اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
بې ساري مبارزه خو پايلى يې څه.؟
 

ليكونكى:محمدنعيم كاكړ
 


وطن كړو وران سپينويګړو، سپينو كوكو كۀ دواړو
دې ملك ته اور ورته كړو خپلو كۀ پردو كۀ دواړو
 

داشعرد ارواښاد كاكا چي صنوبر حسين دي چي نز دي نيمه پيړي يا تر دي هم دمخه جوړ كړي او ويلى دي كاكا جي زموږ دخاوري يو ډير لوئى مبارز وو چي دوي نه يواځي دسره فرنګي په ضددخپلو ملګرو سره مبارزه اوسله واله كوله بلكي دانګريزانو دځائي ناستو په ضد يې دتوري او دقلم دلاري ترخپلى وروستي سلګي دپښتون قام او دخوار ولس دپاره ږغ پورته كړي وو دوي دخاوري دخپلواكي او خوار ولس د زورځواكو څخه دځخورلو دپاره ښارغرونه كلى اوكورونه تر خپلو پښو لاندي كړى وو آن داچي كاكاجى صنوبر حسين واده هم ترپا يه ونه كړي او خپلى مبارزي ته دوام وركړي چي هم ددهغه جنوري په مياشت كښې په حق ورسيدي خو خپل نوم دوطن پالو او خواري كښو په مبارزو كښې ثبت او وليكي ددي څخه علاوه ارواښادكاكاجى صنوبر حسين تر شاد شاعري او نثر ښه ډير چاپ ناچاپه كتابونه پرۍ اښنې دي خو زموږ دبى غوري او دپام نه كولو دكبله هم دالوئي مبارز ليكوال شاعر او په خاوره مين څوك دسره څخه اير كړي دي نه ددي په مبارزه چي دوي دخاوري دځخورلو دپاره كوله نه ددوي دقلم په مبارزه دومره څه پيژندګلوي په خپل ولس كښې كړي ده چي دخدائى بخښلى ارواح ته كرار ورسيږي ددي پړه په چاواچول شې ځه پخپله په دي اړه څه نه شم ويلى خوارو مرو دخپل ځان څخه داپوښتنه كوم چي دنړۍ ډير لږ قاموبه دنړۍ په مخ تير شوي چي دومره سرشندني كړي وي لكه د هغه پښتون افغان چي په ځان وړي دي خو دوي هيڅ هم نه دي ترلاسه كړي بلكې نور په شاتللي دي او دومره يې هم من حيث القوم نه دي كړي چي دوي ددي مبارزو نيټه ليك وليكي د دوي مبارزه وخپل ولس ته وړاندي كړي بلكې هر مبارزه او مبارز يې داسي اير كړي دي لكه ارواښاد كاكاجى يا حاجى صاحب دترنګزو او يو شمير نور دي غيرت مني خاوري او ننګيالىولس خو دومره قارمانان وركړي دي كه د دوي ورځي او تلينونه موږ لمانځل پيل كړو نو نه شم ويلي چي دكال يوه ورځ به هم داسي تشه او خالى پاته شې خو ددي مانادانه ده چي موږ دوي ايركړو ولي چي تاريخ هم دهغه ننګياليان جوړه وي او دتاريخ څخه مخ ګرځول د پوهانو په وينا ديوه وګړي څخه حافظه وړل دي په لراوبر كښې په پښتو ژبو په تاريخىكسانو او شخصياتو باندي غونډي سيمنار ونه او ورځى لمانځل او تللينونه كيږي داسي نور ډير څه خو په دي ټولو كښې ځموږ يو شمير كارمانان دسره څخه دپام غورځي خو داسي څوك تراوسه نه دي ليدل شوي چي دوي دهغه مبارزينو شهيدانو او نورو په كال كښې يوه ورځ وټاكي چي دكاكاجى صنوبر وارو مبارز وګډه ورځ ولمانځل شې آياداسي به كله وشې؟

ځماليك دكاكاجى صنوبر حسين په پورتني شعر باندي وو چي په دي شعر كښې دپښتنو افغانو دپاره هر څه نخښتي دي چي دنن څخه يوه پيړي دمخه هم داسي ناورين په دي بشپړه خاوره او ولس جوړ وو او نن هم جوړ دي دپښتانه افغان كورته اورورته شوي دي هر څه يې په كښې سوځلي دي خوداڅرګنده نه ده چي دا اور خپلو لګولي دي كه پردولګولي دي په دي خاوره باندي چي يو اور سوړشي بل اور باندي تازه شې او دانه دڅرګنده چي دا ورونه به تركله ددي خاوري په ماشومانو ښځوسړيوبل وي خو لكه چي ويل كيږي چي يوځنګل نويدي او وچي ټولي په كښې سوځي چي دپښتانه په كورلګيدلي او رهم و دهغه ځنګله اورته ورته دي كاكاجى صنوبر حسين خو وهغه چاته ګوته نيولي ده چاچي دهغه وخته څخه په دي خاوره اورلګولي دي خو داپوښتنه يې هم كړي ده چي داپريدي دي كه خپل دي؟

