|
|
|||||||||
|
|||||||||
|
|
|||||||||
|
لر وبر دوه افغان که يو افغان؟ (٣مه برخه) جمعه خان صوفي
زه د ارواښادمحترم اجمل خټک سره د ١٩٧٣ نه د ١٩٧٧ پورې د ذوالفقا ر علي بو ټو د پيپلز پا ر ټى د حکومت خلاف د افغانستان له خوا سپورټ شوي او د خان عبدا لولي خان په مشرۍ کې روان وسله وال جنګ په دوران کې اجمل صيب سره په کا بل کې د تبليغاتي، خارجي او سياسي امورو ددفتر مسوول وم. پښتنو له خوا د نظامي امورو مسوءلين کمانډران هدايت اله او اعظم خان هوتي وو. د بلو څو له خوا مير اکرم بلوڅ او مير هزار رحمکاني وو. ما د پاکستان او افغانستان د کړکيچ د وخت ځينې يادداشتونه محفوظ کړي دي. لاندې ليکنه د هغه د يو يادداشت نه اخستل شوې ده. زه تصميم لرم چه خپل يادداشتونه چاپ کړم. يا د دا شتو نو کې ډير نوي نوي شيان شته.
د ١٩٧٦ کال د اګست مياشت، جما ل مينه، کابل (دحبيبي صيب کور)
د حبيبي صيب نصيحت د ١٩٧٧ کال د مارچ ٢مه: ښاغلي عبدالحۍ حبيبي نه هيڅوک نا خبره نه دي. نوموړى د پښتو ژبې،ادب او تاريخ لوى محقق او استاذ دى او عالمان يي په حوالو کې استعمالوي. دى دغومره په فارسي ژبه او ادب هم پوهيږي. ورسره ورسره د پښتنو د خپل قومي تشخص او تا ريخ نه هم ښه واقف دى او په دې لاره کې يي ډيرې تجربې هم شويدي. پاکستان،هند او ايران باندې هم ښه بلد دى. او بيا افغانستا ن يې خو خپل وطن دى.ګو که نظرياتي او سياسي طور زوړ او کنزرويټيو دى مګر تجربې ډيرې لري. نن ترينه ما پوښتنه وکړه.
بوښتنه:- مونږتر اوسه په پاکستان کې دوه رنګۍ سياست چلولى دى. پاکستان مو د زړه نه منلى نه دى. سياست مو د پاکستان په سويه کړى دى خو دغه مو د مجبورۍ له کبله کړى دى. دا ځکه چه مونږ د پښتنو، کوز او دلته، په يووالي عقيده لرلې ده او افغانستان مو ورور ګڼلى دى او د افغانستان نه مو د کومک طمع هم لرلې ده. دا ددې دپاره نه چه ګنې پاکستان مونږ نه قبلوي. بلکه که مونږ پاکستان قبول کړو نو بيا زمونږ هلته باعزته ځاى پيدا کيدلى شي او تروسه به شوى و. اوس داسې مرحلې ته رارسيدلي يو چه خپل سياست نه به تيًرې لرې کوو. افغانستان کې مو ډيره تجربه وشوه. د افغانستان زور، قوت، حالت او حکمران طبقې تاسو ته معلومې دي. داود خان پکښې آخري غشى و. او بيا ددې ځاى د پښتنو قوت او حالت هم تا سو ته ښه معلوم دى چه د سرحدي افغانستان دارومدار په پيښور او پا کستان دى. نو هر کله چه دا حالت وي نو وايه اوس مونږ ته څه پکاردي؟
ځواب:- په افغانستان باندې چه تراوسه تا سو کومې ټکرې موندلې دي، هغه کافي دي. بايد چه د پا چا خان ددې ځاى دپاتې کيدو تجربه کا في وې خو بيا هم وغو ليدئ. افغانستان هميشه ان چه امان اله خا ن د آزادې هند او بيا پښتنو مها جرينو سره خيا نت کړىدى. نو ځکه بايد تاسو په افغانستان (په روس هم) هيچرې تير ونه وځئ . دلته د پښتنو حالت د کوز پښتنو نه خراب دى. داود خان ددې مسلې لوى دعوه ګير و، هغه هم تاسو وآزما يلو او د هغه په حکو مت کې چه د شاهي بل نوم دى، د پښتو او پښتنو کوم حال دى، هغه هم تاسو ته معلوم دى چه د اعلى حضرت د وخت نه هم بد تر دى. اوس تاسو ته پکار دي چه په هر قيمت، په ډيره کمه باندې، پاکستان يا بوټو سره مفاهمه وکړئ او هلته ځان ته ځاى پيدا کړئ او مظبوط شئ او بيا الټا که کيدى شي، د افغانستان پښتنو سره کمک وکړئ. د افغانستان په وعدو او خبرو تيروتل بيوقو في ده. او دلته ژوند تيرول، ژوند ضايع کول او عمر عبث تيرول دي.)) حبيبي صيب مرحوم سره زما ډير نزدې د کشرۍ او مشرۍ روابط وو او ډيرې هغه خبرې به يې ماسره شريکولې چې ليکلو کې يې نه راوستلې. يوه خبره مې تر اوسه ياده ده، هغه دا چې علامه به ويل چې آئنده پنځوس کاله کې به پښتو له موډ نه پريوځي. دلته علامه صيب انقلاب، جهاد او جنګونه نه وو پيش بيني کړي چې جهان ته به اول د پښتنو جنګولو دپاره او بيا اوس کرارولو دپاره د پښتو ضرورت پيښيږي. او مونږ وينو چې تير څلويښت کاله کې چې د پښتو ژبې او ادبياتو ته څومره کار وشو او څومره ډير کتابونه چاپ شول، دومره په تير تاريخ کې نه دي شوي. هسې هم پښتو جنګ او مقاومت سره تړلې ده. د روښانيانو ادبي بهير، د خوشال ادبي بهيراو د باچا خان د خدايي خدمتګارۍ بې وسلې مقاومت هم ډير ادبيا ت زيږولي دي.
دغه شان ارواښاد ايوب خان اڅکزى هم يو متفکر او دقلم خاوند انسان و. د اعلى حضرت په وخت که يو خوا د پښتونستان د ورځې په مناسبت به باچاخان وينا کوله نو بل خوا به ايوب خان کاکا کوله. دغه انډول شاهي پيدا کړى و او د بلوچستان پشتانه يې هغه پورې تړلي ګڼلي وو. باچا خان خو ليډر و، غر و، مګر کاکا د فکر خاوند و. زه دلته د خداى بخښلي ايوب خان اڅکزي له خولې هغه خبره هم بايد لوستونکو ته وکړم. په اغلب ګمان د ١٩٧٣ کال آخره وه. مرحوم زمونږ د جمال مينې کور ته راغى او اجمل صيب ته مخاطب شو او د نورو خبرو په ضمن کې يې داسې ورته ووې چې ((ما خو د اعلَى حضرت نه واخلې تر ادنى حضرت پورې ټول وآزمايل، تاسو چاته راغلي يئ؟)). مګر مونږ پرې غوږ ونه ګرولو، ځکه چې مونږ زيات غاوره وو.
|
|||||||||
|
|
|||||||||
|
|
|||||||||
|
www.salgay.com
V3 2012 Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com |