اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
لر وبر دوه افغان که يو افغان؟ (يوولسمه او آخري برخه)
 

نتيجه
 

جمعه خان صوفي
 

راځئ چې ددې فضول بلند پروازيونه تير شو او هغه ورځني او مبرمو مسايلو د حل په ﻻره کې ګامونه واخلو. دلر وبر سيا سي نعرو ته شا کړو، ترټولو لومړيه د افغانستان مليتونه را خپل کړو، بله لار نشته. روشنفکري وخت اړونې ته د پاى ټکى کيږدو او د يو بيسواده، خوار او در په در ملت د روانو دردونو کمولو دپاره عملي اقدامات وکړو. هغه څه وکړو چې کولى يې شو. زمونږ کمبود دا دى چې که اقتدار ته ورسو هم نو د ممکناتو او شونو د دايرې نه بهر ووځو او په ځاى ددې چې سړکونه او ﻻرې جوړې او پخې کړو، مکتبونه او تعليمي ادارې جوړې کړو، د شرايطو سره سم سواد عام کړو، شرايطو مطابق اصلاحات وکړو، دصنايعو دپاره پروګرامونه په ﻻره واچوو، بريښنا عامه کړو، بندونه ودروو او نهرونه وغزوو، زراعتي هيواد په ريښتيا د زراعتي پيداوار مرکز وگرځوو،مالداري علمي کړو، ځنګلات کښينوو، کوچيتوب نه خلک خلاص کړو،د ترقۍ او عامه سواد د ﻻرې قبايليت ختم کړو، افغانستان د قاچاق نه خلاص او ټيکس ورکوونکي ملت باندې بدل کړو، دوسايلو زيرمې راوباسو او دداخلي وسايلو په کار اچولو له ﻻرې افغانستان د بل د احتياج نه او ګاونډيو يا نورو هيوادونو ته د مهاجرتونو نه بچ وساتو،د ژبني رقابت نه افغانستان خلاص کړو،انګريزي عامه او جهان سره مشترکه ژبه پيدا کړو، متمدنې ادارې او متمدن نظام رامنځته کړو،هر چا سره او په خاصه توګه ګاونډيانو سره اړيکې ښې کړو، الغرض افغانستان نه يو متمدن هيواد جوړ کړو، نو بلند پروازي کوو؛ کله په يو انتهايي بيسواده او عقب مانده جامعه کې کمونزم راولو، يا د خلفاى راشدين پيښې کول غواړو، يا نورو ته چيلنجونه ورکوو، بې ځايه جهادونه کوو او خښ مړي بيرته راوباسو او د خپلو بدبختيو مسووليت په نورو اچوو.

افغا نستان يو ګلالى وطن دى خو په شرط ددې که مونږ ټول ورته ګلالي شو. افغانستان د څو موسمونو، څو هواګانو، د څو موسمي او جغرافيايي سيمو وطن دى چې په يو وخت پکې د مرکزي ايشيا، مغربي ايشيا او جنوبي ايشيا ټول خوندونه شتون لري. د وروڼو او رنګارنګ مليتونو او ټولنو يوه ښکلې ګلدسته ده. غرونه يې خپل خوند لري، درې خپل او دشتې يې خپل. کمبود دادى چې دغه غرونه، درې او دشتې شنې کړو. دغه د زيرمو ډک هيواددپاره انساني او مادي وسايل پيدا کړو چې ترينه نسلونه نسلونه ګټې پورته کړي. افغانستان يو اسلامي هيواد دى او دغه کفايت کوي چې ټول ورته په دغه سترګه وګورو. نور هيواد پرمختګ ته ضردرت لري. هيڅ خارجي قوت دا نه شي ويلى چې مکتب، روغتون، ريل ګاډى، فابريکه، ټيلي فون، ټيلي کمونېکيشن،تلويزيون او ادارې مه جوړوه. په بل پړه اچول خپله خطا پټولو سره مترادف وي.څومره د افسوس ځای دی چې افغانستان يو زراعتي ملک دی مګر دومره غنم نه شی بيدا کولی چې ژوند پرې وکړی. دغه رنګ يو د مالدارۍ هيواد دی مګر غوښه ورته هم د پاکستان نه راځی.

