اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور

 

 

بي ټکټه سينما


دکابل جلال ابادپه لويه لارکي د الوي لاري موټري دومره درندي باروي چي په زګير ويو زګيرويومخ پورته را رواني وي دا لاڅه کوي چي جنګله بارورته وائي اوکه ډمبر بار ورته وائي هغه يادوم هغه چي دجنګلي نه پورته باروي داسي يوه لاري هغه بله ورځ دجلال ابادنه کابل ته ځنګيده را روانه وه چي دسروبي ولسوالي په منطقه کي په تونل کي بنده شوي وه داسي ځاي بنده وه چي نه پورته تللي شوه اونه کښته تللي شوه نه پورته تونل ماتيده اونه دلاري باډي ماتيده په سوونو موټردواړو خواوته بند قطارولاړوه اولاري خرندي وهلي چي ځان خلاص کړي کله به کلينر اشترنګ ته کښيناست ډريوربه اشاري ورکولي بيابه ډ ريور اشترنګ ته کښيناست کلينر به اشاري ورکولي ددواړو په استاذي دالاري دتونل څخه ونه وتله يوعجيبه ننداره و ه يعني بي ټيکټه سينماوه پوليس ټرافيک حکومت اوقانون دايوشي هلته نه وه لويه بيدياوه غرمه وه مازديګرشوودلوږي دلاسه کوچنيانو اولويانوژړل هلته هوټل موټل نه وه دخلکوورځ دسرک په غاړه تيره شوه اخر خلک مجبورشوه په کمروئي خپل موټرور وخيژول اوبله لاره ئي جوړه کړه زما ډيره سودا لوي لاري ته ده چي هغه به تراوسه په تونل کي بنده وي اوکه کومه چاره به ئي شوي وي ؟
هغه دلغمان په سيمه کي دلويوموټرو ترازووه هغه مسول بيچاره ئي څو ورځي مخکي دپه اصطلاح مجاهدينو قوماندان وهلي وه چي هغه به دهغو وهلو نه جوړشوي وي اوکه به مړشوي وي؟ يا به په روغتون کي پروت وي ؟
هغه ترازو اوس موټر نه وزن کوي دلوچکوقوماندانانوڅخه ډاريږي ځکه لوچک قوماندانان لاري په کميشن تيروي٠
دا کميشن کاران يو يادوه ندي هرسړي چي ټوپک ولري قوماندان دي دداخلي وزارت کي لدي بدتر بي شرمه کميشن کاران اولنډغر راټول دي دکميشن کار مخه به څوک ونيسي دداخلي وزير خپله غټ دمخدره موادوکميشن کار دي ٠
دلغمان والي ته دسرخکانو دوسرکه دشدو غواده دشدو غوا لغتي واروي او والي سترګي پري پټوي ٠
افغانان دقانون تطبيق اوعدالت غواړي٠
افغانان دبدماشوواوبي فرهنګه زورواکو اولوړ پوړو څخه په تنګ راغلي دي
وسلام ميامحمد بشر يار


 

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com