اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
 
       

 محمدحسن حقيار

         
         
         
 
   
   
نور  د يوه غله توبه.....ژباړه :: محيب رحمتي

حضرت سيدنا فضيل بن عياض رح له نوموړو محدث او مشهورو اوليا كرام څخه دى، دا په اول كي لوى غل و، يوار د غلا په غرض د كوم كور په ديوال خوت، چي په دې وخت كي د كور خاوند د قرآن كريم په تلاوت بوخت و او دا آيت يې وايه
الم يان للذين امنوا ان تخشع قلو بهم لذكرالله
ژباړه :: كنزالايمان : ايا ايمان لرونكو ته اوس هم هغه وخت نه راغى چي د هغوى زړونه ويښ سي د الله د ياد لپاره ­(پ ۲۷، الحديد:۱۶)
هغه د دې آيت په اورېدو ډېر متاثره سوچي د خداى له ويري په رېږدېدو سو او بې اختياره يې له خولې ووتل : ولي نه زما پروردګاره! اوس د دې وخت راغى

نور دحرمينو هنداره دېرشمه برخه

دمسجدالحرام ددې سترې ودانۍ دننه اودباندې ټول دېوالونه ،غولى اوچتونه په مر مر ډبرو فرش اوښکلي شوي دي،دغه مرمر اود ډبرو نور ډولونه ټول دمکې مکرمې دشا وخواځينوغرونو څخه کښل شوي دي ،په دې ډله کې دفاطمې په ناوه کې چې مکې ته نژدې پرته ده د وطني مرمر ډبرې پراخه زېرمه موجوده ده ،چې دمسجد لومړۍ پراختيا پر مهال يې د جومات په بهرنۍ ښکلا کې ستره ونډه درلودلې ده،

 

 نور

دحرمينو هنداره

دمسجدالحرام دسعودي سترې پراختيا او ودانۍ دوهم پوړ 

لکه چې دمخه مو وويل په سعودي او نوره اسلامي  نړۍ کې دپرله پسې اومخ پرزياتېدو سترو ټولنيزو بدلونونو او دنوو تجارتي هوايي ټرانسپورټونو په پراخ رامنځته کېدو  او دسر په لارو کې دآسانتياوو په برابرېدو سره دحج لپاره مکې مکرمې ته دتلو نکيو شمېر ورځ په ورځ مخ پرزياتېدو دى ،له دې امله سعودي چارواکيو احساس کړه چې دمسجد الحرام لومړنۍ پراختيا او وداني کافي نده ،

نور كفر دنفرت قابل دي نه كافر

تردې پورې چي كه يو شخص كافروي نو دهغه له كفرڅخه نفرت وكړه ٬ دهغه له ذات څخه نفرت مه كوه٬ بلكه دهغه په حق كښي دعا وكړه چي الله تعالي ته  هغه ته هدايت وكړه

نور   دحرمينو هنداره  اته ويشتمه برخه

لومړني کارونه

د١٣٧٥س کال ددوهمې خور پر څلورمه داجيادو اومسعى په سيمه کې دبرېښنا او ټېليفون مزي او د اوبو پيپونه لېرې کړى شول،بياددغو ځايونوکورونه او دکانونه ونړول شول بيادمطاف ودانۍ چې په هغوکې د زمزم داوبو دالان وو،ونړول شوې،اوورپسې دنورې ودانۍ تهدابونه وکيندل شول دبنسټ دډبرې ايښودل او دکار پيل

نور  كفر دنفرت قابل دي نه كافر

تردې پورې چي كه يو شخص كافروي نو دهغه له كفرڅخه نفرت وكړه ٬ دهغه له ذات څخه نفرت مه كوه٬ بلكه دهغه په حق كښي دعا وكړه چي الله تعالي ته هغه ته هدايت وكړه ٬ آمين٬ ګوري نبي اكرم صلي الله عليه وسلم ته كفارو څومره ډېر تكليفونه رسولي دي پر هغه مبارك ص يې غشي اورولي دي پر هغه صلي الله عليه وسلم باندې يې ډبري اورولي دهغه دجسم مبارك ځيني حصې يې په وينو ورلړلي وې له دې دومره تكليفونو سره سره دهغه صلي الله عليه وسلم پر ژبه مباركه به ورته دا كلمات راتلو چي

نور

دحرمينو هنداره  اووه ويشتمه  برخه

دمقتدرعباسي دوختو دمسجدالحرام له پراختيا څخه يو زرو اتيا کاله تېر شول ،په دغو ډېرو کلونوکې په مکه مکرمه او نوره نړۍ کې زښت زيات بدلونونه راغلل

نور دحرمينو هنداره شپږ ويشتمه برخه

له شک پرته دسعود کورنۍ واکمنان ډېرې سياسي او شخصي نيمګړتياوې لري داکورنۍ مسبتده اودکتاتوره ده ،خپل ولس ته نه دبيان ازادي ورکوي ،نه دنظردښکارولو، لاريونونو اونه دغږ لوړولو حق، دحکومت پر درې ګونو قواوو حاکمان دي،په ټولو لوړو څوکيو همدوى ناست دي،ولس ته په دولت اوحکومت کې کارنده ونډه اولوړ مقامونه نه ورکوي، پر سعودي او سپېڅلې خاوره يې امريکايان حاکمان کړي او ددوى ته يې نظامي هډې ورکړې دي

 

www.salgay.com V3 2012

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com