افغانستان د روانې بدبختۍ او تباهۍ نه بچ کولو دپاره ضروري ده چې اول د مهاجرينو دغه مليونونه پرګنو غم وخورو چې ايراني او د پاکستاني چارواکو د بيا بيا بين المللي او افغانستان ته د اپيلونو باوجود نه فقط بيرته خپل ګلالي وطن ته واپس تګ نه غواړي بلکه په پاکستان کې د شناختي پاس، شناختي کارډ او پاکستاني اسنادو ﻻس ته راوړلو دپاره هر حد ته ځي. بايد دافغانستان حکومت پخپلو پاکستاني د کورني سياست انډيوالانو باندې زور واچوي ځکه چې هغوى په صوبايي او مرکزي حکومتونو کې شريک دي چې دهغو ى د پاتې کيدو او نه پاتې کيدلو يو انساني حل ولټوي. د يواين ايچ سي آر بيوروکراتان خووايي چې مونږ به پخواوې درې مليونه افغا ن مهاجرين راغلي دي، درې نيم نه مو زيات بيرته وليږل، دري نيم مليونهﻻ هم پاتې دي. په فاټا کې جنګ دى او حالات د افغانستان نه هم زيات خراب دي خو د هلته نه هم مهاجرين واپس تلل نه غواړي. پاکستان د مهاجرينو په هکله د ١٩٥١ جنيوا کنوينشن نه دى ﻻسليک کړى مګردا به هم يو غير انساني فعل وى چى کوم افغانانو د پاکستان نه بغير بل هيواد نه دى پيژندلى او هم پاکستان کې زيږيدلي دي، هغوى دې د خپلې خوښې بر خلاف افغانستان ته په تګ مجبور کړی شي. دحل يوه ﻻره داده چې دوئ ته پاکستانې تابيعت ورکړل شي او خير و خير صلاح. که دغه ورته نه ورکوي نو ښه به داوي چې په بدل کې د لرې خواهمدغومره غريبو او بې زمکو پښتنو ته د افغانستان په هغه دشتو کې زمکې ورکړي چې دغه مهاجر ورته تلل نه غواړي. يو خوا خو به لر وبر سره نور هم خلط ملط او ګډوډ شي او دغه دشتې به هم آبادې شي. ددې دپاره ميکانېزم جوړيدى شي.دا به هله امکان ولري چې موږ «زما هغه زما خو ستا هغه هم زما» د روحيې نه بهر ووځو.

بله مسله د ډيورنډ په کرښه باندې تګ و راتګ کې نورې آسانتياوې پيدا کول دي. دا هم زيات دبرنيو ته مسله ده ځکه چې زيات تګ وراتګ هغوى کوي، اګر که اوس اوس لرني مسلکي کادرونه هم تګ و راتګ کوي خو هغوى زياتره په پاسپورټ ځې راځي. د يوې اندازې مطابق نزدې پنځوست زره افغانان هر ه ورځ بې له پاسپورټه په ډيورنډ اوړي را وړي. خو بيا هم کله نا کله تکليفات را پيښيږي. دغه تګ و راتګ ته قانوني بڼه لټول دي. خو زما په فکر زيات خنډ د کابل له خوا ايجاديږي. څه وخت چې رستم شاه مهمند کابل کې د پاکستان سفير و نو هغه ډير کوشش وکړ چې دواړو هيوادونو تر منځ ويزه ختمه شي او په بندر کې مسافر ته د پاتې کيدلو اجازه نامه ورکړل شي، خو د کابل واکدارانو ونه منله. دغه شان هڅه بايد بيرته وشي. ځکه چې ويزه اغستل لوى جنجال وي اودواړه خواوو سفارتونو او قونسلګيريو کارمندانو ته د رشوت ﻻرې هم خلاصوي.

د پوليسو معامله هم د افغانانو دپاره مهمه ده. نن سبا د خيبر پښتونخوا اقتصا ديات د افغانانو په پيسو باندې روان دي؛ ځکه چې د ترهګيرۍ له کبله شتمن پښتانه او په خصوصي توګه تاجران د صوبې نه تښتيدلي او لګيا دي تښتي او دبازار حالات ډير خراب دى. کاروبار فقط د هسپتالونو او ډاکټرانو په افغانانو باندې چوک دى. دغه افغاني مريضان اوورسره خپلوان ټرانسپورټ کې ګرځي، دکانونو کې سودا کوي، دوا اخلي، ډاکټرانو او شفاخانو ته فيسونه ورکوي او په هوټلونو او مهمانخانوکې پاتې کيږي او مصرفونه کوي. مګر پوليس يې هم لوټي او پوليس د باچا خان د وارثانو په ﻻس کې دى. که افغان سره پاسپورټ وي يا بې پاسپورټه وي، خو پو ليس ترينه رشوت غواړي. پخوا به پوليس د شفاخانو مخې ته وﻻړ وو، چې ډاکټرانو شور او غالمغال جوړ کړ نو اوس پوليس خپل ايجنټان ساتلي دي، هغوى افغانان لوټول ډبل کړي دي. اوس پکې د صوبې چارواکو ته هم برخه ورکوي.

دټولو مهمه داده چې افغانان شکايت لري چې پاکستان د ډيورنډ کرښې نه مخکې تللي دي. ددې حل فوري او ضروري دى. دا به هله کيدى شي چې افغانان د تخيلاتو نه راووځي او پاکستان ته ووايي چې دغه کرښه دلته ده او دغه ځاى نه ده چې تاسو پرې پوسته جوړه کړې ده.ددې دپاره يو مشترک کميشن جوړيدی شی. خو هر کله چې افغانان د ډيورنډ نه منلو په شرمندګۍ کې نښتي دي نو دغه مسله به څنګه حل شي؟ پاکستان ته مو په لوى ﻻس موقع ورکړې ده.

