اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور

 

 

 كفر دنفرت قابل دي نه كافر
٬٬٬
ليكنه٬مفتي تقي عثماني رح
 

 

تردې پورې چي كه يو شخص كافروي نو دهغه له كفرڅخه نفرت وكړه ٬ دهغه له ذات څخه نفرت مه كوه٬ بلكه دهغه په حق كښي دعا وكړه چي الله تعالي ته
هغه ته هدايت وكړه ٬ آمين٬ ګوري نبي اكرم صلي الله عليه وسلم ته كفارو څومره ډېر تكليفونه رسولي دي پر هغه مبارك ص يې غشي اورولي دي پر هغه صلي الله عليه وسلم باندې يې ډبري اورولي دهغه دجسم مبارك ځيني حصې يې په وينو ورلړلي وې له دې دومره تكليفونو سره سره دهغه صلي الله عليه وسلم پر ژبه مباركه به ورته دا كلمات راتلو چي٬٬٬ اې زما الله زما وقوم ته هدايت وكړې ٬ ځكه دوي ته دحقيقت پته نه ده لګېدلې٬ داګورئ چي دهغوي دمعصيت كفر شرك ظلم اوزيادتي باوجود يې له هغوي څخه نفرت اظهارنه كولو بلكه دشفقت اظهاربه يې ورسره كولو اودابه يې فرمايل٬ چي ياالله دې داخلګ له حقيقت څخه بې خبره دي دوي ته دحقيقت هيڅ پته نشته ځكه له ماسره داسي بدچلندكوي٬ اې الله دوي ته هدايت
وكړه٬ له همدې كبله كه يوڅوك په يو ګناه كښي ووينو پرهغو باندې بايد
وويريږو او دهغه دپاره بايد دعا وكړو او هڅه او كوشش وكړو چي هغه له ګناه څخه بچ شي٬ هغه ته بايد دعوت او تبليغ وكړوهغه ته بايد په حقارت اوسپك نظر ونه ګورو څه معلومه ده الله تعالي به هغه ته دتوبې توفيق وركړي بيا به هغه ترموږ په عبادت كښې زيات وي
 

ژباړه
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com