اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور

 

دازړه وردرته زه معلوم شوم

 


 ونعيم لالا داستاراډيوپرون په زوره زوره ناري وهلي چي غل دي ياره وغل دي ياره دائي دافغانستان دحکومت غله ښودل اوکه نور غله ئي ښوده ؟
هلکه ځوانيمرګه ديوال ګروي اولړمان تري راباسي غواړي چي زه درته غله وښيم  دازړه ور درته زه معلوم شوم  ريس جمهور وزيران وکيلان هيڅوک دا جراات نشي کولي  چي دغله نوم واخلي ټول چيغي وهي چي غل دي ياره  خيردي چي يوه ورځ زما راډيوچيغي ووهلي چي غل دي ياره  اصلا غله ډيردي اوزوره وردي هر څوک ئي پيژني نوم ئي نشي اخيتلي درهبر څخه نيولي  ترسرګروپ پوري ټول غله دي او که لنډ ووايم ټول جهاديان غله دي  ځکه ئي څوک نه نيسي  داحکومت دجهاديانودي کله چي داحکومت دتنظيمي حالت نه ملي حالت واوښت  بيا به غله رانيسي ترهغي پوري به په وطن کي څه نه وي پاتي  چي غله ئي غلا کړي  داسي زوره ور چور روان دي چي دونيا ورته حيرانه ده٠
نعيم لالا دالوي څارنوال دي خير يوسي په کال کي يو واري غږ کوي چي غله نيسم ٠
هلکه ځوانيمرګه لوي څارنوال  که غږ کوي چي غله نيسم  ريس جمهور ئي نه پريږدي ؟
نعيم لا لا ريس جمهور ئي ولي نه پريږدي؟  ريس جمهوردغلوسره معاملي کوي غلوته وائي  په ګډه به غلا کوو بيا غله اوريس جمهور په ګډه داسندره وائي٠
نوشوم نوشوم شراب مي سروکاردي    خودبه ئي راکوي چي امريکامي مور اوپلار دي ٠ امريکا چي دچا مور اوپلاروي  اوامريکائي پاسپورت ولري هغه به څوک ونيسي ؟هيڅوک ئي نشي نيولي دابي فايدي چيغي د ي داد ولس په سترګو کي خاوري اچول دي يا په بله معني  ولس ته بازي ورکول دي ٠
نعيم لالا  هغه چي خارجي پاسپورت لري ولي ورته لوړي اومهمي څوکي ورکوي؟
بيا درته وايم چي دوي په ګډه غلا کوي٠
ونعيم لالا افغان مظلوم ملت به ددي غلو څخه کله خلاص شي ؟
هرکله چي پدي غلو دخداي قهر اوغضب نازل شووبيا به داخلک تري خلاص شي٠
نعيم لالا افغانان بايددخداي دربارته سوال او زاري وکړي  چي ددي غلو خلاص شي٠
هلکه ښه خبره دي وکړه ٠ 

     وسلام    ميا محمد بش

 

 

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com