د فدرالېزم تر شعار لاندې د
هېواد تجزیه
ښاغلو لوستونکو ، تاسې ته
څرګنده ده چې د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ د میاشتې په نهمه نېټه د جرمني د برلین په ښار
کې د ځینې فرصت غوښتونکو افغان او افغانستان دښمنه عناصرو ، د جرمني د هېواد په
کوربه توب او د ځېنو امريکایې سناتورانو په ګډون دا تجزیه غوښتونکو عناصرو په
افغانستان کې د فدرالي سیستم د راوړلو چې په پايله کې خداې مکړه د ګران هېواد د
تجزیې سبب ګرځي تر سره شوه .
پدې غونډه کې دوستم ، محقق ، ضیأ مسعود او ځېنو نورو افغان او افغانستان دښمنو
څېرو هم ګډون درلود.
د اندېښنې وړ خبره خو دا ده چې دا فرصت طلبه او په ګاونډیؤ ، سیمه أیزو او
نړېوالو قدرتونو پلورل شوياو هېواد دښمنه عناصر پداسې حال کې د پردو سره د
ګران هېواد افغانستان د تجزیې په اړه سلا مشورې کوي چې پخپله په اوسني دولت کې
لوړ پوړي چارواکي دي او هغه اساسي قانون او د حکومت ډول چې دوې پخپله تصویب کړۍ
پر خلاف یې عمل کوي.
داځکه :
هنوز این چرخ نيلي کج خرام است
هنوز این قافله دور از مقام است
ز کار بې نظام او چه ګویم
تو ميداني که ملت بې امام است
(علامه اقبال)
دا ځکه چې : د اوسني دولت مخالفین د دوی د بادارانو سره د دوی د ګډون او مشورو
پرته په قطر کې نماینده ګۍ جوړوي او مستقیمآ د امریکایانو سره د خبرو لړۍ پېلوي.
دا ځکه چې: دا اوسنۍ تورتم چې په هېواد کې خپور ده او مونږ یې په غبرګو سترګو
ویده کړي يو او خپل پردي را باندې لوبې کوي ، زمونږ د نا خلفه مشرانو د نا خلفه
پرېکړو او تصمیمونو پائېله ده.
دا ځکه چې نړیوال استعمار او استثمار د وطن په بچو داسې یوه توره شپه او حالت
راوستۍ چې له بده مرغه د خپل راتلوونکي په اړه هېڅ ډول پرېکړه او تصمیم نشي
نېولاې.
دا ځکه چې :دا تورتم زمونږ د هېواد د خکلي آسمان لمنه په تورو ورېځو لړلې ده او
داسې برېښي چې په ټول آسمان کې مونږ یؤ ستورۍ هم نلرو ، او په لر او برکې د
امېد رڼا ورکه او نه څرګندېږي.
دا ځکه چې : مونږ نور په خپل قوياو متین مؤجودیت باور له لاسه ورکړۍ او پرې نه
وېاړو ، او هر څوک او هر څه راته پردي ، پردي ښکاري .
دا ځکه چې : مونږ نور هغه ښاغلي نه يو چې ځانونه به ورته ډېر لوړ او ستر
ښکارېدل ، او د خپل هېواد ، ملت او سيمې درنښت ، ټولیز ویاړونه به یې د ژوندانه
سر ليک ګڼلو.
دا ځکه چې : له بده مرغه زمونږ د ګران هېواد او ځورېدلي ملت د اوسنۍ غمیزې او
بدبختۍ ډېر مهم عامل د ېوه افغاني ملي سراسري هستې او بنسټ نه شتون ، او زمونږ
د سیاستوالو ، مشرانو ، پوهانو ، علماؤ ملي رسنېؤ او پاتې روڼ اندو تر مېنځ د
همغږۍ نه شتون.
چې ددې تر شا د ګاونډیؤ او په کور دننه د افغان دښمنه کړېو ژور لاس پدې وروستېؤ
کې ډېر محسوسېږي دې ټولو ناخوالو ته زمينه برابره کړې چې اوبه خړوي او کبان
نېسي.
نو راشئ چې تېر پسې هېر کړو او د افغان او افغانستان لپاره لاسونه سره ورکړو او
د یوه افغان شموله پراخ بنسټه خوزښت ، هستې او جوړښت د په جوړولو سره لاسونه
سره ورکړو او خپل کړېدلۍ،ربړېدلۍ او ځورېلۍ افغان ملت او هېواد ته یوه د امېد
او ښه راتلوونکې غوره لار پرانېځو.
تل د وي افغانستان ژوندۍ د وي افغان ملت
د افغان ملته
د افغان ملته واوره قهرمان ملته د افغان ملته ډېر دي ، ډېر دي په نړۍ ستا
رقیبان ملته د افغان ملته
اخلي ، اخلي بدله د تېر زمان ملته د افغان ملته انګرېزان دي که هندوان او که
روسان ملته د افغان ملته
که ته غواړې چې اوچت شې په آسمان ملته د افغان ملته شه پتنګ د علم او پوهې دغه
آن ملته د افغان ملته
په یؤوالي په ورورۍ شئ ټول یو ځان ملته د افغان ملته نو به هله ستا ټپونه شي
درمان ملته د افغان ملته
نکړي نه کاندي یاري څوک ستا په شان ملته د افغان ملته په مطلب یاري کړي ټول دا
ګاونډیان ملته د افغان ملته
که عرب دي که عجم که ایرانیان ملته د افغان ملته ټول کړي ګټې ستا یارۍ کې ته
تاوان ملته د افغان ملته
ایرانېان که ازبکان که پنجا بېان ملته د افغان ملته ځان خبر کړه د حامد په دې
بیان ملته د افغان ملته
محمد حامد الوتاند ستاکتن کلېفورنیا ۲۰۱۲ کال د
جنورۍ ۱۱مه |