د
پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اعلامیه
جرمنی 8 جنوری 2012
د یو شمیر خبري رسنیو څخه مو خبر تر لاسه
کړ چې د ۲۰۱۲ ع کال د جنورئ په ۹مه او۱۰مه نیټه د جرمني دحکومت په کوربه توب د
برلین په ښار کی په اسېین انستیتوت کی د«افغانستان، ۲۰۱۴، فرصتونه او ستونزې»
تر سرلیک لاندی له ځینی لوړ پوړو امریکائي چارواکو سره دافغانستان د غیرپښتنو
ګوندونو د مشرانو غونډه جوړیږی چی د نا تائید شوو خبرونو له مخی د افغانستان په
ویش به خبری اتری کوی.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party(PSDP) چی د
پښتنو رسالت ورپغاړه دی او یوازینی ګوند دی چې د پښتنو د حقوقو ریښتینی
استازیتوب کوی د المان حکومت او ددی غونډی جوړونکوو ته په ډاګه کوی چی
افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون قام چی په سلو کی٪ ۷۵ د افغانستان
نفوس جوړوی ، په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى.
زمونږ په اند په افغانستان او سیمه کی په غير د پښتنود یووالی اوسوکالئ څخه امن
او ټیکاو نه شى راتلای، د پښتنو ټولنيز ولسوګوند دداسی غونډو جوړیدل چی د
افغانستان ډیرکی ولس (پښتون) استازیتوب پکی نه وی په افغانستان کی د میشتو ټولو
ورورنو قومونو په زیان ګڼی او په کلکه ئی غندی. مونږ یو ځل بیا په ګاونډیو ،سیمه
ایزو او نړیوالو قوتونو غږ کوو چی د پښتنو حقوقو ته په درناوی سره په افغانستان
کی د ملی یووالی ملاتړ وکړی.
دغه راز مونږ د افغانستان په اوسني حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق
تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه
کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پټه خوله پاتی نه شی .
په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
خپرونکی: د PSDP دخپرونو څانګه
|