امام ابو
حنیفه ورته وویل چی دا خو امکان نلری چی له ټولو سره مو بحث وکړم،
نو تاسی باید یو وټاکی نو هغوی هم یو وټاکه او ورمخته یی کړ.
نو امام
ابو حنیفه وویل دا مو تر ټولو پوه دی؟
دوی وویل:
هو
بیایی
وپوښتل: لده سره زما مناظره ستاسو سره موافقه ده؟
دوی وویل: هو
ده وویل نو
څنگه؟
دوی وویل:
موږ پری راضی یو او دده خبره زموږ خبره ده٠
ابوحنیفه
وویل: نو کله چی موږ په لمانځه کی یو امامت ته مخکی کوو دهغه قرات
زموږ قرات دی او هغه زموږ استازی دی٠
نو پدی سره
هغوی قانع شول او قرات خلف الامام یی ورسره ومانه٠
د مام حسن البنا
ذکاوت:
یوه ورځ په
یوه جومات کی ددوو کسانو ترمنځ پر اذان شخړه راغلی وه حتی تردی چی
یو بل سره یو وهلی ول، یوه ویلی چی زه اذان کوم او بل ویل چی زه یی
کوم٠