اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
بې ساري مبارزه خو پايلى يې څه.؟..دويمه برخه

 

ليكونكى:محمدنعيم كاكړ

تيرليك موږ دارواښاد مبارز كاكاجى صنوبر حسين ددي شعر څخه پيل كړي وو
وطن كړو وران سپينوپګړوكوكوكه دواړو
دي ملك ته اور ورته كړو خپلوكه پردوكه دواړو
دپښتنو افغانانو هيواد او خاوره پخوا هم ورانه شوي وه او اوس ورانه شوي ده كه څه هم دورانولو يې بيل بيل رنګونه او ډولونه دي خو د نزدي پيړو څخه چي ځمو زموږ خاوره څنګه ورانيږي هغه يوه داسي بڼه لري چي دكاكاجي صنوبر حسين دوينا رښتنونى ښكاره كوي خو دشلمى پيړي په وروستېو دووليسځو او د يوشتمي پيړي په لومړي لسيځه كښې چي ددي خاوري او ددي ولس سره چي څه وشوو دا ډول به هلاكو خان او چنګيزخان دچاسره نه وي كړي لكه دنن ورځي نړۍ والو ناترسو چي دپښتون افغان ولس او خاوري سره چي وګړو زه دلته هغه ټول ورانى دلته نه شم بيا كولي ولي چي دا دومره جيراو ناتار دي او په دومره لويه كچه دي چي كتابونه باندي ليكل كيدي شي خو افسوس او وير په دى كوم چي نه كوم پښتانه افغان نه باندنيانو په دي څه وليكل چي څومره دپښتانه افغان ككړي دخاورو سره خاوري شوي څومره افغانان پښتانه دكورو څخه بى كوري شول څومره اواره او بىلاري شول او څومره دا وطن په كنډولو بدل او ويجاړ شو خو موږ بيرته هم د دونى ناتار وروسته يوبل ته په مورپو كښې سره ناست يو او پخپله سره وژنو خپلى ښځي كونډوو خپل ماشومان يتميان كوو او خپل روغ ويجاړو او زمامطلب كله هم دانه دي چي زه ويوي ډلي ګونديا سړي ته اشاره وكړم يا يې په نخښه كړم د افغان پښتون كورسوځل شوي دي هر څه وران شوي دي لانور ورانيږي دا چي هر چاچي هو ځموږ هر څه وران شوي او تالار شوي دي
ځموږ په لكاؤ وګړي داسي دوانېو سره مخامخ شوي دي دوي بيرته وخپل ځائى ته رسول به هم لسيځى وغواړي نو ځكه چيث هر پښتون افغان يا يو مسلمان چي دبشر خوا خوږي وي هغه د نزدي څلور ولسيځو په ناروين خواښني كيږي نه هغه پښتانه او مسلمان چي دي نه رښتني پښتون وي نه سپيڅلي مسلمان چي هميش د بم (بوم) د ارواح څخه وي او دهغه مرغه طبيه لري....؟
خو دلته پښتنو افغان رڼ اندو او تاريخ پوهانو ته په كار دي چي دمغل ددور څخه نيولي بياترنن پوري پښتون افغان دوخت دحكمرانانو په نخښه پاته شوي دي چي هم دهغه قام بل دومره نه دي ځورولي لكه پخپلو كښې چي دوي يو دبل په غاړه كښې داچولو هڅه يې كړي ده او دوي يې په بيلو بيلو مور چلو كښې يو دبل په ضد كښينولي دي خو زه په ډيره خواښني داخبره كوم چي دپښتانه افغان د اورور ژنه داسلام په سپيڅلى نامه باندي شوي ده اوارو اښار د كاكاجى صنوبر حسين ودي ته ګوته نيولي ده.
وطن كړو وران سپينو پګړو كوكو كه دواړو . دي ملك ته اورور ته كړو خپلو كه پردو كه دواره كه موږ دپير روښان د دوره څخه خپله خبره ونښلوونو پيرروښان ارواښاد او دده دملګرو غوښتنه څه وه چي په دي خبره هر سړي پوه دي دوي دنړۍ دنورو قامو وارو يو پښتون ملت غوښتني داځكه چي دمغل پاچاخان كه څه هم مسلمانان وو خو دوي دمسلمانانو په ځائي وهندوانو ته ډير مات وو ولي چي دوي په دي خبروو چي تر هغه وخته چي دهندوانو ملګرينه وي راسره تر هغه وخته په هندپاچاهي نه شي كيدي او بل دا چي دمغل وپاچاهى ته دهري هوا خطروي دهغه كاركول ضروري دوي ګڼلي وو روښان او د روښان غورځنګ څرګنده ده چي دخپل پښتون قان بشري حق يې غوښتي ولي چي دشير شاه سوري په هند كښې دحكومت د