يوه مسله د اوبو ده. دافغانستان نه سيندونه پاکستان ته بهيږي او بره خوا تل شکايت لري چې پاکستان چټي زموږ اوبه خوري. ددې دپاره بين المللي قوانين جوړ دي چې دسيندونو دلرې او برې خوا حقوق يې تثبيت کړي دي. څنګه چې د پاکستان او هند ترمنځ سيند طاس معاهده ده، دغه شان معاهده د پاکستان او افغانستان ترمنځ بايد لاسليک شي.

که د کابل او اسلام آباد چارواکي هر څومره کوشش وکړي او روشنفکران ډيرې بلند پروازۍ وکړي خو هغوى د ډيورڼد په کرښه دتګ را تګ نه شي مانع کيدلى. دا يو داسې سرحد دى چې څوک يې بند ولى نه شي. تاريخ داسې راوستې ده. ښه به داوي چې دې تګ وراتګ ته قانوني بڼه ورکړل شي او دشمالي او جنوبي آئر لينډ تر منځ سرحد مطالعه شي او په دغه خطوطو باندې سرحدي ترتيب پلى شي. د افغانانو دپاره دغسې ترتيب ډير ضروري دى ځکه چې د هم دهغوى زيات دار ومدار په پاکستان دى. پخوا چې شهيد داؤد خان صداعظم و او پاکستان کې مارشال ايوب خان حکومت و نو دوه وارې سرحد وتړلی شو خو دواړه وارې دواړه ناکام شول. روسانو کوشش وکړ او اوس امريکا غواړي چې سرحد دې وتړل شي. خو دا د چا د وس خبره نه ده. حل څه دی؟حل پابندي نه ده بلکه نرم او د څار وړ قانوني بندرونه دي.

دغه راز مسايل تجارت پورې تړلي دی. افغانستان بلا قيد و شرطه مالونو واردول غواړی او په خشکه ګير هيواد په توګه حق هم لري. هغوی د کراچۍپه بندر باندې د کنټيرنو او تجارتي توکو داټال کيدو او ځای په ځای د رشوتونو نه په ځای ګيلې کوي. مګر پاکستان د افغانستان په نوم واردونکو توکو قاچاقی ډول بيرته پاکستان ته راوړلو شکايت لري. ددې دپاره دايمی دوه اړخيزکميشن ته اړتيا ده چې ډير زر فيصلې او عمل کوي او د تجارانو دستونزو فوري حل کوي.

ددې نه علاوه د لر اوبر دقلم،علم،ادب، سپورټ او موسيقۍ خاوندانو د يو بل سره د نزدې اړيکو ټينګولو دپاره داسې اقدامات کول دي چې دغه روابط طبعی طور پښتنو سره سره د نورو مليتونو ته هم وغزيږي او يو طبعي نزديوالی او تفاهم پيدا شي. دغه روابط د موجوده تنګې سياسي ملحوظاتو قافيې نه بايد بهر راووځي او تعميم ومومي.

بلخوا دډيورنډ په کرښه باندې پرتو قبايلومسله ده. افغانستان ښه کار کړی دی چې د خپلې خوا قبايل يې لکه د نورو سيمو دافغانستان برخه ګرځولي دي خو پاکستان ترينه فاټا جوړه کړېده او اوس ددواړو ملکونو او نړۍ دپاره د جنجال منبع جوړه شويده. د افغاستان آزاد پښتونستان او د پاکستان فاټا د يو ياغستان په حيث ساتلو کې دواړه خواوې مقصر دی؛ پاکستان زيات او افغانستان کم. ترڅو د پښتنو دغه د ملا تير د بيسوادۍ،بې قانونۍ او بې تمدنۍ په تور تم کې پراته وي نو نه دواړه ملکونه په آرام ژوند کولی شي او نه پښتانه يو ترقييافته ملت جوړيدی شي. دغه سيمه د پښتنو د شا په لمن لکه د موږي ښخه ده چې هغوی پاڅيدو ته نه پريږدي. د سرحد دواړو خواؤ ته داسې عمراني پروژې په لار اچول دي چې دواړه خواقبايل ترې فايدې اخلي. ما ته تر اوسه د الما ني عالم فريډرک اينګلزدغه خبره مخکې مخکې کيږي چې وايي د افغا نانو فردي آزاډی غوښتنه او ځان خوښونه ددوئ نه د يو قوي ملت جوړونې کې ستر خنډ دی او دا چې هغوی خطرناکه ګاونډيان دي. ددغه خطر مخنيوی فقط انکشاف او پرمختګ کولی شي. دابه هله کيدی شي چې دقبايلو سيمه د يو بل خلاف نه بلکه د يو بل په ګټه استعمال شي.

ويره دا ده چې که د طالبانو او امريکا مذاکرات څه نتيجه نه ورکوي او امريکا د افغانستان نه تيښته هم نه کوي نو بيا امريکا سره د افغانستان ټوټې کولو څخه پرته بله لار نه پاتې کيږی. پکار ده چې طالبانو باندې زور راوړل شي چې پخپل دريځو نو کې انعطاف راولي. ګنې شته افغانستان به دلاسه ورکړو.

 

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com