اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
دکرزي ټولي هلي ځلي دسولي په خاطردستايلو اوقدروړدي

مونږ افغانان دڅولسيزوراپدي خوادبي اتفاقي په اورکي سوځيږو دښمن زمونږ دبي اتفاقي څخه ډيري ناوړي استفا دي وکړي ډيرافغانان شهيدان شوه وطن خراب شووچور وچپاووشوومادي اومعنوي شتمني لوټ شوي ملي وطندوست شخصيتونه ترورشوه دکار اومسلک باتجربه خلک دوطن څخه وشړل شوه٠
داسي وخت راغي چي حتی ښونځي پوهنځي اودفترونه وتړل شوه ٠دامير شير علي خان دوخت نه راپدي خواجوړه شوي مسلحه قوه دټول تخنيک اسلحي نقليه وسايطوتوپونوټانګونو الوتکواوپراتيفي نقشودهرڅه سره سره کباړ په پاکستان اوايران دکباړ په نوم خرڅ شوه ٠
ملي ارشيف موزيمونه تاريخي اثارحتي زمونږ دنيکونو هډوکي اوغيرت خرڅ شوو دنفاق تخمونه وکرل شوه جګړي کور په کور کوڅه په کوڅه کلي په کلي او قوم په قوم شروع وي داوه دبي اتفاقي لاس ته راوړني دبي مسؤليته اوبي شخصيته رهبرانو رهبري او حکمراني افغانان په ټوله نړي کي اواره کړه٠
دافغاني قدردنورو اسعارو په مقابل کي حتی دصفر درجي ته نژدي شوي وه په وطن کي وحشت او بربريت وه هغه بدي پيښي دمجاهدينو په موجوديت اودوران په وخت
کي په وطن کي وشوي چي ددونيا په تاريخ کي ددونيا په هيڅ کنج کي ندي تيري شوي پدي به نوربحث نکوم تاريخ شاهددي اوتاريخ به ئي اينده نسل ته بيان کړي٠
کرزي ددي ټولو مشکلاتو سره سره وکولي شوو چي څه ناڅه وطن راجوړ کړي دبي امني مخه ونيسي دلوچکانوبدماشانو اوغلو کنترول وکړي ٠
سره ددي چي لما څخه نيولي اودنورو ډيرو افغا نانو ترنيوکو لاندي دي هغه پدي خاطر چي فسات بي امني غصب غلا چورچپاول زورواکي او لوړ واکي دوام لري قانون نه تطبيق کيږي واسطي اوتنظيمي رابطي په اداره کي دبي کفايتي اوبيکاري لوي عامل دي٠
داچي تيرشوه هغه نه هيريږي زمونږ افغانانو ډار په اينده کي بيادتنظيمي لوچکانو اوجنګ سالارانو دخپل منځي شخړو قدرت طلبي اوجاه طلبي څخه ده چي خداي مکړه داڅه ناڅه لاس ته راوړني بيا چوروچپاو نشي يوتعداد خودخواه اوجاه طلبان اوس هم خود خواهي اويکه تازي غواړي نور افغانان دافغانستان نه بولي يواځي ځان اويوڅوتنه خپل مسلکي غله ددي وطن اصلي وارثان بولي حال داچي داباالکل جهالت او احماقت دي٠
افغانان بايد ټول يولاس اويوقوت شي اودا ويجاړ افغانستان جوړ کړي هرچاته هرقشر ته اوهر افغان ته بايدخپل حقوق ورکول شي ٠کاراهل دکاراومسلکي مامورين پخپل مسلکي کارکي مقررشي دغلوسره بايد حساب وشي اودبيت المال غوښتنه اوپالنه و شي عايدات اومصارف په پاکو لاسو راټول اومصرف شي پردي خيرات اندازه لري٠دخپلو کانونو اوسيندونو څخه ګټه واخيستل شي دکار زمينه مساعده شي ٠
مونږبايد قوي مرکزي حکومت ولروتر څو قانون تطبيق شي هرمجرم ته بايدسزا ورکول شي هيڅوک داحق نلري چي دبل حق چاته وبخي٠
مونږ افغانان سولي اوامن ته ضرورت لرواو خوشحاليږو اوس بيا په راتلونکي باور نلرو داسي نه چي بياپه لاروکي دټوپکو سره ولاړوي زمونږ جيبونه تالاشي کوي اوساعتونه زمونږد لاسونو څخه خلاصوي٠
امريکايان بياغواړي چي شريف بيدفاع افغانان دوحشي ځناورو خوراک کړي اوخپلي پښي سپکي کړي ٠
په هرترتيب دکرزي کوششونه دامن اوسولي په خاطردقدر وړ دتايئد وړاودکمک وړدي ټول افغانان بايد پدي لاره کي کمک اوهمکاري وکړي ٠ وسلام ميا محمد بشريار
 

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com