دوی ناحقه وخت
دپروژو په پلانو،ريسرج اوسروې تېروي،۱
ياهم له ښځوڅخه هغه
نيمګړي حقونو چې يې درلودل ځيني اخلي،۱
ياداچي کوهي
اوڅاګاني کيني،کله چې قبر ځيني جوړکړي نوبياوايي په دغه ځای کې
اوبه نه وې
کوهی ناکام شو .۱
داسي پل چکونه
جوړوي لکه ښکاريان چې پړانګانواوزمريانوته تلکې او يا دام ږدي.آ
حکومت اوخلک يې
هم ګنکس کړيدي،لاره ځيني ورکه ده چې پرکومه پښې سپکي کړي.آ
که
رښتيا،دوی له افغانستان سره دمرستي لپاره کنفرانسونه جوړوي،نوهغه
کاردي وکړي،چې هم د دوی او هم دخلکو پکې خيروي،نوهغه دی چې د
کوکناروبوټی به دمځکې له سره بيخي ورک شي،د ايروينودقاچا
قبرانوکاروبار به هم هغسي ژېړشي.۱
له خيره سره دکرهڼي
حاصلات به زيات ،کيمياوي سره به صادراتي قلم شي ،۱
په دوبي کې به
ژېړي دوړي ورکې شي،په ژمي او پسرلي کې به له ژېړو چيکړو څخه چې خلک
پکې تباه کېږي هم خلاص شي.۱
هغه تازه تازه مېوې
،سابه،دقصابانوبوټۍ بوټۍ ځړېدلي غوښي او هغه سپين سپين پنيرونه به
هم له ژړمخي اوژړ رنګي څخه خلاص شي .۱
که خېروو،نوپه
شفاخانواوکلنيکونوکي به هم ګڼه ګوڼه کمه شي، ځکه داسهال اوپېچ امېب
خو به داسي تری تم شي (ورک)لکه خدای چي هيڅ نه وي پيداکړی.۱
دمچانو نغمې
اواتڼونه به هم ليږ کم شي،۱
همدارنګه درشوت
خورو،غاصِبينو اوقراردادي غلوپه خولوبه هم ژېړي خټي ور وتپلي شي
.آ
دچاپلوسانو،بوټ
پاکانو،مخبرانو اوشيطانانودژېړي انفلوانــزا ويروس به هم نيست
اونابود شي.۱
امريکاکښت کړی
تروريستي کَبل به هم وچ شي،۱
غلو،کېڅه بورانواو وړو رشوت خواره به چې له کارو لويږي په خارجي
موسيسوکې به بې
دانګرېزي ژبي له زده کړي ،بې له کاري تجربې په لوړوډالري
معاشومقررشي.ا