|
|
|||||||||
|
|||||||||
|
د لوی او بښونکي خداې په نامه محمد حامد الوتاند ستاکتن کلیفورنیا په سویدن کې د افغان علمي او فرهنګي ټولنې ټولو درنو غړو ، مشرتابه او افغان ستور مزلي ښاغلي عبدالاحد مؤمند ته خپلې نېکې هيلې او د زړه له کومې درناوۍ وړاندې کوم . لمړۍ اجازه راکړۍ چې دځان او د امریکا د کلیفورنیا په ایالت کې د لوی افغان د ټولنې د ټولو غړو او مشرتابه له لوري د افغان اتل او ستور مزلي ښاغلي عبدالاحد مؤمند په درنښت غونډه کې ټولو ګډونوالو ته هرکلۍ او درناوۍ در وړاندې کړم ، همداسې په سویدن کې د افغان علمي او فرهنګي ټولنې ټولو درنو غړو ، مشرتابه نه تر مخه مننه او خوښنه چې د داسې یو غوره نوښت په لاره اچولو سره یې د تل یادي عبدالاحد مؤمند په ویاړ دا درنه غونډه رابللې ده .ښاغلو او آغلو : د افغان ستور مزلي ښاغلي عبدالاحد مؤمند په اړه کولاې شم ډېر څه وليکم او وواېم . خو پدې پوهېږم جې پدې درنه غونډه کې به ګډونوال د دوې په اړه ډېر څه وه واېي او تاسې ته به یې وړاندې کړي.خو زه به د دوې په ویاړ په خپل یؤ شعر بسنه وکړم چې هيله مند یم د ښاغلي عبدالاحد مؤمند او ستاسې ټولو د منلو وړ وګرځي . په درناوۍ
ویاړ
|
|||||||||
|
|
|||||||||
|
|
|||||||||
|
www.salgay.com
V3 2012 Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com |