اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلی محمـــدامين بسمل

Sunday May 24, 2009

دویاړلي اوهسک افغان دشملې ګله بلا د واخلم!

          

                                                                           

ګران   محمد یار صاحب !

دجرمني له مونشن ښارڅخه  زه محمدامین بسـمل  دخپل ځان  او نه تنها زموږ دکولتوري ټولنې دټولو غړوبلکې  په اروپا کې دګڼ شمېر فرهنګیانواوفرهنګپالوملګروپه استازیتوب دپرونۍ پېښې له سببه  تاسوته خپله  ژوره خواشيني څرګندوم داهم زیاتوم چې داګوزارونه که په مخامخ ډول په تاسووشول خودرداوڅړیکویې زموږ ټولو روح او روان  ځکه  خورامتاثر کړی دی چې دعلم اوفرهنګ غلیمان تر غلام سیوري لاندې  زموږ دمحفل څراغان  وژني  تر څو دوی په تیارو کې خپل ټیټ ژوند پسې اوږد کړي  زړه  خومې غواړي چې داسې قلــم پسې  راتاو کړم چې بیا یې ټول عمر په زړونو کې  زما دقلم  ژور ژور ټپونه تل تازه پاته وي  خو څه وکړم لمړی خو دقلم  لحاظ کوم  او دوهم  داله  کارغل څخه پاتې ، کرغېړنه، مزدوره او غلامه  څارګره شبکه   په دومره لیکنو نه ارزي  .

محمدیار صاحب !

دوی که هر چاته هرڅومره مزدوري اوغوړه مالي وکړي ستاسو  دپښو خاورو ته هم نه شي دررسېدی  تېر کال چې زموږ په لویه پکتیاکې دنښتر ددودیزې کلنۍ مشاعرې په دریمه کیزه کې تاسوپه خپل ګډون سره زموږ دپکتیا پیاوړي فرهنګيان او فرهنګپال  ملګري ونازول  او بیا تاسو ته  دخپل  افغاني فرهنګ په لار کې د لوړهمت او نه ستړي کېدونکي هوډ په وياړ زموږ ملګرو د ارواښاد ډاکتر محمد هاشم مصور مډال  درکړ  دا ددې  غوره ثبوت دی  چې تاسو دلوړ همت لرونکي په ګران  افغانستان  او خپله مورنۍ (پښـتو) ژبه او افغاني فرهنګ مین یاست  هغو تور مخوکومو چې پرون له تاسو سره دا ناوړه سلوک وکړ دهغو کله په تاسو دا سرلوړي لوریږي  دوی خو به  له خیر سره  په خپل ژوند محکوم  شي  دژوند پاڼې به یې هم یو وخت ورستې شي او بې نوم او نشانه به  په خاورو ور چخ شي  خو ستاسو ویاړونه به  تل پاتې او دتاریخ  په  ښایسته زرینو پاڼو کې ثبت وي .

زړګیه درد اوبلا د واخلم الله (ج) د لا راته هسک او سرلوړی لره

   کوم اغیار وو لمســــــــــولي پر هر خوا یې ګوزار وکړ ××× دګل بڼ په ښایسته ښکلي بــــــــــــــــورا یې ګوزار وکړ

   له  ناروغ  صورت  دجار شم  چې نا هیلی نه  شې یــاره  ××× لاس یې مات کړې د تورمخوچې پر تا یې ګوزار وکړ

جدي غوښـــــــتنه :

موږ  داطلاعات او کولتور له  وزیر ښاغلی خرم  څخه  په کلکه  غوښــــتنه کوو چې دا مســــــله  رسمي  کړي تر څو محمدیار صاحب او ورسره ملګرو ته یې دیوې رښتینې محکمې په ترځ کې مالي او معنوي  بدل ورکړ شي .

 

                                    محمدامین  بســـمل دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري  ټولنې  په استازیتوب

 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information