اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
 ولي يوتعداد هيوادونه په کابل کي سفارت نه خلاصوي؟

مونږدنشراتواوميډياو څخه اوروچي وائي په افغانستان کي حکومت اوس جوړشويدي اداري فعالي دي مسلکي باتجربه کدرونه اوفعاله کابينه ځاي په ځاي شويده خارجي ديپلوماتيک روابط ټينګ شويدي زمونږ سفارتي اړيکي دټولي دونيا سره وصل دي اوپه ټولوملکونوکي دمسافروافغانانومشکل حل دي ٠
نوبيا ولي يوتعداد هيوادونه خپل سفارتونه کابل کي نه خلاصوي ترڅو دافغانانو مشکل په خپل وطن کي حل شي اومجبور نشي چي دکار دخلاصون اوحل دپاره بل هيواد ته لاړشي يوعالم مشکلات وويني اوپيسي ئي خرچ شي ٠
مثلادکا ناډا سفارت ولي په کابل کي نشته دي ؟
افغانان مجبوره کيږي چي اسلام اباد ته لاړشي په لاره کي ئي پاکستا ني پوليس ز وره وي پيسي تري اخلي افغانان غريب خلک دي دومره پيسي له کومه کړي چي خرچ وخوراک وکړي اوپوليسوته رشوت ورکړي؟
افغان خارجي وزارت بايد ددونيا ټولوملکونوسره ښه روابط ولري اودهغوي سفارتونه خپل وطن ته راوړي ترڅو په بين المللي سطحه اعتبار پيداکړي اودافغانانو مشکل په وطن کي حل شي٠
دافغان حکومت سفارت اوقونسلګيري په کاناډاکي شته دي اودکاناډا سفارت په کابل کي نشته دامي يومثال راوړ اوداسي نور٠
دخارجي وزير بايد ډيرفعال کارکن اومسلکي شخص وي اداره اوکنترول ولري اودامهم وزارت بايد پاک سپيڅلي وساتي په ديپلوماسي کي وارد وي خپل حقوق اودبل حقوق وپيژني٠
نن سبا افغانان په ټوله نړي کي سرګردانه دي دادخارجي وزارت وظيفه ده چي دافغانانو دمشکلاتو په حل کي ورسره همکاري اوکمک وکړي٠
په افغان سفارتخانوکي سوداګري ده چوردي په سفارتخانوکي بايد مسلکي باتجربه اوپاک خلک مقررشي ترڅو دافغانانو حيثيت ابرو اوعزت وساتل شي ٠
دادمجددي اورباني زامن بايد دخپلوبدواعمالو اوبيکاري په وجه لري شي اودقانون پنجوته وسپارل شي داخلک دپدر پدرنه ملي خايئنين دي ٠دخارجي وزيردي لږ ځان راويښ کړي اودافغانستان دحکومت اوخلکو ابرودي وساتي٠
دسفارتخانو مامورين دمسلک اوشايستګي له مخي ندي مقررشوي دکرزي دمصلحتونو اومعاملو په وجه مقرر شويدي٠
دکرزي څخه په کومه لهجه اوپه کومو جملو غوښتنه وکړو چي نوري معاملي اومصلحتونه ختم کړه قانون اومقرراتوته مخه کړه دافغان حکومت اوافغانانو ابرودي پدي لوچکو تنظيمي غلو پايمال کړه ٠
شمالي ټلوالي افغانستان چورکړواوس دسفارتخانودچور نوبت دي دځارجي وزارت وياند ښي خبر کوي پدي ندي خبر چي افغانان لتا څخه ډير هوښياردي په تشو خبرو نه غوليږي عمل ته ګوري نشرات اوميډياوي تعقيبوي د ټولوجرياناتو څخه خبريږي
افغانان مثبت بدلون اونتيجه غواړي٠
دکرزي دحکومت لس کاله وشوه څه ئي وکړه؟
دکرزي په شاه وخواراټول دوستان اواداره ئي ټول غله اوبيکاره خلک دي بي شخصيته بي مسلکه اوبي نوم ونښانه خلک دي دومره بدخلک دي چي دخپل حکومت خپل قانون نه مراعات کوي خپل جيب خپل دفتر اواداري ته غله دي اوس حتی ددونيا خلک اعتبار پري نکوي دافغانانواعتبار دپخوانه پري نشته دي ٠
لدي څخه لويه رسوائي نورڅه رقم وي په دننه حکومت کي مافيافعاله ده اياکرزي ئي مخه نه نيسي اوکه امنيتي اوکشفي ارګانونومشران اومسؤلين هم دمافيا غړيدي؟
داسپيناوي به څوک وکړي؟
زه شخصاټوله ګناه په کرزي اودهغه په کدري پاليسي کي وينم ٠
وسلام ميامحمد بشر يار

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com