اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور

 

 زاهده نوري
 

مشورتي جرګه


په دی کې شک نه شته چې امريکايو نړۍ خور امپريالستي هيواددی او د دی مقصد لپاره چې افغانستان کې خپل شتون حطمي بولي په شکل د اشکال اوس دا مفکوره يواځی امريکا سره نه بلکه د ګاوندي هيوادونو دپرلپسی لاس وهنوپه نتيجه کې اوس افغانان هم دی ته اړ شوي چې دامريکا شتون په افغانستان کې ومني ترڅودپاکستان او ايران لاس وهنو ته دپای ټکۍ کيښودل شي او دهرډول تجاوزڅخه دبشر دحقوق دقانون په مطابق دافغانستان خلک ژوند وکړي د افغانستان خلکو نه د جنګ په کالونو کې ژوند ورک شوې دی افغانان د نړۍ هر هيواد ته محاجر شول د هغی نه چې افغانان پردي هيوادونو کې مري هلته خښيږي اوبيا قبرونه يې ورکيږي ښه به دا وي چې خپل هيواد کې ژوند وکړي مهمه نه ده چې هر څوک وي دافغانستان خلک خپل هيواد کې ژوند کول غواړي اسلامې ايران او پاکستان کې هم د افغانانو په قبرونو باندی بل دوزري وګرځول شول اوس نو سخت دريزپښتانه دی خپل دلاسه وتي ځايونه دپاکستان ايران او شوروي نه تر لاسه کړي تاريخ شاهد دی چې افغانستان ٣٧کاله پخوا چاپه امريکا خرڅ کړلودجهاد تر نامه لاندی څومره افغانان تباه شول دا جهاد ولی نه کاميابيږي مونږ نور دغيرت او تش په نوم جهاد تر عنوان لاندی نه غواړو چې افغانان تباه شي دا مونږ بی غيرتان ښه يوخوپه دی توګه دافغانستان قسم خوړلي دښمنانانو نه غچ اخلو او دافغانستان دښمنانان په ګونډوکووښه به داوي هغه لنګه غوا چې ګاونډيان يې دافغانستان په نامه تری ګټه اخلي هغه مونږ خپل کورته راوړو هرڅه نه يي دافغانستان دخلکو په ګټه استفاده وکړو
 

 

 

 

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com