دکابل خلک دواوري او یخني
د ستونځو په منځ کي.

د کابل په منډوی کي د واورو سپیني غونډۍ
لکه څنګه چي ټولو ته څرګنده ده، چي سږکال دواوري اورښت د افغا نستان پرخاوره
باندی د خلکو په منځ کي د خوشالېواو امیدونو هیلي را پیداکړي دي .واوره او
باران د ځمکي لپاره د ښو حا صیلاتو زیری ور کوي، د کثافت او چټلیوپرمخ پرده
غوړوي اود شنو وښواو ونود ودي لپاره د شنه پسرلي زیری راوړي. واوره د طبیعی
ګلونو په را منځته کولو کي د کوڅو، دښتونو ، باغونو او چمنونوته د تازه شینوالي
او ښکلا بڼه ور بخښی. برسیره پردي واوره د بزګرواوکروند ګرو دراتلونکي ښه ژوند
او ښو حاصیلاتو په ور کولوکي هم د پام وړ رول لوبلولای شي. دا ځکه د واوري کال
خلک د نیک مرغي او خوشبختي کال بولي. او واوره د ښه راتلونکی آباد کال نیک فال
هم ګڼی.
ولی ددي تولوخوشالیوسره سره بیاهم واوره او یخني د ځینو هیوادوالو لپاره سختي
ستونځې منځته راوړي دي . دا ستونځي دغریبو او بی وزلوهیوادوالوکورنیوته د سونګ
، خوراک او څښاک په لټولوکي ډیرزیات کړاوونه راوستي دي،اوکله کله بیا د غه یخنی
او سړه هوا خلکو ته داوږدی مریضی او جبری مرګونو ګواښونه هم منځ ته راوړي.
زمونږدهیواداکثره خلک چي د ژوند د لمړنیواړتیاوود پوره کولو توان نلري او نه هم
د خپلې کورنۍ د بچیانو دخوراک اوګرمو کالیو په لاسته را وړلو کي کومه ځانګړی
پانګه لري.دوي په دغه سړی منفی هواکي د سبا په امید شپي او ورځي تیروي او کله
هم د خپلو کورنیو د غړو پر مرګ باندی سړي او ښکي تویوي .
د افغا نستان ددولتي چارو لوړ پوړي چارواکي چی دغربی هیوادود نقدوډالرودبوجیو
او پلنډو په لاسته را وړلو کي بیخي وپړسیدل او دلوړوجګ پوړو کورونو خاوندان دي
ددي بیچاره خلکو د کمک او مرستي در مان و نشول او نه هم ددوي پاملرنه د غریبو
خلکو خواه ته اوښتي ده.دوي بیله دی چه خپل جیب په درغلیو او بډی اخیستلو باندي
ډک کړي دهوس اوعشرت په نړۍ کي ګرمه ډودۍ ، ګرمه کوټه ،تاوده کالي، څښاک او پو
ښاک موټراو ډریور لري. ولی ددي مظلوم او بیچاره اولس له حاله ځان نه خبروي.
ددي ټولوبد مرغیوپه څنک کي د کا بل د ښاروالي د ښاغلی ښاروال نواندیښ هغه بی
پروایی ته ستاسو پام را اړوم چي پرون د ملی تلویزون په هنداره کي ددي ښاروالي
ځانګړي انځوراو راپورتژ په خورا ښه ډول سره خپورشو. د کابل دغه میډالوال ښاروال
چي د نورو وزارتونو، سناتورانو ، وکیلانو،په سترګو کي یی خاوری پاشلي دي .او
څوواره یی د یوه ښه ښاروال په تو ګه د ښي دندی په وړتیا سره په موسکا ډکه خوله
مډالونه ترلاسه کړیدی . نن چي مونږدکابل د واوري انځورګورو اودکوڅواولاروننداره
کوو. داسی ما لومیږي چي واوري ددي ګڼی ګوڼی ښاربڼه د ټولوخلکو دراتلواوتلوجریان
داسی بند کړی دي چه د تګ او راتګ ستونځي یي پر خپل ځای پاتي دی.
زما پوښتنه د ښاغلی ښاروال څخه داده چه ولی دکابل د زاړه ښار دخوراکی توکود
ډیري مشهوری منډوی کوڅي تر او سه پوری په واورو کي پټي دي. د کابل ښاروالی
يواځي او يواځی د وزیر اکبرخان ، مکروریانو ، دهوایی ډګرلو یه لاره او د
وزارتونو لاري او کوڅي پاکوي. ولې د ښار ونورو لارواو بانډو ته یي هیڅ پاملرنه
نه کیږي. مګر دا چه د کابل ښار ښاریان هره ورځ د خپلو اړتیاوو د ضرورت د پوره
کولو لپاره د کابل منډه یی ته ځي او هلته د خوراکي توکو د رانیولو لپاره تګ او
را تګ کوي.
دغه مشهوره منډوي چه د کابل ښار په زړه کي پرته ده ،د واوري د اورښت له کبله د
کابل د ښاریانو د تلو او راتلو لاره یی دیره تنګه کړی ده . ددي منډوی د مخ څخه
د واوری چلول د ښاروالی د تنظیفاتو د ریاست اصلی دنده ده . ولی داسي ما لو میږی
چه د ښاروالي د مربوطو چارو رئیسان او خپله ښاروال د عادی هیواد والو د ستونځو
د آوارولولپاره کوم ځانګړی پلان او تصمیم نلری. دا ځکه چه ددي ښاروالی د
تنظیفاتو او کثا فاتو ریاست د کاله څو میلیونه ډالره بودیجه د همدغه ښار د
صفایی او پاکوالی په وجه تخصیص لری.او هغه باید هرومرو په دغه لاره کي مصرف او
پکار واچوي.
دزرګونوکارګرانو،تخنیکي ترانسپورتي وسیلو، بیلدوزورواو د واوری د پاکولود
لسګونو موټرونو په دردلوسره سره بیا هم ښار نا پاکه، ککړاود چټلیو اوکثافت څخه
ډک دي.
که ښاروال ددی ښار په ښکلا ، پاکې ، نظافت او پر مختیاکي خپله دنده په وړ تیا
سره سرته ونه رسوي نو بیا دي ښاروال خپله دنده پریږدي او استعفا دي وکړی .
زه د یو افغان په تو ګه د ټولو مربوطو ادارو پارلمان،وزیرانو او درنو هیواد
والو څخه غو ښتنه کوم چي د کابل ښاروالي د مسئولینو پام دی ددوي و اصلی دندي ته
را وړوي اود کابل د څو میلیونه ښار ښاریان د خپل ښار په سمسورتیا کي د ښاروالی
د کارکونکی سره اوږه په اوږه په ګډه برخه واخلی. تر څو د ښاروالي او خلکو ترمنځ
د همکاری او مرستی فضا منځ ته را شي او د کابل ښارددي ناوړی حالت څخه وژغورل شي.
ولی محمد نورزی هالند
|