۹ م کې يې صليبي جنګونه پيل کړل ، دغو جنګونو تقريبا دوه سوه کاله ادامه پيدا کړه ، د جنګونو په لومړۍ مرحله کې صليبي وحشيانو په بيت المقدس کې په زرهاو مسلمانان قتل عام کړل ، مؤرخينو ليکي دي چې د بيت المقدس په کوڅو کې دومره وينې بيدلې وي چې د آسانو تګ راتګ پکې ستونزمن ؤ .

      پدې يلغار کې بيت المقدس دمسلمانانو لومړۍ قبله دمسلمانانو له لاسه و ؤت ، او ورسته له دوه سوه کلونو څخه سلطان صلاح الدين ايوبي وکولي شول چې له صليبيانو نه بيت المقدس بيرته آزاد کړي ، او صليبيان بيرته دخپلواصلي هيوادونو تر پولو پوری پر شا کړي .

لدې حقايقو څخه دوې خبرې څرګنديږي :

      يوه دا خبره چې د صليبي جنګونو پيل اوروپايانو کړي ؤ . بله دا چې د صليبي جنګونو بنيادي او اصلي هدف اسلام ته سپکاوی او توهين ؤ ، او داسلام پر ضد د لويديځوالو نفرت او کينه راپارول ؤ . صليبي جنګونو نه يوازي پر مسلمانانو ناوړه اثر پريښود ، بلکه پر لويديځوالو باندي يې هم دومره ناوړه اثر مرتب کړ، چې تر اوس مهاله پوري دصليبي جنګونوله ناوړه نفسياتي حالت څخه نشي وتلي .

      که  څه هم اوروپايانو دا داوه کوله ، چه دغه  استعماري مرحله يې د دې لپاره پيل  کړي ده، تر څو داوروپا دصنعتي انقلاب توليداتو ته بازار ومومي  ، خو د دې يلغار تر شا داوروپا د وحشي قومونو تهذيبول بنيادي هدف ؤ ،  داوروپا داستعمار د نوي پړاو د پيل سره سره په اوروپا کې د مستشرقينو يوه ډله پيدا شوه ، چې اسلام او رسول الله صلی عليه وسلم ته يې د توهين او سپکاوي يوه داسي سلسله پيل کړله ، چې ريښي يې د صليبي جنګونو د نفسياتي حالت سره نښتي وې، خو اسلام او رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته په دغه نوی د سپکاوي او توهين سلسله کې څه نور اړخونه هم نغښتي ؤو .

      که  يوه لوری ته داوروپا پوځي تسلط د لوديځ او اسلامي نړۍ سياسي اړيکي څرګندوي ، خو بل لوري ته د مستشرقينو اسلام دښمني د لويديځ هغه پټ اهداف بربنډوي چه غوښتل يې د مذهبي ، تهذيبي ، تاريخي او فکري  اړيکو له لارې يې داسلامي امت نه تر لاسه کړي . دا کيدي شي يو تاريخي تصادف وي چې د صليبي جنګونو سلسله هم تقريبا دوه سوه کاله جاري وه ، او د اوروپا استعماری مرحلې هم دوه سوه کاله دوام وکړ ، اوس که څه هم داوروپا استعماري دور پائ ته رسيدلی دئ ، خو له اسلام سره دلويديځ د دښمنۍ تسلسل په خپل حال پاتې دئ .

