اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 
  Friday July 03, 2009

قرآن او تخنيک (ژباړه) د چاپ په ګاڼه وپسولل شو.

 

په پښتو ژبه کې د اسلامي حقايقو يوه نوې ډېرونه

 

    (( قرآن او تخنيك )) د هغه گلالي كتاب نوم دى، چې گران رفيع الله ستانكزى پښتو كړى. د دغه كتاب ليكوال شعبان دوغن دى، چې د اسلامي نړۍ له لويو ليكوالو څخه دى. په دغه كتاب د قرآن او تخنيك د تړاو په اړه هر اړخيز بحث شوى او دا پكې ښه په ډاگه شوې، چې قرآن او تخنيك څومره يو له بل سره نژدېوالى لري. دكتاب پر منځپانگې ځكه له ډېر بحث نه تېرېږم، چې د گرانو لوستوالو هغه تلوسه چې د كتاب په اړه يې لري، كمه نه شي او په پوره مينه او په ډېره لېوالتيا او تلوسې سره يې تر پايه پورې ولولي، خو دومره به ووايم، چې دغه كتاب ډېر گټور او په زړه پورې دى او هر چاته بويه، چې يو ځلې يې ارو مرو ولولي، کتاب په هرې موضوع ښه په وړ اندازه بحث کړی او د کتاب په لومړيو کې د ښاغلو: قاضي محمد حسن حقيار، محمد آصف ننګ، سيد نظيم سيدي او په خپله د ستانکزي سريزې راغلي او ورپسې يې د کتاب آره منځپانګه راغلې.

  په کتاب کې ښه په ډاګه څرګنده شوې، چې قرآن يوازې يو مذهبي کتاب نه دی، بلکې د هر علم او پوهې په اړه په کې وړ بحث شوی، خو ځيرکې سترګې او لوړې پوهې ته اړتيا لري، د کتاب په ژباړه کې ډېر زيار اېستل شوی، چې د ټولپوهې ژبې څخه کار واخيستل شي او تر ډېره بريد ښاغلی ستانکزی په کې بریالی شوی.  نوموړی کتاب د صميم ادبي ټولنې له خوا په ښه پوښتۍ او ښه کاغذ د چاپ په ګاڼه پسولل شوی او مينه وال يې کولای شي، له صميم ادبي ټولنې په کابل او د هېواد په لويو لويو کتابپلورنځيو کې ترلاسه کړي.

صميم ادبي ټولنه کابل

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information