اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
افغان ميډيا او نشرات

ميامحمد بشريار

افغان ميډيااونشرات دافغانانو په ګټه ندي دپرديوکلتورفرهنګ اوګټي ساتي پرديوته خدمت کوي داچي داخدمت به اګاهانه وي اوکه غيري اګاهانه په هرترتيب دانشرات اوميډياوي بايدافغاني رنګ اوبوي ولري اودافغانانو ديوالي دپاره کار وکړي ٠ که چيري داميډياوي اونشرات قصدا ددښمن اوياپرديودپاره کارکوي داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لوي څارنوالي اونوري مسؤلي اداري بايد ددوي جدي اوکلکه مخه ونيسي او مجرمينوته دفرهنګي مقرراتو له مخي سزا ورکول شي اودهغو ژورنالستانو داستعفی موضوع دي وڅيړل شي ملا اونا ملامت دي علوم شي اوملامت دي ورټل شي ٠
نشرات اوميډياوي بايدازادي ولري اودبيان دازادي څخه بايد استفاده وشي پدي شرط چي ملي منافعي اوملي وحدت ته زيان ونه رسوي٠
نشرات اوميډياوي بايد معلوماتي و ي مستندي اوجوړونکي نشرات ولري پټ سازشوه اوپټي مرداري رابرسيره کړي حقيقتونه بيان کړي اوټولنه په يوه سمه لاره رهبري کړي نشرات اوميډياوي داشخاصودذهنونوپه روښانه کولوکي ډيررول لري زمونږ خلک بايدلدي لاري څخه ښه تربيه شي دوطندوستي پاک حس پاک وجدان پاک لاس اوپاکه اداره بايد وستايل شي همدارنګه خيانت اوخاين په رڼواوزيږوجملوکي وغندل شي ٠
دشعر اوشاعري هنراوهنرمندڅخه بايدمفيده ګټه واخيستل شي په هره اداره کي بايد مسلکي باتجربه پاک خلک مقررشي عدالت اوانصاف وشي ٠
داتنظيم اوتنظيمي غلوڅخه بايدافغان ولس نورخلاص شي افغانستان دټولو افغانانو کوردي نوردي دبانکونوموزيمونو اوسفارتونودچور اوتالان مخه ونيول شي
٠ خارجي پاسپورت لرونکي دي دحکومتي مهوڅوکيو څخه وشړل شي داڅوکي دي دوطن اصيلو بچوته ورکول شي
دپارلمان په اکثريت غړورنګارنګ اتهامات موجوددي بياهم دپارلمان وکيلان دامسؤليت لري چي کاراهل دکارته ورکړي هغه وکيلان چي بيکاره دي ياناپاکه دي بايد په پارلمان کي وڅنډل شي ٠
نورمو په لوي خداي سپارم چي وطن ته خدمت کوي خدايدي مل شي ٠ وسلام ميامحمد بشريار
 

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com