|
انورجان بوجي
ډکوي
ميا محمدبشريار
انورجانه څه کوي ؟
چپ شه ورک شه غږمکوه٠
ولي انورجانه ؟
بوجي ډکوم ٠
دڅه شي ئي ډکوي ؟
دبيت المال دپيسونه ئي ډکوم اوځارج ته ئي وړم کرزي څه نه وائي دبي بي سي
اوازادي راډيوګاني مي يوڅوورځي نوم ياده وي هغه هم شرميږي اونورمونږ پريږدي يوه
بوجي پيسي ټول عمر زما بس دي٠
وهلکه پوليس به دي ونيسي ؟
بابا ته څومره ساده ئي دداخلي وزير زمونږ خپل سړيدي مونږ ته څه نه وائي٠
انورجانه لوي څارنوال به دي ونيسي؟
باباڅارنوال مارنوال دکرزي سړيدي هغه له مونږ څخه ډاريږي ٠
انورجانه دامنيت لوي ريس به دي ونيسي؟
دامنيت ريس دامنيت په قصه کي ندي هغه مونږسره لار لري دکرزي سره يواځي سرخوځوي
زمونږ کارپوخ دي چي بوجي ډکوم ٠
وهلکه انورجانه جينائي در باندي خبر نه شي ؟
ريس دجينائي زمونږخپل سړيدي ته فکر کوي چي داډکه بوجي زه يواځي خورم داغټ سړي
ټول پدي بوجي کي شريک دي دکابل بانګ شريک وخوړل شوو دګلبهارپلازا دي ليدلي ده
څومره عصري اولوړه ده پدي پلازاکي پنځه نفره شريک دي يواځي په دفترکي ديو نفرپه
نوم ليکل شويده خبروپسي مه ګرځه حسابونه ډيردي٠
وهلکه که کرزي درباندي خبرشي تابندي کوي٠
باباکرزي محاصره ده هيڅ نشي کولي کرزي ته ئي شني ګلداري عينکي په سترګوکړيدي
هغه فکرکوي چي وطن ټول شين ګل وګلزاردي هيڅ مشکل نشته مارشال صيب هغه يواځي نه
پريږدي مارشال دي خداي دبدوسترګو وساتي ډير هوښياردي خدايدي هرچاته داسي مشر
ورکړي لکه مونږ ته ئي چي راکړيدي٠
وهلکه انورجانه ډيري لاپي مه وهه٠
بابالاپي نه وهم زمونږڅونفروداسي بوجي ډکي کړيدي يواځي زه نه يم په هره مياشت
کي بايد يو نفربوجي ډکه کړي اوبيا له وطن څخه ووځي ٠
اخربه وطن ته راشي اخربه ونيول شي ؟
يوه مياشت وروسته دفرارڅخه هريو بيرته راځووهيڅوک زمونږ په قصه کي نه وي درته
مي وويل چي خبره غلي کيږي که خبره نه غلي کيدلي مونږ دا کار بيا بيا نکولي مونږ
اوس خا طرجمع يوو چي څوک څه نه وائي ٠
ګرانووطنوالودادي زمونږ دګران وطن سرنوشت ٠
افغانستان ديوتعدادکثيفواوفاسدوخلکوپه لاس کي لويدلي دي خداي پاک دي پخپل فضل و
کرم سره مونږ ددي مسلکي غلو څخه خلاص کړي بي غيردهغي نه دوطن اينده خطرناکه ده٠
وسلام ميا محمدبشريار
|