اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
پښتوکي يومتل دي

 

وائي ډبره چي نشي پورته کولي مچ ئي کړه په ځاي پريږده اوتري روان شه٠

په يوه کورني کي يوهلک ځوان شوي وه پلار اومورئي کوشش کاوه چي ځوي ته ښځه وکړي يوي بلي کورني ښايسته لوردرلو ده دهغوي کورته داخلک لاړل اودهغوخلکو لورئي خپل ځوي ته وغوښتله دانجلي کورني ورته وويل تاسو سبا له خيره خپل ځوي درسره راولي چي مونږ هلک دنژدي څخه وګورو اوخپل شرطونه هلک ته ووايو٠

بله ورځ ئي هلک راوړدانجلي مور اوپلارډير سخت شرطونه هلک ته وويل هلک چي فکر وکړو داشرطونه ئي په وس کي نه وه نوجګ شوودانجلي مخ ئي دواړه طرفه مچ کړواوخلکوته ئي وويل داشرطونه ډير درانده دي زما په وس کي ندي دخداي په امان درڅخه لاړم ٠

دانجلي مور اوپلار قاضي ته لاړ عرض ئي وکړو چي زمونږ پيغله لور ئي مچ کړيده داهلک بايد سزا وويني قاضي هلک راوغوښت اوپوښتنه ئي ورڅخه وکړه هلک وويل قاضي صاحب ددي انجلي شرطونه ډير درانده وه اوزما په وس پوره نه وه ځکه مي مچ کړه اوپري مي ښوده دالوي جرم ندي په اسلام کي قصاص په قصاص رواده داانجلي دي راشي اوزما مخ دي دواړه طرفه مچ کړي خبره به حل شي ٠

مطلب داده مخکي لدينه چي انسان يوتصميم نيسي بايددهغي موضوع څلورخواوي وسنجوي فکر پري وکړي اوبيا اقدام وکړي انشا الله دا کاربه بيا نواقص ونلري که په پټوسترګوبي خبره په عجله احساساتي انسان تصميم ونيسي اواقدام وکړي انجام به ئي ډير خراب وي دهرتصميم په نيولوکي بايد انسان دنژدي دوست سره مصلحت وکړي اودوست هغه دي چي انسان ته پاکه لاره ښه لاره ورپه ګوته کړي په پښتوکي ښه متل دي وائي په ګريوان کي دي سر کښته کړه مطلب ئي دادي چي دخپل ګريوان سره مصلحت وکړي٠

پښتانه وائي دوست به دي وژړوي اودښمن بدي وخند ه وي ددوست پاکي خبري په انسان ترخي لګيږي انسان خفه کوي انسان ژړوي مګرنتيچه ئي مثبته وي هرانسان عيب لري نواقص لري خپله نه پوهيږي دوست ئي ور په ګوته کوي که چيري انسان هوښيار وي ددوست په ترخو خبرو بايد خفه نشي بلکه مننه تري وکړي

چي خوب ګفته راست ګفتن تلخ است ولي بري شيرين دارد٠

دمشکل په وخت کي دخپل کور دغړوسره مصلحت وکړي راځي په ټولنه کي ځان ورداخل کړوراځي ددونياسره ځان شريک کړو دخلکونه ئي زده کړواوخلکوته ئي ور زده کړو٠

ديوتعدادخلکوسترګي خلکولکه دبګي اسونه ورپټي کړيدي خپله سياسي اويا شخصي استفاده تري کوي اودخپل ځان په ګټه ئي استعمالوي مونږ بايد خپلي سترګي خلاصي کړوشاوخواه ته وګورواوپردي بارونه ونه چلوو٠

پره دي خبره بايد واوروغوږ ورته ونيسووسنجش يافکر پري وکړوچي داخبره څومره رښتياده اوڅومره غلطه ده داخبره زما په ګټه ده اوکه په تاوان مونږ بايد ځان تاواني نکړومونږ بايد هغه لاره پيداکړوچي په هغي کي خيروي امن سوله اوترقي وي٠

ترڅوبه مونږ نوروته احتياج يووترڅوبه مونږازاريږووترڅوبه په مونږ ظلم کيږي داهرڅه يوه اندازه لري په افغانانوظلم داندازي څخه اضافه شووپه افغانانوپرديو اوخپلو ټولوظالمانو ظلم وکړو٠

افغان که په هرځاي کي اوسيږي بدبخته ده داچي دابدبختي ازلي ده اوکه دبي عقلي ده په هرصورت يوافغان بايد دبل افغان سره کمک وکړي اوښي لاري ته ئي رهنمائي کړي افغان بايد دافغان په مقابل کي ځان مسؤل حساب کړي اوڅومره کمک ئي چي په وس کي وي بايد ورسره ئي وکړي داکمک مادي وي معنوي وي يايوه ښه خبره ياښه رهنما وي ترڅو داقغان عزت اوابرو وساتل شي ٠

داچي افغانان په افغانستان کي څومره مړه کيږي زنداني کيږي دهغي نه زيات په خارج ملکونوکي مړه کيږي زنداني کيږي غلط استعماليږي يعني قاچاقبر هغوي دخپلو ناروا ګټو دپاره استعمالوي دټولي دونيا زندانونه دافغانانو څخه ډک دي ٠

افغان حکومت افغان مشران دافغان ټولنوريسان اودکورنيو مشران بايداحساس دمسؤليت وکړي لويدلي افغان راپورته کړي اواوښکي ورپاکي کړي ٠

افغانان معنوي کمک ته زيات ضرورت لري٠

په افغانانو ترحم پکار دي ٠ وسلام ميامحمد بشريار

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com