د
پښتونخوا له پېښور نه په
پښتو او اردو ژبه خپرېدونکې مياشتنۍ ميني مجلې د دويم کال نهمه او
لسمه ګڼه يعنې د ١٣٨٨ هجري نمريز کال د ليندۍ او مرغومي د مياشتو
پرله پسې ګڼه چاپ او په ليکه شوه. هيله ده د قدرمنو مينه والو د
پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ته به د پښتو او اردو دواړو
برخو په حقله خپل نظرونه ، وړانديزونه، انتقادونه او راې راولېږي.
مونږ به يې په سر سترګو ومنو. همدا شان له ټولو قدرمنو لوستونکو په
خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د راتلونکې ګڼې لپاره
خپلې د هر ډول نثري او نظمي مذهبي، قومي، ادبي، کلتوري، اجتماعي او
سائېنسي ليکنې راوليږي چې پرې راتلونکې ګڼه لا زياته ښائسته او
ښکلې کړو.
.
ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره
د مينې مجلې چلوونکې ډله
پته: مياشتنۍ
(( مينه )) پوسټ بکس نمبر 346پېښور (پښتونخوا)
پښتو برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com
پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com
اردو برېښناليک: meenaurdu@yahoo.com
اردو وېبپاڼه: http://meenaurdu.blogfa.com
ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584