|
|
| |
بسم الله الرحمن
الرحيم |
|
|
ښاغلي
عبدالرحمن فرقاني |
Sunday February 07, 2010 |
|
آيا لوديځ غواړي چى
تركيه د افغانستان كشاله اواره كړي ؟ |
|
كه د تركيى سياسي
خوزښت ته په نړيوال سياسي ډګر كى ځير شو , دا اټكل كولي شو, چه د
تركيى حكومت غواړي خپل سياسي رول او اهميت په ننني نړيوال كړكيچن
او له ستونزو ډك چاپيريال كى تثبيت كړي , څرنگه چه دعدالت
اوپرمختيا د ګوند سياست په حكومتداري كى داعتدال او توازون
غوښتونكى دي ,او سربيره په كورنيو ستونزو ئي دبهرنيو ستونزو اوارول
هم د خبرو اترو له لاري غوره وګڼل , د كورنيو ستونزو په اوارول كى
د عدالت اوپرمختيا ګوند د رجب طيب اردوگان په مشري وتوانيد هغه
ستونزي اوري كړي , چى د عدالت اوپرمختيا ګوند د سياسي خوزښت كړۍ ئي
تنگه كړي وه , هغه ستونزي چى د تركيه له پياوړي نظامي موسسى سره له
وړاندي لرلي تر ديره حده پوري پورته شوي , او د عدالت اوپرمختيا
اسلامي حزب وتوانيد, د تركيى په سياسي ډګر كى خپلى د سياسي خوزښت
كړۍ ته وسعت وركړي , او د هغو ټولنيزو كشالو په هكله بري ومومي چى
عسكري موسسه ئي په وړاندي خنډ وه .د مثال په توگه د ښځي د حجاب
ستونزه ............او دبهرنيو ستونزو په هكله چى د تركى دولت له
اوږدى مودي وسره لاس او گريوان و, د رجب طيب اردوگان حكومت وتوانيد
چى عسكري موسسه د خپل سياست تابع كړي , اوهغه ستونزه چى د ارمنستان
سره موجوده وه , تر ديره حده اواره كړي .
په
تركيه كى نظامي موسسه له يوى اوږدى مودي څخه په سياسي موسسه باندي
حاكمه وه , او له كومه ځايه چى د عدالت اوپرمختيا ګوند اود نظامي
موسسى تر منځ د حكومتداري په هكله ژور اختلاف و, نو نظامي موسسى
زيار كاوه چى دعدالت اوپرمختيا ګوند د تركيه د حكومت واږي په لاس
كى وانخلي , تر څو دين په سايست كى ورګډ نشي , څرنګه چى د تركيى
نظامي موسسه عقيده لري , لدي كبله په لومړي ځل حزب د سياسي قدرت
څخه چى د آزادو انتخاباتو په پايله كى ورته رسيدلي و, ګوښه شو , خو
تر كومه ځايه چى د عدالت اوپرمختيا ګوند سياستمدارانو په مسالمت
آميزه سياسي تګلاره ټينګار كاوه , خپلى مبارزى ته ادامه وركړله ,
تر څو يو ځل بيا د آزادو انتخاباتو په پايله كه حكومت ته ورسيدل ,
خو د حكومتداري په ترڅ كى ئي د عسكري موسسى پام او رأي هم ځانته تر
يو حده واړوله .
