|
|
|||||||||
|
|||||||||
|
|
|||||||||
|
په ننګرهارکي کوکنار اواداري واحدونه
خدايدي زما غاړه نه بنده وي دبټي کوټ خلک وائي چي دباريکاب مکتب ئي چي سوځاوه دبټي کوټ ولسوال ورته يوه ګيلنه تيل ليږلي وه اوچي دچاردهي مکتب ئي سوخاوه دبټي کوټ ولسوالي دڅارندوي قوماندان اوامر دامنيت ورته يوه يوه ګيلنه تيل ليږلي وه دارښتيا اودروغ دي دننګرهاروالي څارندوي قوماندانان اوريس دامنيت دي معلوم کړي چي دولايت مسؤلين دي اوغټي غټي څوکي لري اوبوجي بوجي تنخواه اخلي که کار ونکړي دخداي اودخلکوپه نزدمسؤل دي٠ دننګرهار دوالي دوياند يوه خبره مي خوښه شوه چي دحصارک دخلکو په ځواب کي وويل چي که حکومت دخلکو سره مرسته ونکړي اويا وچکالي وي نوخلک دي قانون ماتوي اوغيري قانوني کاردي کوي ؟ چي دا ډيرمعقول اوپه ځاي دليل دي ٠ دافغانستان خلک بدبلدشوه که دوه ورځي باران ونشي چيغي وهي که دوه ورځي سرپه سر باران اوياواوره وشي بيا چيغي وهي داواوري پخواهم کيدي لاري بنيدلي دومره بي غيرتي اومفتخوري نه وه داخلک به ترڅوخيرات نه ناست وي اوخيرات به غواړي همت پکار دي قناعت پکاردي ٠ حکومت بايدفابريکي بندونه لوي ويالي پلونه اوسرکونه جوړکړي سرمايداران بايدخپله بودجه پکار واچوي اوخلکوته دکار زمينه مساعده کړي حکومت بايددسرمايدارانو اطمينان حاصل کړي چي سرمايه ئي نه ضايع کيږي دبي امني اوفساد مخه دي ونيول شي دلويو لارو غله اوکميشن کاران دي ونيول شي ٠ کميشن کاران اوغله دلوړ پوړو سره شريک دي ٠ وسلام ميا محمد بشريار
|
|||||||||
|
|
|||||||||
|
|
|||||||||
|
www.salgay.com
V3 2012 Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com |