|
د لومړي ځل لپاره له
پکتیکا ولایت نه د پکتیکا په نوم یوه دری میاشتنۍ مجله په ښکلې
کچه، ډیزاین او مطالبو له چاپ نه راووته. دا مجله د محمد بصیر
سلیمانخېل په مسوول مدیریت په هرو دریو میاشتو کې یو ځل چاپیږي چې،
د ۱۳۸۸ لمریز کال د وری، غويي اوغبرګولې د میاشتې لومړۍ ګڼه یې په
دې نږدې وختونو کې د علم او ادب مینه والو ته وړاندې شوه. په دې
مجله کې د هېواد په تیره بیا د پکتیکا ولایت د خلکو د ژوند
بېلابېلې برخې او ستونزې منعکس شوي. د پکتیکا مجلې په دې ګڼه کې د
ګڼو نورو په زړه پورو لیکنو تر څنګ د ابوخلیل قدوسي سلیمانخېل او
څېړندوی محمد نبي صلاحي تازه او په زړه پورې څېړنیزې لیکنې هم خپري
شوي. مینه وال کولای شي د پکتیکا مجله په ټول افغانستان کې د نۍ د
وېش شبکې له څانګو څخه تر لاسه کړي او یا هم په دې شمېره اړیکه
ونیسي.
ګرځنده موبایل:
۰۷۹۹۳۱۸۱۸۹
۰۷۷۵۱۶۱۰۳۶
برېښنالیک پته:
paktikamajala@gmail.com
Mohammad Basir Sulaimankhil
Cell: 0799318189
|