اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور

 

 دافغانستان ټولي ناخوالي

 

 
دافغاني ټولني ناخوالي نوري دزغم وړندي فسات رشوت اختلاس غصب ظلم اوزورزياتي اوج ته رسيدلي دي کارنشته نر خونه لوړدي بي عدالتي بي قانوني اوزورواکي ده٠
يوتعداد زور واکي ا ولوړ پوړي قاچاقبراوکميشن کاران په ښه عالي سويه ژوندکوي ډيري پيسي اولوړي څوکي لري رشوت اخلي غلا اوددولتي ځمکو غصب کوي که نرخونه هرڅومره لوړشي ددوي په ژوند بداثرنکوي ځکه دوي ته دهري ناروالاري څخه پريمانه پيسي را رواني دي حکومت قانون اوشرايط ټول ددوي په ګټه دي چي داخلک هم حکومتي خلک دي اوهم دمافيا غړي دي ٠مثلا دکابل بانک لوټماران ددولتي ځمکو غاصبين اوداسي نوري نارواوي داټول جنايتونه جهادي رهبرانو دجهاد قوماندانانو اوددوي دکورينوغړوکړيدي٠
بل تعداد خلک دوچي ډوډي په ارمان دي ديوي نسخي دواداخيستوپيسي نلري سلاح نلري لوړي څوکي نلري اودعزت خلک دي اوس ئي حتي عزت ته دبي وسي له مخي خطردي نه کارشته اونه روزګار شته چي غريب خلک زحمت وباسي اويوه مړي وچه ډوډي پيداکړي٠
دحکومت واکداران پخپله خيټه ماړه دي ژوند ئي ښه تيريږي اولادونه ئي تحصيل کوي لوړي ماڼي لري په داخل اوخارج کي ئي بانکونه ډک کړيدي دقانون څخه لوړدي٠
بي کفايته ضعيف مرکزي حکومت نشي کولي اونه غواړي چي جنايتکاران دقانون پنجوته حواله کړي اوقانون پري تطبيق کړي٠يواځي خبري کوي او ولس ته ددروغو وعدي ورکوي قانون دغلو په واک کي دي غل به څنګه غل محاکمه کړي پدي لسو کلونوکي حتي يوغل محاکمه نشوو
افغان څارنوالي دعوام فريبي په خاطر په کال کي يووارغږ کوي چي دپخواني کابيني اواوسني کابيني غله تثبيت شوي اسنادجمع شوي اوګرفتاري کيږي بيا داخبره بيرته خاموش شي دڅارنوالانو جيبونه اوبوجي ورډکي کړي اوسترګي ئي ځان ته ټيټي کړي داڅارنوالان دپيسو سپي دي٠که داڅارنوالان قوي اوايمانداره خلک وي نوقانون به ئي تطبيق کړي وه٠
زمونږ په محبوب وطن افغاستان کي دټولوبدبختيو مور دازورواکي اولوړ پوړيدي داخلک دتاريخ په اوږدوکي فاسد وه اودوي پاک تاريخ نلري دوي به په تاريخ کي تورمخي راووځي٠
دغريب دحال څخه ناخبردي اودغريب په ستوني ئي پښي ايښي دي غريبان داسي وژني چي ويني توئي نشي اومړه شي ٠
په غريبانو سياستمداران سياسي تجارت کوي سوداګرورته نرخونه لوړوي ٠زورواکي ئي بيګناه ډبوي په ناموس ئي تعرض کوي اوپه تيزابو ئي سوځوي ٠
لوړپوړي ورڅخه رشوت اوبډي اخلي صادقانه کار ورته نکوي٠
جګړه ماران ئي په ډماکواوراکټو وژني ٠
په خوارانو هيڅوک رحم نکوي واکداران اوامرين دخداي اودخلکوپه نزدمسؤل دي
دخداي اودخلکوپه وړاندي ځواب ورکونکي دي دمحشر په ورځ به ځواب ورکړي٠
وسلام ميامحمد بشريار
 

 

 

 

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com