اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور

 

 پښتنې ملالې به خپل تاريخ ګتي


دافغانستان دلسيزونو جګړو په واروارداښودلي ده چې پاکستان هغه شرر اچوونکی هيواد دی چې کلونه کلونه يي دافغانستان په مقابل کې غير مستقيم لاس وهنه کړی اودافغان ملت په وينويې خپل منګولې سري کړي دي نړيوال بشرپالو هم په خلاصو سترګو ورته ګوري غير د تماشی نه هيڅ داسې عمل نه دي کړي چې نړيوال ته دا وښايي افغانان هم نړۍ کې داوسيدو حق لري اونړيوال بايد د يوی ټولنيز بشري قانون په نظر کې نيولو سره پاکستان چارواکي دمحاکمی ميز ته کش کړي او حساب کتاب ورسره وکړي پاکستان هغه مکارهيواد دی چې کلونه کلونه يي لکه شيطان دومخي سياست پلی کړی او نړيوال يي تماشاچيان دي په داسی حال کې چې هره ورځ د افغان اولس د بچيانو سرونه په ايران کې په دار ځړول کيږي او پاکستان کې په چاړو حالاليږي اوسرونه يي له تنه رابيلږي خو سوال دلته دی چې افغان چارواکي ولی تماشاچيان دي اوولی هر څه ته په سړه سينه ګوري او لنډه دا چې ولی عملان دعتراض اوازنه پورته کوي او امريکاهم دخپل ټول قدرت سره دومره بی تفاوت برخورد کوي چې ته به وايي دجنګ دميدان ا صلي عامل همدوي دي او لکه دپاکستان دوه مخي سياست چلوي حال دا چې هغه ورځ لری نه دی ددی اور لمبۍ به نه يواځې دغرب لمنو ته ورسيږي بلکی نړۍ به له ګواښ سره مخ کړي او دنړۍ په هر هيواد کې دځنګلي ځناورو پادشاهي به پلی شي اوس چې نړيوال ټول په دی پوشول چې پاکستان هغه مکار حکومت دی چې تل يي پخپل دوه مخي سياست دغرب په پيسو اتومي بټۍ يي جوړ کړ تروريستان يي وروزل او لنډه دا چې د نړۍ دتروريزم په ځاله بدل شو ان داچې دنړۍ له هر خوانه مسلکۍ ترورستان ورته را ټول شوي او دافغانستان نه لکه ليوان تاو شوي خو د دخوشحالی او افتخار ځای دادی چې افغانان غيرتي خلک او ميړني اولسونه لري چې دمرګ په بيه يي خپل دميړانی تاريخ يي ژوندی ساتلی او هر تجاوز ګر ته يي غاښ ماتونکی ځواب ويلی دی هغه ورځ لری نه دی چې د پنجاب دغلامي دور ته دپای ټکۍ کيدي لکه دا لنډۍ چې وايي


که په زلمو دی پوره نه شو
افغانستانه جنکې به دی ږټينه

په دی توګه پښتنۍ ملالۍ هم ټوپکونه پورته کړي او دخپل خاوری څخه ددفاع په سنګرونو کې به ودريږي پاکستان نه به خپله سيمه داټک تر پوله پوری خپل کړي او دومخي پاکستان به داسي په ګونډو کړي چې نړۍ به تری دعبرت سبقونه واخلي

http://www.youtube.com/watch?v=7wI6kJRO-9s&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=2d3Ya8t9UZI&feature=fvwp&NR=1

http://www.youtube.com/watch?v=ogv-JAAnqc8&feature=related

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com