اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 

د يوه غله توبه

محمد اويس اسلم

ژباړه :: محيب رحمتي

 

حضرت سيدنا فضيل بن عياض رح له نوموړو محدث او مشهورو اوليا كرام څخه دى، دا په اول كي لوى غل و، يوار د غلا په غرض د كوم كور په ديوال خوت، چي په دې وخت كي د كور خاوند د قرآن كريم په تلاوت بوخت و او دا آيت يې وايه

الم يان للذين امنوا ان تخشع قلو بهم لذكرالله

ژباړه :: كنزالايمان : ايا ايمان لرونكو ته اوس هم هغه وخت نه راغى چي د هغوى زړونه ويښ سي د الله د ياد لپاره ­(پ ۲۷، الحديد:۱۶)

هغه د دې آيت په اورېدو ډېر متاثره سوچي د خداى له ويري په رېږدېدو سو او بې اختياره يې له خولې ووتل : ولي نه زما پروردګاره! اوس د دې وخت راغى

په داسي حال كي چي ژړل يې له ديواله كښته سو د شپې په يوه داسي ځاى كي كېنستى چي هيڅ هم نه و، د هيڅ شي اواز نه و، لږ وروسته هلته يوه قافله راغله، د قابلي ګډون والو په خپلو منځو كي سره وويل :

- د شپې سفر مه كوئ، دلته ودرېږئ چي فضيل بن عياض غل په همدې خواوو كي اوسي

كله چي يې د قابلې  د خلكو خبري واورېدې نور يې پسي وژړل او وې ويل :

-  افسوس، زه څومره ګناه ګار يم، زما د ويري د رسول عليه سلام امت قافلې د شپې سفر نه كوي او په كورونو كي ښځي زما د نوم په اخستلو خپل ماشومان ويروي

تر هغو پوري يې ژړل چي سهار سو، توبه يې وښكه او اراده يې وكړه چي ټول ژوند به د الله د كعبې مجاوري او د الله تعالى عبادت كي تېروم، اول يې د حديث زده كول پيل كړ، په لږه موده كي صاحب فضيلت محدث سو او د حديث ښوونه يې هم پيل كړه،

 

 اوليا رجال الحديث ص 206

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com