خو دلته داپوښتنه هم كيږي چي ددهغه دومره سرشندنو وروسته پښتون افغان ولي خپل منزل ته نه دي رسيدلي پښتانه افغانان مبارزوميدان ته راووځي بى ساري مبارزه وكړي څلويښت كاله پنځوس كاله خو يو څه هم ترلاسه نه كړي سپين ږيري يا په حق ورسيږي يا بياشهيدان شې هم دهغه كاروان دپيرروښان دوخت څخه را روان دي او ترنن پوري دوام كوي دهغه زموږ په دهغه شپته كاله ژوند كښې موږ څوني دكار سړي دلاسه وركړوخو په ځائي ددي چي مخ ته ولاړشو خوموږ د هري لاري وشاته تللي يو او نور و شاته بېول كيږو ډير دكار سړي اوس هم لرو خو دوي هم دپخوانيو وارو په دي چي نن به رڼا شې صبا به رڼا شې دهغه دي زموږ اوستاسوو مخ ته دهغه درې څلور ليسځى تيري شوي خو پايلي صفردي رښتياه خبره دا ده چي دا اوږده مبارزه په زياته بيادتيري نزدي يوپيړي مبارزي او ناورين موږ ته د پوه پناه كيدو په چپه بل څه نه دي راكړي ځكه داټوله مبارزه رڼه رڼاكښې نه دشوي بلكى په توره تياره او بيله دڅه مخه او هدف ترسره شوي ده يا موږ داهوډ نه دي كړي چي دخپل ولس او قام حالت په بدلوو او داهر څه به په خپلو موټوكو وقرآن شريف كښې لوئى څښتن هم دا خبره كړي ده چي ځه(ج) دهغه قام حالت نه بدلوم كوم قام چي دخپل قام دبدلولو هو ډ نه وي كړي خو موږ مبارزه ډيره اوږ ده كړي ده خو دقام حالت مونه كړي بدل دا ځكه چي موږ هر لوري دبل اسره اخستي ده او دنورو په بيساكي ولاړ او دريدلي يوبلكى په خپله ناپوهي موږ وخپل كورته اور ورته كړي او په دي خو شحاليږو چي اوس به ګټه راځي اوس به راځي كه دباچا خان دمبارزي څخه موږ دحالاتو جاج واخلونو پايله به هم هغه وي لكه وړلندي چي وويل شو ارواښاد خان عبدالغفار خان دخپلو ملګر وسره دخدائي خدمتګار په نامه يوه ډيره پراخه او مغز نه مبارزه د ۱۹۱۹ء څخه پيل كړي وه چي دانګريز به ددي خاوري څخه باسو او د پښتنو د هغه مبارزه دوي دهنددكانګريس سره تړلي وه او دګاندهي جى او نورو ګانګرسانو په ګډه دا يو لوئي پاڅون وو خو كانګريس ځان ته خپله مخه ټاكلى وه دپښتنو په ملګر تيااو مبارزه خو سور انګريز ددي سيمى څخه ولاړ كانګريس آزادي ترلاسه كړه او هنديې يو خپلواك او پرمخ تللي هيواد هم په دي لور روان كړي او روان دي خو خدائى بخښلى باچاخان او دده ملګرو ته څه په لاس ورغلو په دي اړه خپله باچا خان په خپل كتاب زما ژوند او مبارزه كښې په ډيررڼ تندي او رښتيارښتياليكلى دي دوي خپلواكي ترلاسه كړه خو باچا خان ،خان شهيد عبدالصمدخان او په سلاؤ نورو ته بيله دبندي خانو ځورولو او در په درې نور څه په لاس ورغلو چي داهر زموږ اوستاسو ومخ ته دي كانګريس داتراشلي وه چي دخپلواكى ولاس ته دراوړ لو دپاره او دهغه وروسته به څه كوي خو خدائى خدمتګار دا نه و اتراشلي چي انګريز ولاړشې نو به څه كوي هم په دهغه لوئي هند كښې پاته كيږي دافغانستان دخپل ټاټوبى سره به ګډيږي پا به به په پاكستان كښې ورګډيږي يا دا چي دپښتنو به جلا هيواد وي؟ ددي سره سره باچا خان او ملګرو يې داهم نه وسنجولي او تراشلي كه دايو څه ونه شو لكه چي دباچاخان دده ملګرويادپښتنو دپاره دانګريزانو دتلو څخه څه پراخى نه راغله بيا به خدائى خدمتګار او پښتانه څه كوي كه به اوبو ته لاهوكيږي چي هري خواته يې يو وړو؟ (دوام لري)

......................................................

محمدنعيم كاكړ

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com