څرنګه
چى د تركيى حكومت د خپل پخواني استراتيژيك ملګري له لوري د منځني
ختيځ په سياسي كركيچ كى له پامه غورځول شوي و, نو د عدالت
اوپرمختيا ګوند د كورنيو ستونزو سره سره بهرنيي سياست او د تركيى
منزلت ته په نړيوال ډګر كى هم ځير وا, نولدي ځايه ئي دخپل بهرني
سياست د برياليتوب لپاره پروفيسور احمد داود اوگلو د بهرنيو چارو
وزير وټاكه , او اوگلو وكولي شول چى د تركيى رول او منزلت د منځني
ختيځ په سياسي كړكيچ كى وټاكى , اوگلو وتوانيد چى د هغى سياسي
كړنلارى څخه د تركيى د سياسي موسسى لاره بيله كړي كومه چى د لوديځ
څخه د هيره په اساس د تركيى استرتيژيكو مصلحتونو ته متوجه نه وه ,
اوگلو ټينگار كاوه چى تركيه د هغه تاريخي او استراتيژيكي عمق څخه
برخورداره ده چى تركيى ته خپل سياسي منزلت ورګرځولي شي , د اوگلو
له غوښتنه سره سم بايد تركيه په نړيوال سياسي ډګر كى يو پياوړي
مركزي هيواد وي , نه دا چى د يوه پله په څير په نړيوالو سياسي
كشالو كى ورڅخه ګټه پورته شي , اوتركيه نبايد يو عادي هيواد وي ,
ځكه چى د اسلامي نړي او لوديځ په پاي كى پروت دي , څرنګه چى المان
په اورپا كى يو مركزي او پياوړي هيواد دي , سره لدي چى له افريقا
او اسيا اوروسيى څخه په جغرافيا ئي لحاظ دير لري دي , او څرنګه چى
ايران اوس مهال په اسيا كى دامريكا په مرسته يو مطرح شوي هيواد دي
,سره لدي چى له اروپا او افريقا څخه لري پروت دي , همدارنګه اوگلو
د تركيى تاريخي بعد ته هم ارزښت قائل دي , كله چي تركيه د
عثمانيانو امپراتوري وه .
داوگلو
د سياسي ليدلوري سره سم بايد تركيه د دى تاريخي او استراتيژيك عمق
له درلودلو څخه په نړيوال سياسي ډګر كى ګټه پورته كړي , او نه
يوازي دا چى ځانته امنيت قائم كړي , بلكه بايد د نور د امنيت په
هكله هم فكر وكړي , او له خپلو ګاونډيو هيوادونو سره خپلى ستونزي
اواري كړي , نه دا چى يوازي د اورپا اتحاد ته دننوتو زيار وباسي .
دتركيى
دسياسي موسسى پروفيسور اوگلو وتوانيد, چى د امريكا اوتركيى سړه
علاقه بيرته توده كړي , لدي ځايه وه چى اوباما اسلامي نړي ته د
خطاب لپاره لومړي اډه تركيه وټاكله , دحاكم حزب د حكومتداري په
لړكى تركيى په نړيواله كچه ديري ستونزي اواري كړلي , او په بهرنيي
سياست كى ئي د پام وړ پرمختګ وكړ , دايران سره ئي خپل كړكيچ اوار
كړ.
خو
هغه څه چى تركيه ئي په نړيوال سياسي ډگر كى په قوت راڅرګنده كړله ,
هغه د تركيى توجه هغو نړيوالو سياسي كشالو ته و چى تركيى ته ئي په
نړيواله سيمه كى نفوذ وركړ, د مثال په توګه د فلسطين مساله , تركيى
له خپلو استراتيژيكو اړيكو څخه چى داسرائيل سره ئي درلودي لاس
واخيست , او د فلسطين قضيه ئي خپله قضيه وګڼله , لدي سره سره ئي د
افغانستان سياسي كشاله هم ترپام لاندي ونيوله .
دافغانستان سياسي
كړكيچ نړيوال حيثيت خپل كړي دي , د نړي ګڼ شمير هيوادونه په
افغانستان كى لاسوهنه كوي , كه د لوديځ جګړه ايز ماشين د يرغل په
لړكى د افغانستان د بي ګڼاه وگړو په وژلو كى خلاس لاس لري , او هر
وخت چى وغواړي د افغانانو كورونو ته پرته له اجازي ورننوځي , او
تورسري او كوچنيان وځوروي , دوي شه پوهيږي چى د دوي دښمنان په
غرونو كى دي , خو دوي د هيبت او وحشت د چاپيريال له جوړولو څخه
خوند اخلي , او بيوزله او بي ګناه خلك ځوروي .
كه
ايران د افغانستان كلتوري چاپيريال تر خپل ظالم يرغل لاندي نيولي
دي , او زموږ افغاني هويت زيانمن وي , او د لوديځ په مرسته ئي د
هيواد ټول مهم كلتوري مركزونه په خپله ولكه كي راوستي دي , مختلفى
مطبوعاتي رسني د دى كار لپار بوختي دي , په مستقيمه توګه ايراني
كلچر زموږ په ټولنه كى خوروي , او د كلتور سره د ديني مفاهيمو
رواجول هم شوني كوي , ځكه چى په افغانستان كى ايرا ن يو ډول ژبني
عمق پيدا كړي دي .
