ميامحمدبشريارزړور ليکوال

ددي وخت نوی شاعر،سياسي مبصر اوډرامه
ليکونکي محترم ميامحمد بشريار چي دوطنوالودذهنونوپه روښانه ولو اود
واقيعتونو په مستندوليکنوکي لوي لاس لري اوهڅه کوي چي وطنوال سولي اوملي روغي
جوړي ته را وهڅوي ترڅو په وطن کي دجګړولمن ټوله شي او وطن ددي بدبختي
اوغميزي څخه خلاص شي ٠
نيوه کي ئي ترخي زيږي او واقيعتونه يي شايد په هغه چابه ښي نه لګيږي چي
لاسونه ئي دوطنوالو په وينو سري دي اويائي چور اوتا لان ته ملا تړلي وي
دحرامو په راټولولولګيا دي دهغه چا زړه ته دملهم پټي دي چي پاک وجدان اوپاک
ايمان ولري دوطن اوخلکو سره مينه لري دوطن ابادي اوسمسورتياغواړي٠
شخصا زما دبشر يار صاحب په ساده ژبه ليکل شوي ډرامي ډيري خوښيږي ډيري
معلوماتي لنډي ډرامي دي ٠
مونږدسياسي اواجتماعي علومو په اکاډمي کې سره هم ټولګي وو هروخت به يې په
اومونږ به ديو مشر ملګري احترام ورته کاوه امنيتي حالات خراب شو ډير وخت
راڅخه ورک وه اوس مي بيا پيدا کړ ليکني اواشعار يي په مجلو او ويب پاڼو کي
لولم٠
دبشريارصاحب خواږه شعرونه شاه ځوان منور اوڅاربان منور دمست تنګ ټکور سره
ويلي دي اوکستونه يي په جلال اباد ښارکي پيدا کيږي ٠
بشريار صاحب خاکسار اوغريب دوست انسان دي کوشش کوي چي ځوان نسل تعليم اوزده
کړي ته وهڅوي دټولنۍ ناخوالي اونادودي په ساده ژبه مستندي بيانوي ٠
دبشريار صاحب ديپلوماسي يادوه مخي نه خوښيږي هغه وائي انسان بايد په خوله کي
يوه ژبه ولري ا وپه هغي پاکي سوتره اوزيږي مخا مخ خبري وکړي هغه وائي پښتون
دشاه له طرفه وارنکوي پښتون مخامخ وارکوي مخامخ روغي خبري کوي شف شف نه وائي
سم شفتالو وائي ٠
بشريار صاحب دي خداي راته ژوندي لري چي دليکنو اوشعرونو څخه ئي استفاده وکړو
وطن اوخلکوته خدمت وکړو٠
دبشريار صاحب نه احترامانه غوښتنه کوم چي ډيري ليکني وکړي دقلم په نوکه وطن
اوخلکوته خدمت وکړي ٠
صحران ځاځی نيويارک