      د۱۱سپتمبر له پيښو وروسته دا حقيقت نور هم روښانه شو ، د امريکا پخواني مشر جورج بوش د۱۱ سپتمبر له پيښو وروسته ملت ته په خپل خطاب کې د ترورزم پر ضد خپل جنګ ته د صليبي جنګ نوم ورکړ ، په اسلامي نړۍ کې د دې نوم اړوند لويه هنګامه پورته شوه ، نو وويل شول : چې د صليبي جنګ اصطلاح محض د ژبې د ښويدو له امله استعمال شوي ده ، د يادونې وړ ده چې د لويديځ لوي نفسياتي ماهر (فرائيډ ) د ژبې د ښويدلود موضوع اړوند يوه ليکنه کړي ده ، او دا يې ثابته کړي ده چې د خبرو په وخت کې د ژبې ښويدل محض تصادف ندي ، بلکه د دې تر شا يو نفسياتي او احساساتي علت او لامل وي ، نو دا راز د بوش دژبې ښويدل هم صرف تصادف نه ؤ ،  بلکه تر شا يې څه فکري او عقيدوي سبب او هڅوب وجود درلود ، او دا مسأله يوازي تر بوش پوري محدوده پاتي نشوه ، دبوش له وينا څخه وروسته دايټاليا صدراعظم برلسکوني په يوه خبري ناسته کې خبرنګارانو ته دخبرو په ترڅ کې وويل :

      د لويديځ تهذيب تر اسلامي تهذيب غوره تهذيب دي ، او څرنګه يې چې کمونزم ته ماتي ورکړ دا راز به اسلامي تهذيب هم شکست ورکړي . که د اسلامي امت کوم ترجمان يا وياند هلته وي ، نو دايټاليا له صدر اعظم څخه به يې پوښتنه کړي وه ، چې تاسو خو د ترورزم پر ضد دجنګ نعره پورته کوي ، نو دا داسلامي تهذيب او لويديځ د تهذيب دې پرتلې خيال او يا د لويديځ د تهذيب د لوړتيا خيال له کومه ځايه پيدا شو ؟ خو څرنګه چې د اسلامي نړۍ وياند هلته موجود نه ؤ نو د ايټاليا صدر اعظم خپل ما في الضمير بيان کړل .

      د جورج بوش د حکومت لوي څارنوال جنرال ايش کرافټ په واشنګټن کې يوې ناستې ته په خپل خطاب کې وويل : چې په عيسويت کې د الله تعالی اړوند تصور تر هغه تصور غوره دي کوم چې په اسلام کې د الله تعالی اړوند موجود دي ، ځکه چې د عيسويت خداي د انسانيت د نجات لپاره خپل زوي حضرت عيسی عليه السلام قربان کړ، چيرته چې د اسلام خداي د خپلې سر لوړۍ داظهار لپاره د خپلو پيروان څخه د شهادت په شکل کې قرباني غواړي ، که د مسلمانانو نماينده هلته وي ، نو د ايش کرافټ څخه به يې پوښتنه کړئ وئ ، چې تاسو د ترورزم سره په جګړه کې داسلام اوعيسويت د خدايانوتر منځ پرتلې ته څنګه و ؤتي ؟ آخر ستاسو حقيقت څه دي ؟ خو د مسلمانانو هيڅ نماينده نشته ، د دې لپاره دي ايش کرافټ وينا په فضا کې خوره شوه او تحليل شوه ، خو لدې وروسته هغه ننګينه پيښه را منځ ته شوه چې کله نا کله پيښيږي ، هغه دا چې د لوديځ دصليبي جنګ نفسياتي حالت د پاپ په سطحه يو ځل بيا راوپاريدۀ .

