|
دځمکي په مخ دسرطان دانه
لوي ابليس پاکستان دځمکي پرمخ دسرطان
دانه پاکستان غواړي چي افغانان بيا په نوي ټيپ اونوي کورني جګړي دشويه اوسوني
په نوم سره وجنګوي افغانان بايددتيروخت څخه دعبرت درس واخلي اوددښمن
ددسيسوښکارنشي افغانان ټول سره ورونه دي مونږ حتی خپلو هندوانوافغانانوته بايد
دزړه له کومي دوروري لاس ورکړواولکه دپخوا پشان ګډ صميمي اودورور ګلوي ژوند
وکړومونږ افغانان بايدهيڅ ډول تعصب پخپلو کي ونلرو٠
پوهان وطندوست سياستمداران روشنفکران او واکداران بايددهرډول تعصب مخه ونيسي
اومغرض اشخاص پري نږدي چي دخپلو شخصي اوسياسي ګټودپاره افغانان په بله بدبختي
اخته کړي ٠
پاکستان ايران اوعربان کوشش کوي چي افغانان ترخپل سياسي نفوذ لاندي راوړي
اوپخپله ګټه تري کار واخلي دخپلو استخبا راتي کړيوو دامکاناتو په استفاده خپل
جاسوسان دحکومت په لوړو اومهمو څوکيو مقرر کړي اوبيائي دخپل وطن په ګټه استعمال
کړي داد افغانستان دحکومت دکشفي ارګانونو وظيفه ده چي پردي جاسوسان کشف
ګرفتاراوداعمالوپه سزا ورسوي ٠
بيا هم تکرار ليکم چي ددښمن مخه هغه وخت نيول کيږي چي کار اهل دکارته ورکول شي
٠
دپاکستان استخباراتي شبکي ډيري فعاله اوخطرناکي دي چي حتی امريکايان خطا باسي
اواستخباراتي لوبي پري کوي په ټوله دونياکي ئي پټي شبکي کارکوي اود دونيا په مخ
خطرناکي نقشي جوړوي پاخه ديپلوماتان اوپخه ديپلو ماسي لري پدي لاره کي ډير
ماديات مصرفوي او خطرناک پلانونه تطبيقوي دتعجب وړ اويا دخندا وړداده چي په
امريکائي ډالرو امريکايان وژني داده پخه پاليسي پخه ديپلوماسي اوپوخ سياست چي
پاکستان غوره کړيدي اودډير وخت نه راپدي خوا چليږي
ايا دځمکي په مخ نور څوک داسي هوښيار تاسو پيژني ؟ حتما ستاسو ځواب دادي چي نه
اوس ويلي شووچي يواځي دا پاخه حراميان دا پاکستاني جرنيلاندي
افغان حکومت اوافغانان بايددايران اوپاکستان څخه چي څومره کولي شي ځان راټول
کړي اوددي شرپسندوخلکوسره په شر اخته نه شي دظالم په سرخداي ظالم پيداکړيدي
حتمي به دوي دکوم ظالم څپيړه خوري خدايدي وکړي چي افغانان پکي بدنام نشي
افغانان، سياستمداران ، پوهان ،واکداران او روښنفکران بايد ډير محتاطانه پاليسي
ولري اوددي دواړو هيوادو نفوذ بايد دافغانانو په منځ کي کم شي پدي هکله بايد
افغان نشرات اوميډياوي فعال کار وکړي افغانان دخپل وطن ميني ته راوبولي افغانان
دخپل وطن ملي ګټوته تشويق کړي ازادنشرات اوميډياوي بايد دوطن دوستي دپاک احساس
له مخي خپلو خلکوته خدمت وکړي اودپرديو دشرمه ډک دغلامي بار دخپلو اوږو کوز کړي
افغانان اوس نشرات اوميډياوي تفکيک کوي اومعلومه وي چي څوک دچاد پاره خدمت کوي
راځي ټول افغانان په ګډه خپلو خلکواوخپل وطن ته خدمت وکړو٠ حکومت بايددکارزمينه
په وطن کي مساعده کړي ترڅومسافرافغانان پخپل کورشي ٠ لوي لوي ډاګونه بايد
داوبولاندي شي اودحکومتي خلکو ددروغو وعدي بايد رښتياني اوعملي شي شخصا ماته
دحکومتي خلکوټولي وعدي دروغ او غولونکي ښکاري نوي موثر کارتراوسه په وطن کي ندي
شوي چي بيکاره افغانان پکي کار پيدا کړي ٠
دبرښنا وزارت ستوني ديولوي جنګ سالار په لاس ورځ په ورځ خفه کيږي ٠
دزراعت وزير نمايشي اوتجملي کارونه کوي چي حرامي پکي راټولي کړي مثلا په
ننګرهارکي دګمبيري لوي ډاګ که د کنړد سيندلاندي شي په زرونوخلکوته کارپيداکيږي
دايو مثال دي په سلونو داسي لوي ډاګونه شته دي٠
يو وخت دننګر هار والي دومره کارکن وه چي دبلدوزر نوم ئي ګټلي وه اوس دومره
بيکاره دي چي څوک ورته لاس ګاډي هم نه وائي هيڅ درک ئي نشته دميډياو څخه ځان
پټوي ٠
حکومت بايدباکيفيته زيربنائي پلانونه و لري په کار اقدام وکړي پري نږدي چي دنن
کار سباته پاتي شي ٠
نورنو دافغانانوعزت اوخوشحالي غواړم ٠ وسلام ميامحمد بشريار |