اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
 ايا کرزي دخپل دروند مسؤليت په اندازه صلاحيت به لري اوکه نه؟

ميامحمد بشر يار

دافغان دداخلي وزير يوښه سړيدي مګر ښه منصبدار ندي دداخلي وزارت مسلکي باتجربه پاک او وطندوست وزيرته ضرورت لري ٠زه شخصا دکرزي په کدري پاليسي شکمن يم ايا کرزي دخپل دروند مسؤليت په اندازه صلاحيت به لري اوکه نه ؟ که صلاحيت لري ولي پاک خلک نه مقرره وي ؟ اياخپله کرزي ناپاک دي اوکه مجبوردي ؟
ددي لسو کلونوښه اوبددکرزي په نوم ختميږي اياکرزي پدي پوهيږي اوکه نه ؟ ايا کرزي به نشرات اوميډياوڅخه خبريږي چي په وطن کي څه تيريږي؟
کرزي ماته ګران وه او احترام ورته لرم کله کله پخپل انتخاب شکمن شم اوخفه شم دځان سره ووايم داسي نه چي په انتخاب کي غلط شوي اوسيږم اواشتباه مي کړي وي ماد کرزي نه ددوهم امان الله خان طمعه درلوده ماويل چي کرزي تعليم يافته خارج ديده اوښه روشنفکردي شايد وطن اوخلکوته به ډير خدمت وکړي اوداخارجي پريمانه کمکونه به په ځاي مصرف شي خداي حاضردي ناهيلي شوي يم٠
دکرزي په شاه وخوا راټول شوي خلک ټول غله دي يوفيصد دوطندوستي حس نلري داچي داخلک خپله کرزي راټول کړيدي اوکه بل چاه راټول کړيدي داسوال ماسره ناحل دي٠
افغانانوددي طلائي چانس څخه ښه استفاده ونشوي کړي هره ورځ هر وزير ګرمي وعدي ورکوي مګراقدام نشته يواځي دکاغذ په مخ پلانونه دي ٠
دکميت په لحاظ يوڅه کارشويدي دکيفيت په لحاظ هرڅه صفردي لوټه په اوبوکي ږدي اوپري تيريږي نوي سرک نوي فابريکه نوي لويه داوبو وياله نوي داوبوبندددي يوه دتهداب ډبره ندي ايښودل شوي اويا په اجتماعي لحاظ مفيدکار ندي شوي٠
افغانان روحا اوذهنا په شاه روان دي ملي وحدت ملي ګټي ملي امنيت دوطندوستي پاکه روحيه پاک لاس چاته ندي پاتي افغانا ن هره ورځ دوطن څخه دفرار په حالت کي دي لدي معلوميږي چي افغانان پخپله اينده خپل سرنوشت اوخپل امنيت مطمئين ندي دزورواکولخوائي په سرومال اوناموس تيري روان دي امنيت قانونيت اوعدالت نشته دي مجرم نه ګرفتاريږي پوليس ښه دنده نه اجرا کوي حتی پوليس خپله وظيفه اومسؤليت نه پيژني مونږملي پوليسوته ضرورت لرو دجهادي اوتنظيم څهرو څخه نفرت کرکه اوډارلروورباندي بي اعتماده شوي يووملي اردو اوملي پوليس بايد ملي شي ترڅو دولس باور پري پيدااشي ٠
په ملکي اونظامي اداروکي بايديونيفورم رواج شي په اداره کي مدير اودپياده فرق نه کيږي د دواړو خړ پکول په سروي٠
مجرم ته سزا نه و رکول کيږي قانو ن په غريب اوبيچاره تطبيق کيږي داټول ظلم اوجنايت زور واکي اولوړپوړي کوي دقانون دتطبيق په مخکي خنډ دي واسطي پلمي کميشنکاري بدماشي اولوچکي داد جهادي رهبرانو اوقوماندانانو کاردي چي لويه محترمه څارنوالي هروخت شکايت ورڅخه کوي چي ددوي دکار په مخکي خنډ دي ٠
افغانانو دخداي په لحاظ راځي وطن ته خدمت وکړووطن امن اوسولي ته ضرورت لري زمونږ خلک يوي مړي وچي ډوډي ته ضرورت لري٠ وسلام ميامحمد بشريار

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com