افغانستان نه جوړيږي
ديو پلوه ظالم اوبد ګاونډيان افغانان لمسوي اوتخريبکاريوته ئي په
مختلفومرحلوکي په نوي نوم اونوي شکل سره راليږي چي داهرپړاودبل پړاونه خطرناک
اوډيرمضر دي مثلا پرون داورانکاري په يو نوم وه نن په بل نوم دي
اوسبابه
ورته بل نوم پيدا کړي خر هغه خر دي صرف دکتي رنګ ئي بدلوي د اټول يوشکل
ورانکاري تخريبکاري اوقاتلين دي اوبل هغه پخواني پاټکيان اوکباړيان اوس
وزيران ريسان واليان او قوماندانان دي اود دفترونو څخه ئي اوس پاټکونه جوړ
کړيدي هغه چي پخوابه په پاټکونوکي سپي وه اوس ئي نوم اوشکل تغير کړيدي
کميشن کار دي دخلکو کارونه خلاصوي پيسي تري اخلي اوداپيسي بيادوزير يا والي
سره تقسيموي پخوا به ئي په پاټک کي دسوټي موټي نه کار اخيستوو اوس ئي خلک
داسي مجبور کړيدي چي ضرورت ئي سوټي ته نه وي خلک مجبور کيږي چي کميشن کارته
پيسي ورکړي په وزير يا والي خپل قانوني کاردرشوت په مقابل کي خلاص کړي٠
افغان غريب ولس دپخوا پشان حلا ليږي اوچورلنډيان دپخواپشان حرامي راټولوي
اومظلوم ولس حلالوي يواځي دحلالولو شکل او ځاي بدل شويدي ٠
اوس نوشريفو افغا نانو تاسو قضاوت وکړي افغانستان به څنګه جوړ شي ؟ هغه
پخواني غله اوس په پارلمان او سناکي دي دولايتونوپه شوراګانو کي دي لوړي
لوړي عصري ماڼي لري مارکيټونه اوترانسپورتونه لري بيت المال ئي چور
کړوبانکونه ئي لوټ کړو څوک ورته غږ نشي کولي
په کال کي يو واري لويه څارنوالي يو اواز پورته کړي چي اسناد جمع شويدي
ګرفتاري به وشي ددي خبري په اوريدوسره جنايتکاران دوطن څخه فرارشي دوبي
امريکي اويا انګلنډ ته فرار وکړي بيا به ئي څوک څارنوالي ته دتحقيق دپاره حا
ضر کړي دابين المللي پوليس تش په نوم دمشخصو سياسي اهدافو دپاره دي ما
تراوسه يو افغان غل ياجنايتکار ونه ليدوچي بين المللي پوليسو ګرفتار کړي وي
اوو طن ته ئي دتحقيق دپاره راوړي وي يا لوي څارنوال دروغ وائي دهيچا جلب ئي
ندي ورکړي ؟يا داپوليس کارنکوي ؟
کابل هره ورځ دبيګناه افغانانو په وينو رنګ وي٠
افغانانو تاسو څه نظر لري ؟چي افغانستا ن به جوړشي؟ کله به جوړ شي؟اوڅوک به
ئي جوړ کړي ؟ دقلم خاوندانوسالم نظر ورکړي وړانديزونه وکړي که خداي پدي وطن
اوخلکو ورحميږي ٠ وسلا م ميامحمد بشريار