|
وختونه تيريږي خو خاٰطرې پاتې كيږي، په هيواد كې د
انقلاب راتګ سره ډيرې سختې او
دردناكې شيبې راغلي چې خاطرې به يې هيڅكله هيري نه
شي. او دغه انقلاب په ډير وحشت
سره دخپلولى ټول ځنځيرونه مات كړ او دبيلتون دروازي
يې زمونږ په لوري را خلاصې كړي.
ځوى، لور دخپل موراوپلار څخه جلاشول، خور او ورور،
ماماګان او خوريان، كاكاګان او
وراره ګاه او خپل خپلوان او داسي ټولي رشتې سره
جلاشوي. چې ډيرې مورګانې اوس هم
دخپل ځوى دراتګ او دليدو په ارمان دي، او ښكلې
ځوانې ميندې تراوسه خپل خاوندته سترګې
په لاردي اود صبر ګړۍ سبا كوي. خو حقيقت دادى چې
دانقلاب په وخت كې ورك خلك
اكثراًدستمګرو په لاس شهيدان شويدي. الله پاك دي
ورته جنت الفردوس وركړي او قاتلينو ته دي
پدې او په هغې دنيا كې سزا وركړي.
بعضې وخت چې دخپل هيواد په حالاتو ائينه واچوم نو
يقينًا ډير ګډوډ شم او هغه اصلي هدف
راڅخه پاتې شې. خبره مي دجرګې كوله، جرګه خو
دپخواوختونو يو دستورې غونډه وه چې
دډيرومسلواوشخړو هواريدلو لوى صلاحيت يې درولود او
جمهوري پريكړې به يې كولې خو
دوخت تيريدلو سره ددغو جرګواهميت او درنښت د كميدو
په اړخ روان دى. داځكه چې دوخت
تيريدو سره دنيا كې ډير ستر بدلونونه راغلل او دنيا
دماډرنيزم په لوري روانه شوه او ده. نوپدې
حال كې ټولې پريكړې دماډرن فلټر جسټيس له لوري
ترسره كيږي چې دجرګو څخه بهتر بلل
كيږي خو بياهم مونږ پښتانه دجرګو ډير درناوى كوو،
ځكه چې جرګه اوحجره دپښتون نښان دى
او تل يې پرې خپلې اجتماعې سيميزې ستونزې حل
كړيدي.
په اوسنۍ جرګه كې د دواړو اړخو قبايلې او قومې
مشران راټول شويدي. يقيناً زما په نظر ډير
مثبت او موثر پرمختګ دى. او پدغه جرګه كې به ډيرې
هغه ستونزې چې نه حلوونكي دي، حل
به شي. او ډير رازونه به هم په ډاګه شي. روغ او
ناروغ به هم څرګندشي. هغه زما نيكه به
كوله وايې چې پښتانه ډير سنګين او درانه خلك دي،
زړونه يې ډير پاك او بې كينې دي خو خبره
خبره په كې كمزوري ده. هغه داچې پښتانه وروڼه ډير
ژر غصه كيږي او غيرت لاندې راځې يو
هر ناوړه عمل دخپل شان او شوكت سپكاوى بولي. او دي
سره سره هيڅ ډوله رازنشې او
ساتلاى.
داوه زما دنيكه نظر.
زمونږ دايوڅرګند حقيقت دى چې زمونږ ګران هيواد دامن
او هوسا ژوند وګىاو غوښتونكى دى
خو لاس دولت دغې خبرې ته په بشپړه توګه پاملرنه
كړيده چې د مننې وړده.غونډه خو به
غوا ته راوړنې يې ما ته ګوندې ډيرې ناوړې ښكاري هغه
داچا خبره واېې (ډيرو قصابانو او
مرداريږي) خداى مه كه غوا مرداره نشي چې بيرته ځاى
ته راوړنه به يې ډيره سخته وشي
خوزما په اند باندې داخبره كوم چې دغه جرګه به
دپاكستان لخوا منحله كيږي. او ډول شي. كې
ستونزې به جوړه وي.اوبالآخره دغه ستونزې به
دلابدامنۍ سبب وګرځي او زمونږ قبايلې ډول
نوري هم خرابې شيسمې به
.
څرنګه چې پښتون قوم ورځ په ورځ ځوريږي او خپلوحقوقو
څخه محروم پاتي كيږي ددي ټول
وجوهات داوړونده دولتونو بې غوري او ستم دى.دوى
هيڅكله نه غواړي چې پښتون دي بيرته يو
لوى غورځنګ شي. خونه مونږ ټول پښتانه بايد ددغې
جرګې څخه فايده واخلو او خپلې ستونزې
او شبهات ټول په ډاګه كړو ترڅو بين المللي ټولنې
دحقيقت څخه پوه شي او بيا دعدل او انصاف
تله راواخلي او پريكړه وكړي |