اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

همت الله امين زى

پرموراوپلارده چې اولادته کتاب وروښيئ

داسلام مقدس دين دانسان له نفسي غوښتنوڅخه بې خبره نه دى،چې په دې لړکې وړاندې تردې 
چې يوماشوم پيداشي،اړينه ده چي هرمسلمان موراوپلاردهغه په حقوقوخبرواوسي،ځکه چې کوم 
حقوق چې ځينې يې په ځينونورولري خداى (ج) وضع کړي اوله هغه څخه سرغړونه دالله (ج) له 
اوامروڅخه سرغړونه ده ، چې له هغې ډلې څخه دماشوم لپاره هم حقوق ورکړل شوي دي چې 
دموراوپلارلپاره اړينه ده چې دخپلواولادونوپه روزنه کې ورته پاملرنه ولري.
ماشوم ته شيدې ورکول: ماشوم پرخپلې مورحق لري چې دوه کاله شيدې ورکړي، چې په قرآن 
شريف کې هم دې ټکي ته اشاره شوې ده چې ژباړه يې داسې ده. (پرميندوده چې خپلواولادونوته 
دوه کاله شيدې ورکړي اودشيدوخوړلوموده هم همدادوه کاله ده).
نفقه: ښځه اومېړه دوه دګډژوندملګري دي چې هريويې دژونددچارودپرمخ بيولولپاره کارکوي.
الله (ج) په دې برخه کې مورته حکم کړى دى چې ماشوم ته شيدې ورکړي،چې په مقابل کې يې 
پلارته حکم کړى چې داولاداومېرمنې لپاره نفقه برابره کړي،لکه چې يې فرمايلي دي. ژباړه: 
پرپلارده چې دخپل اهل نفقه اوجامې برابرې کړي(يعنې ).
نسب: درسول الله (ص) حديث دى چې ويلي يې دي،ژباړه: هرهغه څوک چې له خپله اولاده څخه 
انکاروکړي، په داسې حال کې چې هغه پېژني،خداى (ج) دقيامت په ورځ هغه 
دټولولومړنيواووروستنيوخلکوپروړاندې رسواکوي.
ساتنه:  هغه ښځه چې دماشوم دساتنې مسوليت په غاړه اخلي بايدعاقله اوبالغه واوسي اودماشوم 
پروړاندې دبې خبرۍ اونه پاملرنې وېره ترې ونه شي. اوددې کارتوان اوطاقت ولري.  
که کله دښځې اومېړه ترمنځ بېلتون رامنځ ته کېږي، په هغه صورت کې دماشوم ساتنه 
پرمورده،چې بياماشوم که ځوي (هلک) واوسي اووه کاله اوکه لور(نجلۍ) واوسي نهه کاله 
وروسته پلارته سپارل کېږي،ترڅودهغه دسالمې روزنې ددوام په برخه کې رغنده اقدام وشي.
لکه ښوونه : ښوونه اوروزنه هم دماشوم اوياهم په بله معنى چې داولاددحقوقوڅخه شمېرل 
ويناکې څرنګه چې حضرت عمر(رض) کله چې پرموراوپلار‌باندې دماشوم يااولادپه کېږي. 
عظيم ويلي دي، ژباړه: پرموراوپلارده چې اولادته کتاب وروښيئ،اومنظورله کتاب حقوقوباندې په 
الشان اوداسلام دمقدس دين ښوونه دهڅخه هم قرآن .
په همدې ډول درسول الله (ص) حديث شريف دى،ژباړه: داچې اولادته ښوونه اوروزنه ورکوله 
کېږي ډېره ښه ده،لکه چې يوه پيمانه خرمايي صدقه کړې وي اودموراوپلارلپاره تردې ښه شى 
نشته چې له ښې ښوونې اوروزنې څخه غوره وي.
په هغه ټولنه کې چې دماشومانوښوونې اوروزنې ته پاملرنه کيږي اوله مور،پلارڅخه نيولې 
بيادټولنې ترهروګړي پورې دماشومانوپه وړاندې په واقعي توګه دمسووليت احساس وکړي،په 
ډاډسره ويلاى شوچې نه يوازې به په راتلوونکي کې دغه نوي نسل ددوي دوياړسبب وي بلکه 
هيوادبه دپرمختګ اوسوکالۍپه لوراداره کړي .دغه مسووليت له ميندواوپلرونونيولې ترښوونکي 
اودټولنې هروګړي ته متوجه دى،خوکه په دې لاره کې موراوپلارپه ځانګړي ټوګه پاملرنه ونه 
کړي،داسې نه جبرانيدونکې پايلې به ولري چې په هيڅ بيه به يې جبرانول ممکن نه وي، ځکه 
لښته چې پنډه شي، بيايې سمول ناشوني شي،په همدې ډول که ماشوم ته هم له هماغه وړکيتوب 
څخه ښه پاملرنه ونه شي،نوپه راتلوونکي کې به ښې اوګټورې پايلې ونه لري .
واده کول:  درسول الله (ص) حديث شريف دى چې وايي: پرموراوپلاردماشوم درې حقه دي،داچې 
پيداشي په هغه نوم کېږدي،کله چې لږلوي شي هغه ته قرآن عظيم الشان وروښودل شي اوکله چې 
ځوان شي هغه ته واده وکړي.
همداشان ابن قدامه وايي: موراوپلارته اړينه ده چې په خپل اولادباندې ښه نوم کېږدي اودژوندپه 
اووم کال ورته لمونځ وروښيئ،اوهرکله چې ځوان شو، نوهغه ته واده وکړي.
دواده کول کيداى شي په دې سبب هم پرپلارحق وي چې هغه په ژوندکې ډېرې تجربې ترلاسه کړي 
وي اوپه دې برخه کې به هم ښه انتخاب وکړي اودخپل اولادراتلونکې به ترهغوښه وارزولى 
شي،خوکه چېرې پلارپه داسې يوه حالت کې واوسي،چې مالي قدرت ونه لري په هغه وخت کې 
پراولاددى چې دخپل واده کولوپه هکله اقدام وکړي. که څه هم چې موراوپلارډېره مينه لري خپله 
خپلواولادونوته ودونه وکړي اودهغوي کورونه ودان کړي، چې داکېداى شي لوراوياهم ځوي چې 
واوسي

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information