ختم كيدو وروسته دپښتنو مركزيت فاش فاش شوي وو او دهر پښتون دا ارمان وو چي دومره پياوړي قام دبل چاترواك لاندي شې نو ولي دتش نش پښتون سره راټول شې او خپل پخوانى وياړ ترلاسه كړي خو مغل هم په دي بنه پوه وو كه چيري دپښتون افغان په ضد جګړه پيل كړم نو پښتون افغان بشپړه راته يو كيږي چي ماتو وركول به ګران وي نو ځكه چي مغل واكمنانو داسلام دسپيڅلي نوم را وړاندي كړي خوكه پيرروښان او دده غورځنګ ومغلو څخه پورته مسلمانان نه وو خو تردوي پاته هم نه وو خو مغل په دي خبر وو چي د روښان غورځنګ ته ماته دوركولو يواځني لاره هم دهغه ده ځكه چي دوي مغلودر ويزه ورته راپوته كړي او پيرروښان او دده ملګري داسلام وچوكاټ څخه واستي اوو ارواښا دپيرروښان ته دپيرتحريك نوم وړكړي او د روښان لخوا چي دپښتو او پښتنو دپاره كوم ويارلي كارونه كول دهري لاري دهغه مخالف كاوي او په ځان هم هغه پښتانه راټول كړي وو چي په اسلام ډيرمين وو خودبده مرغه دهغه ساداره مسلمانان پښتانه په دي وو خبر چي لوبه څه ده او اسلام څنګه دپيرروښان وغورځنګ په ضدګارول كيږي در ويزه په ځكه چي دمغل حكمرانانو ټولى اسانتياوي لكه وسله كلداري دجمات خان اوملك او دمغل په تهال راټول د نوموړي راټول وو خو پيرروښان په اسلام او په خپل قان باورلري نو ځكه چي سل كاله وروسته هم دپيرروشان غورځنګ دخپل قام په مرسته دمغل او د ده دڅائى لاس پو څو پعه ضدو جنګيدو كله خپله ماته خوړله او كله مغلوته ماته وركوله خو دبل دپاره چي څوك كار كوي دهغه د نوم څخه تاريخ كركه كوي نن هم پيرروښان نوم دده په مبارزه پښتانه افغانان وياړ كوي او دده په پله ګام ايښى دي خو دبده مرغه هميش دپښتون افغان دښنمانو او حكمرانانو هغه لاره خپله كړي ده وكومي بنسټ چي مغلو ايښي وو خو تاريخ رښتيا وائي او اسلام هم دښتنو ملا تړي دي اروښادپيرروښان او دده مبارزه نه ايريدونكي ده خواخونددروازه بى دركه دي.
تاريخ خو داپريكړه وكړه چي دښتنى څوك وو خو زموږ ولس په دي ناخبره دي چي څنګه دښمن دهري لاري ځان وخپلي ګټي ته رسوي دپيرروښان غورځنګ تراوسه ژوندي دي او د هغه وخته څخه تراوسه پوري بيل بيل ډولو نوځان ساتلي دي خو دمغلو پلو يانو هم دخپلو بادارانو ورسيسو ته دوام وركړي هم هغه حربه ګاروي لكه داخوند درويزه په لاس كښې چي دخپلو ګټو دپاره اسلام سپيڅلي نوم ورپه برخه كړي وو او دپښتوورانى اوس هم په هغه ډول روان دي كه تر پخوا نور زيات شوي دي په دي كښې به شك نه وي دپيرروښان په ضدباندي مغل واكمنان او ځائى لاس پوځى ولاړوو وو خواوس دتيرو نز دي څو لسيځو څخه ټوله نړۍ د دوي په ضد راپاريدلي ده نو هم دا خبره ده چي نن ترپرون دپښتون افغان هر څه تالار شوي دي خوپه نن حالاتو كښې بيرته هم دااړنه خبره ده چي دپيرروښان دغورځنګ په رڼا كښې پيتانه افغانان پيرروښان او اخوند د رويزه وپيژنى چي دلومړي ورځي څخه تراوسه دا دواړه څنګ په څنګ سره را روان دي نو ځكه چي پيژند كلوي به څه ګرانه وي خواڼ انده او پوهان دهغه سرښته دتاريخ په اوږ دو كښې سره تړلي شي نو ځكه چي ارواښادكاكا جى صنوبر حسين داموږ څخه داپوښتنه كوي.
وطن كړو وران سپينو پكړو كوكو كه دواړو
دي ملك ته اورورته كړو خپلو كه پردو كه دواړه
(دوام لري)
................................................................................................................
محمدنعيم كاكړ
 

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com