كه
هند غواړي چى د پاكستان په مقابله كى په افغانستان كى رول ولري ,
او زموږ رواج او دستور تر خپل يرغل لاندي وساتي , ځكه چى هند دهغه
مثلث يو ضلع دي چى په افغانستان كى ئي ژوره لاسوهنه كړي او لا تر
اوسه ئي كوي , د هندي ډرامو عاميدل په افغاني ټولنه كى خپل اثر ښي
, اوهيڅوك هم لدي اثر څخه سترګي نشي پټولي
,.
كه
پاكستان د سياسي او كلتوري لاس وهنى اړوند خپلى هلي ځلي كړي دي ,
او زموږ كلتور د انګريزانو څخه په پاتي شوي كلچر بدرنګه كوي , كه
روسيه تر اوسه د افغانان د غرور د ماتولو خيال په سركى پالي , او د
افغانستان سياسي ډګر نه پريږدي , اوپه افغانستان كي ئي خپل
ګوداګيان روزلي دي .
او
كه عربي نړۍ د افغانستان په سياسي كشاله كى متهمه ده , كه
.................................
خو
تركيه يوازني هيواد دي , چى د افغانستان په سياسي كشاله كي تورن
ندي , او له افغانانو سره هيڅ راز تاريخي زړه بدوالي نلري , آن دا
چى د تاريخ په اوږدو كى دواړو هيوادونو ښي اړيكى درلودلي .
يو
تعداد سياسي كتوني پدي نظر دي چى تركيه كولي شي د افغانستان سياسي
كشالى ته د پاي ټكي كيږدي , او له لوديځ سره همكاري وكړي , تر څو د
افغانستان له خړوب څخه د وتلو لاره پيدا كړي , كه چيري لوديځ او د
نړي هيوادونه تركيى ته ريښتيني واك وركړي , تركيه د خپل تاريخي او
اسلامي عمق څخه په ګټه اخيستلو د افغانستان كشاله حل كولي شي , او
كه چيري د عربي نړۍ هيوادونه هم ورسره مرسته وكړي , دا كتونكي پدي
نظر دي چى تركيه د افغانستان د كشالى د حل امكانات برابرولي شي ,
كه چيري د نړۍ هغه هيوادونه وغواړي چى دا كړكيچ پورته شي چى په
افغانستان كى په مستقيمه او يا غير مستقيمه توګه دخالت لري .
خو
يو تعداد نور سياسي كتونكي پدي نظر دي , چى د استعمار پلورلو
هيوادونو اساسي سياست په نړۍ كى همدا دي چى وضعيت همدارنګه كړكيچن
وي , تر څو د كړكيچ په شتون كى دوي خپل اقتصادي , سياسي , ديني ,
مذهبي , نظامي ,علمي , لاسته راوړني حاصلي كړي, دمثال په توګه د
ځمكى لاندي ثروتنو دغارت سره سره د بي امنه هيوادونو عالمه او
مالداره طبقه هم د لوديځ لوري ته په هجرت مجبوريږي , چى بلآخره د
لوديځ د پرمختيا لپاره كار كوي , او خپل صلاحيتونه د دوي په خدمت
كى ايږدي , په ديني لطاظ هم د لوديځ د مشرتابه څرګندونى د پام وړ
دي , د جورج بوش ديني اصطلاحاتو ( صليبي جنگ ) استعمال , او د نوبل
د جايزه د اخيستلو پرمهال د بارك اوباما په وينا كي پهمدي اصطلاح
تينګار بي اساس ندي , په نظامي لحاظ د نړۍ مسلمانان تر خپل هيبت او
رعب لاندي ساتي . او دا هيوادونه نه غواړي چى دا كركيچن حالت ته
دپاي ټكي كيږدي .
له بله اړخه دا
هيوادونه اوځني عربي هيوادونه نه غواړي چى تركيه په نړيواله كچه
بيا مطرح شي , او د يو پياوړي لوي هيواد په څير سر راپورته كړي ,
ځكه چى هغه اسلامي او ديني عمق ئي لوديځ ته د منلو وړ ندي چى د نړۍ
په مخ ئي يوه پياوړي امپراتوري جوړه كړي وه .
|
|
|
|
|
|