اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
ماته شي راډيو چي پيشونشي رانيولي

 

ميا محمد بشريار
 

يوه سړي په کورکي راډيودرلوده هره ورځ به ئي خپلي ښځي ته غږ وکړور اډيو راوړه چي بي بي سي پري نيسم ٠
بله ورځ داسړي کورته غوښه راوړي وه ښځه دکور په کارکي مصروف و ه ددي غوښي يوه ټوټه پيشو وتښتوله ښځي منډه کړه راډيو ئي راوړه اوراډيو ته ئي وويلي چي پيشو راونيسه مطلب ئي داوه چي دپيشو دخولي نه بيرته غوښه راخلاصه کړي ښځي چي هرڅومره انتظار وايستوو راډيوپيشوراونه نيوله اخرئي په قهر راډيوته وويل ماته شي راډيو چي بي بي سي نيولي شي اوپيشو نشي را نيولي٠
رابه شم دادبي بي سي ژورنالستانوته اکثره دواليانو او وزيرانودوياندانو سره مرکي کوي کاشکي دامرکي دواليانو يا وزيرانو سره کيدلي ډير به ښه وه داځکه چي دا وياند اکثره ډيرچالاکه اورندخلک وي داسي غوړي اوفرمايشي جملي استعمالوي ته به وائي چي هيڅ مشکل په وطن کي نشته هرڅه ګل وګلزاردي داځکه چي داخلک مسلکي دروغجن دي دوي ددرواغوپه ويلوکي تجربي لري داواليان يا وزيران کله کله يونيم راز افشاه کوي٠
بل هغه وعدي چي دوي پخپله خوله ورکړي وي کيداي شي چي څه عملي اقدام پري وکړي اوس وايم چي دبي بي سي راډيو ژورنالستان وياند رانيولي شي مسؤلين نشي رانيولي دوي بايد کوشش وکړي چي دمسؤلينوسره مرکي وکړي ٠
په افغاني ټولنه کي د بي بي سي راډيو ډيراوريدونکي لري دبي بي سي معلومات يوڅه تازه مکمل اوبي پري دي٠ افغانان دبي بي سي راډيونه دزيات خدمت طمعه کوي ٠
وسلام ميا محمد بشريار

 

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com