اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
ستاسو پخواني راډيو
 

وګلو اکاتاسوپخوا يوه راډيو درلوده هروخت به ئي ويلي ٠
اي سربازه ياره خيژه په مورچل باندي
داپاکستاني دښمن مه پريږدي دي خاوره کي
سترګي ئي ور وباسي تش په يوه کتل باندي
داسندره چاه ويلي وه ؟
ميرک جانه داسندره خداي بخلي بخت زميني ويلي وه٠
اکاهغه بخت ز مينه اوس چيرته ده؟
ميرک جانه هغه بخت زمينه اوس مړه شويده
٠اکا هغه وطندوسته ښځه وه راځه لاس پورته کړواودوعا ورته وکړو چي هغه دي خداي وبخي څه ښايسته سندري ويلي دي اوس په راډيوګانو کي بابولالي وائي ؟ نه هغه پخواني شاعران شته اونه هغه پخواني سندر غاړي شته هر شعراوهنري سندري به دانسان احساس ژوندي کاوه هره سياسي تبصره اوهره مرکه به دوطندوستي يودرس وه٠
اوس فقط دايوشي تکرار وي مونږ دفسات نوي کميسون جوړکړيدي پخواني کميسون ونشووکولي چي کار وکړي مونږ نوي کميسون به دملت په سترګوکي ډيري خاوري وپاشوو ملت به په دروغ ويلو ليوني کړو٠
ميرک جانه نن دي اشتياه صافه ده نه پوهيږم څه دي اوريدلي ؟
ګلو اکا نوربه څه واورم بي غير دمرګ او ژوبلي پدي وطن کي نور څه دي هره ورځ اورم دومره افغانان مړه شوه دومره افغانان په بحر کي غرق شوه دومره افغانان په ايران کي اعدام شوه دومره افغانان په پاکستان کي زندان ته واچول شوه دومره کيلو متره افغان خاوره پاکستان لاندي کړه دافغان په ناموس تيري وشوو اودافغان په ناموس تيزاب وپاشل شوه سفارتونه چورشوه بانکونه چورشوه هر با احساسه افغان دداسي خبرو په اوريدو سره ليوني کيږي زړه مي راډک شووځکه مي هغه سندرغاړي راياده شوه چي ئي ويلي وه داپاکستاني دښمن مه پريږدي داخاوره کي سترګي ئي ور وباسي تش په يو کتل باندي٠
اکا اوس دهغو پخوانيوسندرغاړوسندري په راډيو اوتلويزون کي ولي نه خپره وي ؟
ميرک جانه دا اوسني واکداران اودراډيوتلويزون مسؤلين داټول دپاکستان او ايران تالي څټي دي اولوي غله دي دوي د پاکستان لرشن خوړلي دي ٠ددوي دوطندوستي حس مړدي ٠
اکا هغه بله ورځ مي واوريده چي پاکستان په سپين بولدک کي دافغان پاکستان ددوستي په نو م دروازه دافغان په خاوره کي جوړه کړيده داڅه وخت جوړه شويده ؟
ا و ولي جوړه شويده ؟ چا اجازه ور کړيده؟
دا ملي خيانت دي داخيانت چاه کړيده ؟
ميرک جانه ماهم اوريدلي دي پوره معلومات نلرم که هرافغان پدي هکله پوره معلومات لري لطفا دي ميډيا اونشراتو سره شريک کړي خصوصا قندهاري ورونه دي دسترګو ليدلي حال ووائي ٠
ګلو اکا خدايدي افغانان ددي مفسدو غلو او وطنفروشانو څخه خلا ص کړي ٠
وسلام ميامحمدبشريار
 

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com