      لدې ځايه داسي صورتحال را برسيره شو ،  چې پاپ بني ډکټ په څورلسمه پيړۍ کې ديوه عيسوي پادشاه د وينا په پلمه د اسلام او رسول الله صلی الله عليه وسلم سپکاوی وکړ ، او په اسلام او رسول الله (ص) باندي يې ناوړه حمله وکړله ، د پاپ بيان دومره مهم او لوي و ، چې نه يوازي د قومي او سيميز جنګ لامل کيدي شوي ، بلکه دنړيوالې جګړې امکان هم پکې نغښتی و ، خو افسوس چې په اسلامي امت کې د اسلام او رسول الله صلی الله عليه وسلم دحق ادا کونکي هيڅ څوک هم نه ؤو ، دا ډول د اوروپا سر غټ شو او د بني ډکټ د واقعه نه ورسته درسول الله صلی الله عليه وسلم دکارتون د رسمولو ننګينه واقعه رامنځ ته شوله ، او په لويديځ کې د ښځو د حجاب پر ضد قانون پاس شو ، او د مساجدو پر مينارو باندي بنديز ولګول شو ، د دې صورتحال په ليدو سره دا پوښتنه کيدي شي ، چې دکال ۱۰۹۵ م او کال ۲۰۱۰ م تر منځ څه توپير دي ؟ د دې پوښتنې ځواب دا دي چې هيڅ توپير نشته . هغه څه چې په کال ۱۰۹۵ م تر سره شول په اولسمه ، اتلسمه ، نولسمه پيړيو کې هم وشول ، او هغه څه چې پدې پيړيو کې وشول په شلمه پيړۍ کې هم امکان پذير شول ، او اوس په يوويشتمه پيړۍ کې د کال ۱۰۹۵ م د صليبي جنګونو نفسياتي حالت يو ځل بيا ژوندي شوي دي ، او د پام وړ خبره دا ده چې مسلمانان د تيرو وختونو په څير يوازي خپله دفاع کوي .

      خو  پوښتنه دا ده چې د ماضي او حال دا هولناکه  افسانه د مستقبل اړوند څه وايي ؟  د مستقبل حال الله تعالی ته معلوم  دي ، خو د اسلامي امت په هکله څو خبري بنيادي او ارزښتناکه دي ، لدې څخه يوه خبره دا ده ، چې اسلامي امت اوس د يو زر او ۶۰۰ مليونو انسانانو نړۍ ده ، دا تعداد به په کال ۲۰۲۵ م کې دوه زره مليونه او په کال ۲۰۵۰ م کې به ۳ زره مليونو ته ورسيږي ، دا ګڼ شمير وګړي د نړۍ په کوم ځانګړئ برخه کې پراته ندي ، بلکه په ټوله نړۍ کې په ريښتني توګه خواره دي ، او يو نړيوال حيثيت يې ځان ته غوره کړي دي ، او په راتلونکي زمانه کې به  دا ګڼ شمير وګړي د لويديځ او اسلامي امت مسير وټاکي .

      داسلامي امت په هکله دويمه مهمه خبره دا ده ، چې په اسلامي امت باندي مسلطه  حکمرانه طبقه د واقعاتو او حالاتو له کبله بي ګټي شوي ده ، او له کاره لودلي ده ، او دوي به د خپلو پخوانيو ناوړو اعمالو له کبله د قدرت له ماڼيو څخه وشړل شي ، دا يوه د مجهولو څيرو طبقه ده ، د دوې  ځاي به بله مجهول الهويه طبقه ؤ نه نيسي ، بلکه دا خلا به په هر ځاي کې څيره داره خلک ډکه کړي ، او د دوي د څيرو انځور به له  اسلامه څخه شوي وي .

      داسلامي امت اړوند دريم ارزښتناکه حقيقت  دا دي ، چې د افغاني جهاد له برکته  د نړۍ يوه ابر قدرت روسيې  ماته وخوړله ، اوس د دې جهاد د تسلسل له امله د وخت ابر قدرت امريکا هم شکست خوړلي دي ، صرف د دې شکست اعلان پاتي دي ، دغه اعلان به  دوه پايلې ولری ، يوه دا چې په اسلامي نړۍ کې به هغه انسانان ديرشي چې د ژوند په پرتله مرګ غوره ګڼي ، بله دا چې په اسلامي نړۍ کې به د موجوده وراسته حکومتونو د نړيدو سلسله پيل شي . 

      په  فرائيدی اسسپيشل کې د شاهنواز فاروقي ليکنه

  ژباړه  :عبدالرحمن فرقاني

 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information